د عمر د لنډېدلو (6) حیرانونکي لاملونه!

ژباړه: صفی الله لطیفي

موږ پوهېږو چې دا ټول (غذا، تمرین او سوداګري) ستاسو لپاره ښه دي. خو هغه شیان چې کولای شي ستاسو ژوند لنډ کړي، له فکر څخه مه غورځوئ.
۱: د اوږدې مودې لپاره ناسته: څېړنو ښودلې چې په دوامداره توګه په ورځ کې له دریو ساعتونو څخه زیاته ناسته کولای شي ستاسې له ژوند څخه دوه کلونه کم کړي.
۲: ډېر خوب کول یا کم خوب کول: زمونږ څخه ډیری د خوب کولو سره مینه لري مګر ډېر خوب ستاسو لپاره ښه نه دی. د هارورډ څېړنو ښودلې ده: هغه خلک چې په یوه شپه او ورځ کې د (5) څخه کم او د (9) ساعتونو څخه زیات خوب کوي د عمر موده کمېدای شي. همدارنګه تاسې به په دفتر کې ځورونکي اوسئ او هیڅوک دا ډول سړی نه خوښوي. په یو شپه او ورځ کې د 7 څخه تر 8 ساعتونو پورې خوب کول کافي دی.
۳: د یوازې توب احساس کول (یواځې اوسېدل): څېړنو ښودلې چې د قوی اجتماعي اړیکو لرونکي د ژوندي پاتې کېدو د 50 فیصده ډېر احتمال لري. ګوښه کېدل او یوازئ اوسېدل دومره بد دي لکه په ورځ کې د ۱۵ سګرټو څکول.
۴: خفه اوسېدل: خندا روغتیا لپاره پراخه وده ورکوي نو خندا مه پرېږدئ هغه خلک چې تل خاندي او خوښي کوي د هغو خلکو په پرتله چې خندا نکوي او خفګان کوي، 35 فیصده احتمال لري چې اوږد ژوند وکړي.
۵:د جنسي اړیکو نه درلودل. څېړنو ښودلې هغه نارینه یا ښځینه چې د خوښې وړ جنسي ژوند لري، د هغه چا په پرتله چې د خوښې وړ جنسي ژوند نلري، ۸ کاله اوږد ژوند کوي.
۶: د هارورډ بوفینز د وینا مطابق: یوازې دوه ساعته د ټلویزیون لیدل کولای شي د ډېرو بدبختیو لامل شې. د 25 کلنۍ وروسته هر یو ساعت چې تلوویزون ګورئ ستاسو د ژوند اټکل 21,8 دقیقو ته راټیټیږي.

دا هم ولولئ:   پښتو غږپوهنې او وییپوهنې اثر ته یوه لنډه کتنه!!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*