کتاب لوستونکي د مینې او ملګرتېا لپاره غوره کسان دي!

لیکوال:نېکزاد کټوازی

🔸څه موده مخکې ټایم ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره شوې وه چې لیکوال یې ادعا کړي وه، څه چې د (ژورې مطالعه) په نوم یادېږي ډېر ژر به له مینځه ولاړ شې، ځکه چې د خلکو تر منځ د ژورې مطالعې کچه ټیټه شوې او دا ورځې خلک کتابونه سرسري لولي او د انټرنیټي لنډ شوې مطالبو سره د کتاب لوستوونکو کچه ورځ په ورځ کمېږي.

🔸د مقالې وېرونکي ټکي دا ده چې څېړنو ثابته کړې ده چې د عادي وګړو په پرتله کتاب لوستوونکي غوره او هوښېار خلک دي او په دې نړۍ کې یوازینې کسان دي چې د میینتوب او ملګرتېا ارزښت لري.

🔸د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کال کې د ارواپوهانو د څېړنو پر بنسټ، هغه کسان چې رُمان لولي د خلکو تر منځ له نورو سره د خواخوږۍ ډېره وړتیا لري او د “ذهن تئوري” تر نوم لاندې وړتیا د هغه څه تر څنګ چې دوی خپله پرې باور لري، کولای شي د نورو باورونه، نظرونه او خوښي په نظر کې ونیسي او د هغوی په اړه قضاووت وکړي.
دوی کولای شي پرته له دې چې د نورو نظرونه رد کړي یا له خپلو باورونو لاس واخلي، د نورو د نظرونو له اورېدلو خوند اخلي.

🔸د تعجب وړ هم نده چې کتاب لوستوونکي غوره خلک دي، ځکه چې کتاب لوستل په غیرواقعي سترګو د نورو ژوند تجربه کول دي، او د دې ټکي زده کول دي چې څنګه پرته له دې چې د نورو په ژوند کې دخیل اوسې، وکولای شي نړۍ د بل چا په هکله وویني.

دا هم ولولئ:   کتاب لوستنه/زلمی حلیمي

🔸کتاب لوستوونکي د زرګونو کسانو اروا او پوهې ته لاسرسي لري، هغه څه یي لیدلي چې پرته له کتاب لوستونکو نه یي څوک نه ویني او د هغو انسانانو مرګ یي تجربه کړي چې تاسو یي هېڅکله نه پېژنئ.
دوی زده کړي چې ښځېنتوب څه دي او نارېنتوب یانې څه، دوی پوهېږي چې د نورو درد لېدل یانې څه.

🔸کتاب لوستوونکي له خپل عمر څخه ډېر پوه دي.
په ۲۰۱۰ کال کې یوې څېړنې ثابته کړه چې ماشومانو ته مو هر څومره ډېر کتاب ولولۍ د دوی د ذهن تئوري لا پیاوړې کېږي او په نهایت کې د دې لامل کېږي چې دا ماشومان واقعاً هوښیار شي، له خپل چاپېریال سره ډېر اشنا شي او د درک وړتیا یي لوړه شي.
د داستانونو اتلانو تجربې د لوستونکو په خپلو تجربو بدلېږي.
د داستانونو شخصیتونه چې هر درد او رنځ تیروې، په هغو پیټو بدلېږي چې لوستونکي یي باید وزغمې. کتاب لوستونکي زرګونه ځله ژوند کوي او د هرې تجربې نه یو څه زده کوي.

🔸که د هغه چا په لټه کې یاست چې تاسو تکمیل کړي او د زړه خالي فضا مو ډکه کړي، نو کتاب لوستونکي پیدا کړئ او چې څو دقیقې خبري وکړئ خپله به دوی وپېژنئ.

🔸کتاب لوستونکي تاسو سره ډېري خبري نه کوي بلکه تاسو سره اړیکه جوړوي.
دوی په خپلو مسجونو کې تاسو ته شعرونه لیکي.
یوازې ستاسو پوښتنو ته جواب نه درکوي یا بیانیه نه صادروي، بلکې په ژورو فکرونو او تئوریانو سره ستاسو جواب درکوي.
دوی مو په پوهې سره په خپلو خبرو او نظرونو جادو کوي. خلک باید یوازې په هغه چا میین شي چې وکولای شي اراو یي وویني. دا انسان باید هغه څوک وي چې ستاسو په اروا نفوذ وکړي او ستاسو د اروا هغې برخې ته لاسرسي پیدا کړي چې بل هېچا هغه نده کشف کړي.

دا هم ولولئ:   د ذهني آرامتیا ۶ لارې چارې / ژباړه میراحمد یاد

🔸د داستانونو لوستل ښه کار چې له خلکو سره یي کوي دا دي چې د شخصیتونو نېمګړتیاوې د دې سبب کېږي چې ستاسو ذهن هڅه وکړي تر څو د نورو ذهن ته سر ورښکاره کړئ.
ممکن کتاب لوستونکي تل تاسو سره موافق نه وي خو هڅه کوي چې کېسو ته ستاسو د لېد له زاویې وګورې.
د کتاب لوستونکي ملګرتېا او مینه نه یوازې دا چې د خبرو اترو کیفیت لوړوې بلکې د اخبرو اترو کچه هم لوړوې.

🔸د څېړنو پر بنسټ کتاب لوستونکي د کلمو، خبرو او حافظې مهارتونو د پراخې دایره درلودلو په دلیل سره هوښیار او پوه خلک دي.
د دوی ذهن د عادي خلکو په پرتله لوړ درک لري او په اسانه توګه کولای شي له نورو سره اړیکې جوړي کړي.

🔸له کتاب لوستونکي سره ملاقات په دې مانا ده لکه زرو کسانو سره چې مو لیدلي وي او د هغو کسانو تجربې چې ده په لوستلو سره لاسته راوړي ستاسو په اختیار کې ږدې.
که له داسې چا سره ملګري یاست چې کتاب لولي، یانې کولای شئ چې زر ځله ژوند وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*