شخصي حریم څه ته وایي او څنګه یې ساتلی شوو؟

ژوندبڼه

شخصي یا خصوصي حریم د هر انسان اساسي حق دی. له بده مرغه د ټولنو د پرمختګ او د ټولنیزو اړیکو له پراختیا سره دغه حق ته تر ډېره توجه نه کېږي او انسانان اړ کېږي چې په دې برخه کې تر پخوا ډېر دقت وکړي.
شخصي یا خصوصي حریم د انسان فزیکي، عاطفي او اروايي پولو ته وايي چې هر انسان د ځان لپاره ټاکلي دي. خصوصي حریم د دې لامل کېږي چې انسانان خپل ځانګړی هویت، باورونه، لیدلوري او احساسات ولري.
شخصي حریم چې څومره ضعیفه کېږي انسان له جدي ستونزو او زیانونو سره مخ کوي، بیا هر څوک ځان ته دا اجازه ورکوي چې دغه حریم تر پښو لاندې کړي.
د نورو خلکو خصوصي حریم ته درناوی لرل ډېر زیات اړین دي او تر څو چې د نورو خلکو خصوصي حریم ته درناوی ونه شي، تر هغې مناسبې ټولنې اړیکې نه شي رامنځته کېدلای.
د شخصي حریم اهمیت
د خصوصي حریم پولې ټاکل دا هم ټاکي چې خلک له موږ سره څه ډول چلند کولای شي، نو که څوک درسره سم چلند نه کوي، د دې لامل هم پخپله تاسې یئ.
دا هم ویل کېږي چې کوم انسان خپل ځان لپاره پولې او حدود نه ټاکي، هغوی د نورو خلکو د خصوصي حریم درناوی هم نه کوي.
ځينې خلک تل د ځان پر ځای نورو ته لومړیتوب ورکوي او د هغوی د ستونزو د حل په لټه خپل ځان له ستونزو سره مخ کوي، دا ډول خلک هغوی چې ځان ته یې شخصي حریم نه دی مشخص کړی.
شخصي حریم هر انسان، هر ادارې او هرې ټولنې د ځان لپاره تعریف کړي دي، په دې کې د انسان خصوصي معلومات، کورنی ژوند، د ده لیدلوری، راشه درشه، کار، معاش، امتیازات او نور معلومات راځي.
شخصي حریم به څنګه خوندي کوو؟
د شخصي حریم ساتلو لپاره باید انسان لږ ځان خوښی شي، په دې معنی چې د نورو خوشحالولو لپاره دې ځان نه خفه کوي او دا دې زده کړي چې ځينو خلکو ته د هغوی د غوښتنو په مقابل کې (نه) ځواب ورکړي.
ځينې خلک به درسره ناسم چلند کوي، خو تاسې به ښایي له دې امله ورته څه نه وایئ چې دا نزاکت دی، خو که خصوصي حریم ساتئ، نو سم او ناسم حرکتونه باید ځان ته مشخص او مقابل لوري ته روښانه کړئ، بیا چاته اجازه مه ورکوئ چې له حده واوړي او ناسم چلند درسره وکړي.
هڅه وکړئ چې خپلې پرېکړې پخپله وکړئ او پر نورو خلکو تکیه نه شئ. د خصوصي حریم ساتلو لپاره باید تاسې ځيني کارونه پخپله وکړئ او نورو خلکو ته په کې احتیاج نه شئ چې هغوی بیا ستاسې خصوصي حریم ته د ورننوتلو حق پيدا کړي.
څومره چې تاسې پر ځان ډېر باوري کېږئ، هومره به ستاسې خصوصي حریم هم پياوړی کېږي او بیا به څوک دا جرئت نه کوي او دا فرصت به نه پيدا کوي چې ستاسې خصوصي حریم ته در ننوځي او نه به تاسې دومره ضعیف یئ چې هغوی ته د دې کار اجازه ورکړئ.
د نورو خلکو خصوصي حریم وپېژنئ او مراعت یې کړئ، که چېرې تاسې د نورو خلکو خصوصي حریم پېژنئ او درناوی ورته کوئ، په مقابل کې هغوی هم ستاسې درناوی کوي او شخصي حریم ته د درتللو هڅه نه کوي.
خو که تاسې پخپله د نورو خلکو پر خصوصي حریم تېری کوئ، نو بیا دا تمه مه لرئ چې نور خلک دې ستاسې درناوی وکړي او ستاسې په خصوصي حریم دې تېری ونه کړي.
داسې نه شي کېدای چې یو کس دې د نورو خلکو خصوصي معلومات ګوري او له هغوی دې یې غواړي، خو بیا دې له نورو خلکو دا تمه لري چې دده خصوصي معلومات دې نه ګوري.

دا هم ولولئ:   د یوې غوره اونۍ د پیل لپاره څو اړینې لارښوونې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*