ولې ډیر خلک، نه بریالي کیږي؟

امیرخان ځلاند

له ویلو یې، کول سخت دي. بدلون هر څوک غواړي؛ خو بدلیدل سخت دي. څنګه!؟

راځئ دلته ورباندې لیکنو کوو. ژوند مونږ ټولو ته يو ځل راکول کیږي؛ که ساده یې ووایم، مونږ یو ځل ژوند کوو او د ټولو هڅه، کوشش داوي چې، له ښو، ښه ژوند ولري.

ټول د ښه ژوند هیله لري؛ خو ولې ډیری خلک ښه ژوند نه لري؟

که په صنف کې له شاگردانو؛ وپوښتل شي.

څوک غواړي، ښه انسان شي؟ څوک غواړي ډاکټر شي؟

ډیری شاګردان به د (هو) په حالات کې گوتې پورته او په لوړ غږ به نارې کړي چې زه غواړم؟ زه غواړم؟ زه غواړم؟ رازم بل مثال ته:

کچېرې په لاره کې، له خلکو وپوښتې؟

د ښه ژوند لپاره باید کوم کارونه وکړو؟

ښایي ټول درته سم ووایي؛ خو که پوښتنه له دوی څخه وکړې: چې آیا تا دا کارونه کړي؟

ځواب به یې (نه) وي. ولې؟ ځکه چې؛

«له ویلو یې کول سخت دي

د بریا او کامیابي لاسته راوړل ستونزمن دي.

هغه څوک چې تاسې نن ورځ ګورئ، په ډیرې سختۍ، مشکلاتو له نه شي یو شي ته ځان رسوي.

ژوند یعنې له هیڅ پیل؛ ډیرو شیانو ته ځان رسول.

هغه څوک چې له بریا سره علاقه ولري؛ ډاډمن یم، بریا تر لاسه کولای شي.

بریا یواځې نوم د یو کار نه دی؛ بلکې بریا د مختلفو کارونه؛ په سمه بڼه ترسره کول دي.

د بریا ترلاسه کول یو شرط نه؛ بلکې شرطونه لري.

بریالي خلک څنګه بریا ترلاسه کوي.

ددوی ژوند مطالعه کړئ، هغه لارې چارې پیدا کړئ چې بریالي خلک  یې ترسره کوي.

دا هم ولولئ:   هغه ځانګړنې چې انسان بریالی کولای شي / وحیدالله بریال

بریالي اشخاص هغه کارونه ترسره کوي؛ چې ناکام اشخاص یې ترسره کولو سره علاقه او مینه نه لري.

بریا له ناکامۍ یواځې یو گام وړاندې ده.

د بریالیو ژوند لیک مطالعه کړئ، دوی څنګه کارونه ترسره کړي؟ مشکلات او ستونزې یې څنکه حل کړي؟

ستونزو، مشکلاتو ته له کومې زاویې گوري؟

له وخت څخه څنګه ګټه پورته کوي؟

یو بله موضوع په کامیابۍ کې هغه هدف دی.

چې متاسفانه مطلق اکثریت خلک یې نه لري دا په دې معنا؛ چې نپوهېږئ چېرته ځئ او ولې ځئ.

تر هغو باید بازار ته لاړ نشو، تر څو چې بازار ته د تلو هدف واضیح نه کړو.

ولې ځم؟ څه اخلم؟ څومره اخلم؟ کله یې اخلم؟

ډیر نور سوالونه دي، چې باید ځوابونه ورته پیدا کړئ.

یو سړی په لاره تېرېده، بل سړي څخه یې پوښتنه وکړه:

دا لاره چېرته تللې؟ سړي ځواب ورکړ:

چېرته غواړې لاړ شي؟

ده ورته وویل: نه پوهیږم.

سړي ځواب ورکړ:

بیا نو مهمه نه ده چې پوی شي، دا لاره چېرته تللې؛ خو حتماً دې یو ځای ته رسوي.

بله موضوع هغه د کامیابي ده؛ کامیابي هر چا ته جلاجلا تعریف لري.

(ته گټونکی یې) کتاب لیکوال  وایي:

«بریالي اشخاص متفاوت کارونه نه ترسره کوي؛ بلکې کارونه په متفاوته بڼه ترسره کوي

ولې ډیر خلک نه بریالي کیږي؟

۱: ځکه! هر څوک ستونزې نشي زغملی؛

۲: ځکه! هر څوک قوي اراده نلري؛

۳: ځکه! هر سړی صبر، حوصله او زغم نلري؛

۴: ځکه! خلک د دایمي خوښۍ پر ځای؛ د موقتي خوښۍ په لومو کې نښلي؛

دا هم ولولئ:   انعطاف پذیره وا وسه | ګلاب بهار

۵: ځکه! د خلکو په خبرو؛ ځان ددې جوگه نه گڼي؛

۶: ځکه! تل ځان کم گڼي او بریا ته رسېدل ستونزمن؛

۷: ځکه! د بریا د بیې پریکولو ته چمتو نه یي؛

«مطلب! ستونزې وزغمئ؛ بریا خپله کړئ. له ستونزو پرته بریا؛ خوب دی

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*