د بایزید بسطامي (رح) ویناوې

د بایزید بسطامی (رح) ویناوې

بایزید بسطامي یو مشهور صوفي و چې په ۱۶۸هجري کال د ایران د بسطام سیمه کې زېږدلی و. د صوفیانو په حلقاتو کې بسطامي لوړ مقام او منزلت لري.

  1. خدای (ج) ته ډېر نږدې کس هغه دی چې اخلاق یې ښه وي او د نورو مرسته کوي.
  2. انسان په څلورو څيزونو لوړېږي: علم، نرمي، سخاوت او ښې خبرې
  3. پاچاهي پټی دی او که دهقان یې عادل نه وي، نو پټي شنډېږي.
  4. الله راضي کړه، هغه به تا راضي کړي.
  5. تر څو چې دې نظر د غوسې تر تاثیر لاندې وي، تر هغې ځان انسان مه ګڼه.
  6. د هر ماشوم پیداېښت د دې خبرې پیغام دی چې خدای لا هم له انسانه نه دی نهیلی شوی.
  7. کله چې انسان نېک شي، ټول کارونه یې نېک شي.
  8. که په دېرش کلنۍ کې قوي او څلوېښت کلنۍ کې هوښيار نه شوئ، نو وروسته به هېڅکله نه شئ.
  9. څوک چې په شمار نېکي کوي، په شمار اجر به یې ورکول کېږي.
  10. بې له عمله جنت غوښتل، داسې ده لکه ګناه.
  11. بد عملونه له الله سره د ښکاره دښمنۍ په معنی دي.
  12. که چا درسره نېکي وکړه، اول د الله شکر وباسه او بیا د هغه کس مننه وکړه، ځکه الله درباندې مهربانه کړی.
  13. که انسان له دوزخه دومره وېرېدی لکه له لوږې چې وېرېږي، نو له دواړو به خوندي وی.
  14. که انسان جنت دومره غوښتی، لکه شتمني چې غواړي، نو دواړه به یې موندلی وی.
  15. بختور هغه دی چې نېکي وکړي او ووېرېږي او بدبخته هغه دی چې بدي وکړي او ونه وېرېږي.
  16. مینه دا ده چې خپل ډېر لږ وګڼې او د ملګري لږ ډېر وګڼې.
  17. د یوه پوه قوت له زرو ناپوهو ډېر دی.
دا هم ولولئ:   ټولنیز مسؤلیت / فرید قربان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*