د نېلسن منډېلا غوره ویناوې

نېلسن منډېلا

  1. کار چې تر څو شوی نه وي، تر هغې ناممکن ښکاري.
  2. تعلیم هغه  قوي وسله ده چې تاسې یې د نړۍ بدلولو لپاره کارولی شئ.
  3. زه یې هېڅکله نه بایلم، یا به یې ګټم یا به [ترې] زده‌کړه کوم.
  4. ګټونکی هغه دی چې په خپلو هیلو باور لري.
  5. په ښه وخت کې خلک مخکې کوه او ته شاته کېږه، په بد وخت کې ته مخکې کېږه او خلک شاته کوه. د خلکو به دې رهبري خوښه وي.
  6. زما په اړه زما د بریا پر اساس قضاوت مه کوه، دا وګوره چې څو ځله لوېدلی او بېرته را پورته شوی یم.
  7. زړور هغه نه دی چې ونه وېرېږي، زړور هغه دی چې په وېره برلاسی شي.
  8. د خبرو اترو پر وخت مې دا زده کړل چې تر څو ځان بدل نه کړم، نور خلک نه شم بدلولی.
  9. که چا سره په هغه ژبه خبرې وکړئ چې پرې پوهېږي، خبره به یې ذهن ته لاړه شي، خو که یې ورته په خپله [مورنۍ ژبه] وکړئ، زړه ته به یې ښکته شي.
  10. پیسې بریا نه درکوي، آزادي یې درکوي.
  11. هېڅوک د دې لپاره نه دی پيدا شوی چې له بل چا د رنګ، پوټکي، تاریخچې یا دین له امله کرکه وکړي.
  12. غوسه داسې ده لکه انسان چې زهر پخپله وڅښي او په تمه وي چې دښمن به یې مړ شي.
  13. کله چې له انسانه د خپلې خوښې او باور ژوند واخیستل شي، هغه ته یوازینۍ لاره د بغاوت پاتې کېږي.
دا هم ولولئ:   د ژوند په چارو کې د ژبې ونډه / پوهنمل سید قیاس سعیدي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*