شپږ کاله خواري؛ نوې غوږۍ (Headphones) چې د تنفس لپاره به هوا هم پاکوي

د ‘Dyson Zone’ نوې غوږې به ژر بازار ته وړاندې شي. په دې غوږیو کې کمال دا دی چې یو ماسک به لري او هغه به د تنفس لپاره هوا هم پاکوي.

دا غوږۍ به یو ځانګړې وسیله لري چې خپل کارونکي لپاره به د تنفس کولو هوا هم کاروي او غږ به هم ورته په لوړ کیفیت رسوي.

ویل کېږي چې دا نوې غوږ به د غږیزې ککړتیا (شور) مخه هم نیسي او د تنفس یا ساه اخیستو لپاره به د هوا د ککړتیا مخه هم نیسي او کوم انسان یې چې کاروي، هغه لپاره به د ساه اخیستو هوا پاکوي.

راپورونه وايي چې دا غوږۍ به ډېر زر د سوني، اپیل او نورو برانډونو تر نوم لاندې بازار ته وړاندې شي، خو بیه به یې له ۷۵۰ ایرو پیل کېږي.

ډيزاینر شرکت ویلي چې د دې غوږیو په اختراع او ډیزاین یې شپږ کاله وخت تېر کړی دی. دا غوږۍ د لومړي ځل لپاره په بیجینګ کې امتحان شوي او ډېر زر به چین کې تولید او له هغه ځایه بازار ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ:   مصنوعي ذکاوت (Artificial Intelligence) پېژنئ؟ / خالد یاسین 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*