دفاعي مېکانېزمونه (درېیمه او وروستۍ برخه) / ډاکتر سیف الله غریب‌یار

ډاکتر سیف الله غریب‌یار

Intellectualization
دا مېکانېزم کېدای شي په بېلابېلو بڼو ښکاره یا توجیه کړل شي.
دا مېکانېزم هغه وخت ځان ښکاره کوي ،چې شخص ددې هڅه وکړي چې خپل یوه نامناسب یا ناسالم رفتار ته توجیه برابره کړي .

مثلا یو شخص خپلې مېرمنې ته خیانت کوي ،ښایي دې خپل ترسره کړي خیانت ته بېلابېل دلایل وتراشي ،مثال ووایي چې دخیانت کولو پرمهال مست یا نشه وم ،یا ووایي چې له خپل ازدواجي ژوند ناخوښه یم خو دا ټول دلایل په یوه صورت کې هم دخپل ترسره کړي خیانت لپاره توجیه کولی نشي.

دې مېکانېزم کې هڅه کیږي ،چې یو کس ناخوښه او نه زغموونکي رفتارونه یا احساسات په یوه منطقي او عقلي لاره له واقعي دلیل څخه رابېل کړي.

Intellectual
ددې مېکانېزم نوم د روښانفکرۍ او عقلاني برخورد په معنا دی ،چې ښایي لږ عجیبه په نظر درشي ،خو ډېر خلک دسختو شرایطو او موقیعیتونو سره دمقابلې په پار له نوموړي مېکانېزم کار اخلي او په عقلاني ډول ورسره چلند کوي .

مثلا یو څوک تصور کړئ چې خپل یو نېږدې کس یې دلاسه ورکړی وي ،که ترې وپوښتل شي چې ددې پېښې په اړه څه تصور لري ،هغه په لنډو جملو کې دمرګ او ژوند فلسفي اړخ ورته روښانوي او په دې توګه د خپلو اندېښنو بوج رالږوي .

Reaction formation
په دې مېکانېزم کې یو کس تصور کړئ ،چې له بل کس یې بد راځي ،خو بیا هم ورسره معمولا نرم او سوړ چلند کوي .
یا یو کس دیوه سرتمبه انسان سره په بحث و مباحثه کې خپله خواشیني یوې خوا غورځوي ،له بحث پاڅېږي او هېڅ فزیکي یا بل برخورد نه ښکاره کوي .

دا هم ولولئ:   ولې له روژه ماتې وروسته د معدې تیزابیت او دروندوالی حس کوو ؟ / محمد راتب آريا

په ډېرو محفلونو کې به مو لیدلي وي ،چې دیوه کس له یوه مشخص مېلمه بد راځي ،خو ددې پرځای چې له هغه سره کرکجن چلند وکړي ،د نورو مېلمنو په پرتله یې ډېر نازوي یا په اصطلاح ورته جګ و ټیټ کیږي .

یوه متاهله مېرمن ددې په خاطر چې په دفتر کې ورته بل کس جنسي یا بل میلان پیدا نه کړي ،دخپلې ادارې له نارینه کارکوونکي سره تېز او زشت چلند کوي .

یو غوسه ناک او بدخویه نارینه ښایي په دې مېکانېزم سره (دلته ترې خشن او ناخوښه رفتار هدف دی )خپله جنسي کمزوري او نور رواني تردیدونه یا ضربې پټې وساتي .

دپوهنتون استاد چې فکر کوي په خپل تدریسي مضمون کې مناسبه وړتیا نه لري ، دتدریس پرمهال له سختو او پیچلو لغاتونو او اصطلاحاتو کار اخلي او په دې ډول خپل ضعف پټوي.

Sublimation
په روان پوهنه کې دیوه ناسالم احساس یا رفتار بدلول په ګټور او ښه احساس باندې تصعید یا Sublimation بلل کیږي .
مثلا یو کس ددې لپاره ورزش کوي ،چې خپله غوسه یا رواني فشار پرې رالږ کړي .
ځینې دموسیقۍ هنرمندان شخصا ډېره غمجنه زندګي لري اما ددې لپاره چې نورو ته یې دامخ ښکاره نه شي او د خپلو اندېښنو پېټی سپک کړي ،موسیقۍ ته مخه کوي .

باید یاده کړو چې دا دسالمو مېکانېزمونو له ډلې حسابیږي .

Undoing
د انا فروید (زیګموید فروید لور ) له مخې په دې مېکانېزم کې پخواني ترسره شوي ناخوښه رفتارونه او کړنې خنثی کېږي .
یوه کس خپله مېرمن رټلې ،وروسته ورته یوه ډالۍ اخلي یایې په مبالغه امېزه توګه ستاینه کوي .

دا هم ولولئ:   حقیقت دی که افسانه؛ اپل(Apple) کمپنۍ ځیرکې د کوژدې حلقې رامنځته کوي _ حکمت الله همت

یوه کس په خپل ملګري پسې بدر رد ویلي ،وروسته په خپل کار پښېمانه کیږي او دشپې یې خپل کورته ډوډۍ ته رابولي.

یوه شتمن کس دخیریه بنسټونو سره کومک کوي ،ددې لپاره چې خپله پانګه یې دنامشروع لارو ترلاسه کړې ده .

Anticipation
په دې مېکانېزم کې شخص د راتلونکو احتمالي پېښو او واقیعیتونو لپاره وړاندې له وړاندې له ځانه غبرګون ښیي او دواقعي حللارو موندلو هڅه ورته کوي.

Altruism
په دې مېکانېزم کې شخص له نورو سره په مرسته کولو او مینه کولو خپل اضطراب رالږوي او په همدې توګه خوښي ترلاسه کوي .
مثلا یو انسان یوه بې وزله ماشوم ته خواړه ورکوي او دماشوم له خوشالۍ خوند اخلي .
یو کس مرغانو ته دانې اچوي .
یو کس یو چاته وینه ورکوي او په همدې کارونو ورته ذهني سکون رسیږي .

Humor
په دې مېکانېزم کې اشخاص خپلې اندېښنې په جالبو او طنزیه رفتارونو رالږوي .
یو ناروغ په یوه ناعلاجه ناروغۍ اخته دی،کله چې وپوهېږي ،چې معالجین یې له درملنې ناتوانه دي ،نوموړی دې پېښې ته خاندي .

Fantasy
په دې مېکانېزم کې فرد دلنډمهاله درناک حالت څخه د خلاصون په موخه خیال پلوي کوي او په خپل خیال کې هغه شیان راولي چې په لاس نه ورځي خو ده ته مهم وي.

Affiliation
په دې مېکانېزم کې چې کله یو شخص دیوې پېښې سره مخ کیږي د نورو دمرستې غوښتلو او لاسنیوي غوښتنه کوي یا غواړي نورو ته دخپلو ستونزو سهم ورکړي.

Devaluation
په دې مېکانېزم کې چې فرد خپلو غوښتنو ته لاسرسی ونلري ،بې ارزښته او تاواني معرفي کوي .
زما یو تنبل ملګرو وو ،هر دفتر ته به یې د دندې لپاره سیوي ور استوله او هرځای به ناکام وو ،خو هرچېرې به چې ناکام شو وروسته به یې په هغه دفتر او کارکوونکو پسې بد رد ویل او په مالي او اخلاقي فساد به یې تورنول.

دا هم ولولئ:   آیا Chat GPT شعور لري؟ /قریب آرین

دوه متلونه هم لرو ،یو داچې پیشو غوښې ته لاس نه رسېده ،ویل به یې چې بویناکه ده .
ګیدړه دانګورو تاک ته نه ورسېده ،ویل یې چې انګور تروه دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*