ژینوفوبیا(Gynophobia)یا له ښځو رواني وېره (لومړۍ برخه) / ډاکتر سیف‌الله غریب‌یار

ډاکتر سیف الله غریب‌یار

لاملونه، نښې ،عوارض او درملنه
لومړۍ برخه .

ژینوفوبیا هم دنورو رواني وېرو (فوبیاوو) په څېر ده ،چې په لږو خلکو کې لیدل کیږي او اخته شخص پکې له ښځو شدید او غېرمنطقي ډار لري .

په دې مقاله کې هڅه شوې ده چې دنوموړې وېرې په ټولو اړخونو لنډه رڼا واچول شي.

ژینو فوبیا څه شي ده ؟
په دې اختلال اخته کسان له ښځو سره په یو ځای والي ،نېږدېوالي ،کوم بل تعامل آن دښځو په اړه په فکر کولو هم دشدیدې او نانورمالې وېرې احساس کوي .

دا ډول وګړي معمولا د هغو ځایونو له ورتګ څخه ډډه کوي ،چې هلته ښځې شتون ولري .اخته کس چې په هرځای کې له ښځو سره یوځای کیږي ډاریږي او خپله هم دا درک کوي ،چې وېره یې له اندازې ډېره او غېرمنطقي ده ،خو نه شي کولای چې ځان کنترول کړي .

ژینو فوبیا د اخته کس په ورځیني ژوند،دنده ، موقف او ټولنیزو اړیکو منفي اغېز پرېباسلی شي ،آن لیدل شوې ده چې د انسان دفتري ژوند،تحصیلي ژوند او داسې نور یې ور اغېزمن کړي دي.

دلته یوه خبره د یادولو وړ ده ،چې ژینوفوبیا او له ښځو کرکه دوه جلا خبرې دي او هېڅ ورته والی نه لري ،له ښځو سره دکرکې په مسله کې نفرت او د دوي رټل شامل دي ،چې ښایي نور لاملونه ولري اما ژینوفوبیا ،بیا په ترس او ډار مبتني ده .

بله خبره داده ،چې په ژینوفوبیا اخته او هم له ښځو کرکجن دواړه له ښځو لیری والی غوره کوي اما کرکجن ایدیالوژیکه منشاء لري او پر ژینوفوبیا مبتلا رواني منشاء لري ،خو کرکجن که وغواړي په خپل رفتار کې په اسانۍ سره بدلون راوستلی شي.

دا هم ولولئ:   شخصیت جوړولو لپاره څه مهم دي؟ / سباوون ملکزی

د ژینو فوبیا لاملونه:
تردې دمه ددې اختلال مالوم لاملونه ،نه دي په ډاګه شوي اما څېړونکي په دې عقیده دي چې ژینوفوبیا هم لکه دنورو فوبیاګانو په شان په محیطي عواملو او دژوند په تېرو ترخو تجربو پورې ربط لرلی شي.
ځینې لاملونه یې دادي :
— د یوې پېښې وروسته رامنځته شوې رواني تروما یا تجربه : مثلا یو څوک په کم عمر یا د عمر په نورو برخو کې دښځو لخوا ازار شوی ،تهدید شوی او یا پرې جنسي تېرې ترسره شوی وي .

— کولتوري اغېزې : ژینوفوبیا ښایي په ځینو وګړو کې دځانګړو کولتوري محدودیتونو له امله هم رامنځته شي،ځینی کورنۍ سخت جنسیتي محدودیتونه او د دوي ترمنځ د توپیري چلند سابقه لري،خصوصا دښځو په اړه ډېر ټيټ او منفي دید لري ،یا خپلو ماشومانو ته له کوچینیوالي نه له ښځو څخه د وېرې روحیه ورکوي ،چې دا ټول دژینوفوبیا لاملونه کېدلی شي.

— دیوې ناخوښې پېښې مشاهده: په ځینو راپورونو کې په ډاګه شوې ده ،چې دیوې ښځې لخوا دترسره شوي بوږنوونکې پېښې وروسته هم ژینوفوبیا رامنځته کېدلی شي.

— ټولنیزه وېره Social phobia: څوک چې دټولنیزې وېرې سابقه لري ،معمولا له نورو سره له تعامل وېره لري او دامسله ښایي ،چې په ځینو کسانو کې د ژینو فوبیا لامل هم شي .

برابروونکي فکټورونه :
دا فکتورونه یې د نورو فوبیاګانو په شان دي ،فوبیا معمولا دکوچنیوالي په دوران کې رامنځته کیږي ،هغه کوچنیان چې په یو نامناسب او او وېروونکي چاپېریال کې راسترېږي دفوبیا لپاره تربل هرچا ډېر مستعد دي او په لاندې ډول یادوو :

عمر: ماشومان دلویانو په پرتله ډېر داخته کېدو چانس لري.
جنتیک : جنتیکي لاملونه هم په دې برخه کې دیادونې وړ دي ،مثلا که دیوې کورنۍ یو غړی فوبیا ولري نور غړي یې هم په فوبیا اخته کېدلی شي .
خویونه او ځانګړنې : ډارن ماشومان او بدبینه خلک ډېر د نورو په پرتله په فوبیا اخته کېږي .

دا هم ولولئ:   خپل ځان څومره پېژنئ؟ د ځان پېژندنې په ګټور او لنډ مالومات / عزيز پردېس

دژینوفوبیا نښې:
له ښځو سره د یوځای والي په صورت کې دشدیدې وېرې احساس او له هغو موقیعیتونو ډډه کول چې هلته ښځې شتون ولري ،دژینو فوبیا مهمې نښې دي .

دا نښې په ماشومانو کې د ژړا ،غم ، غوسې او په خپل پلار یا بل مشر پسې د پټېډو په بڼه ښکاره کېږي.

نورې عامې نښې یې دادي :
دښځو سره د تماس په صورت کې دسملاسي او شدیدې وېرې احساس ،دښځو په اړه دفکرلو په صورت کې دسملاسي او شدیدې وېرې احساس ،په هغو موقیعیتونو یا ځایونو کې دشدیدې وېرې احساس چې هلته ښځې موجودې وي .
له هغو کارونو یا فعالیتونو لیرې والی ،چې پکې دښځو دبرخې اخېستنې امکان وي .
له هغې دندې لیرې والی ،چې هلته پکې له ښځو سره پکې د ګډون مسله وي .
ځینې فزیکې نښې یې دادي :
خولې کېدل .
دسینې یا زړه د درد احساس .
د زړه بدوالي احساس.
د زړه دټکانونو ډېروالی .
لړزه.
سرګرځېدنه.
دساه بندوالی.
درنګ سوروالی.
ضعف او بې حالي .
په لږو راپورونو کې مړینه .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*