حقیقت دی که افسانه؛ اپل(Apple) کمپنۍ ځیرکې د کوژدې حلقې رامنځته کوي _ حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو معتبرو او نړیوالو رسنیو څه عجیب او غریب راپورونه خپاره کړي؛ اپل کمپنۍ د کوژدې لپاره په داسې ځېرکو حلقو کار کوي چې نوموړې حلقې(Ring) به له تاسې سره مرسته وکړي تر څو د خپل کوژدن(نامزاد) ځای وڅارئ چې چېرته دئ
دغه ځیرکې حلقې تاسې ته د جاسوس دنده پر مخ وړي، ددې په ګوته کولو سره تاسې کولای شئ خپل کوژدن تر څار لاندې ونیسئ
اپل کمپنۍ په داسې ځانګرو د کوږدې حلقو جوړولو کار کوي
چې نوموړې حلقې د ژوند ملګري په څارنه(جاسوسۍ) کې مرسته او د پام وړ ځانګړتیاوې لري.
دغه حلقې به تاسو ته د خپل ملګري (کوژدن) له موقعیت خبر درکوي، تاسې کولای شئ د خپل ملګري ځای مشخص کړئ چېرته دئ؟ څه کوي؟ په حرکت کې دئ،ولاړ دئ؟ دمه یې اخیستې؟
د ۲۰۲۲ میلادي کال فیبرورې میاشتې په اوږدو کې ځینې نړیوالو رسنیو ادعا وکړه او داسې خبر یې خپور کړ؛ اپل کمپنۍ غواړي د (iRing) په نوم داسې ځیرکې حلقې جوړې کړي تر څو په ګوته کولو سره یې واده شوې جوړې وکولای شي خپل د ژوند ملګری تر څار لاندې ونیسي .
یوه نړیوال ژورنالیست ادعا کوونکي (سای شیز) د خپل ټویټر اکونټ(@SaycheeseDGTL)په پاڼه خپور کړي پوست سره داسې ادعا کړې ده :
ژباړه: (اپل کمپنۍ د ودونو د ځیرکو حلقو په جوړولو کار کوي کوم چې له تاسې سره مرسته کوي د ژوند د ملګري/ملګرې موقعیت معلوم کړئ)
په ډېره حیرانتیا سره! نوموړي پوسټ له 10,000 څخه ډیر غبرګونونه او بیلابېلې تبصېرې راجلب کړې او داسې ښکاري چې د هغو کاروونکو په منځ کې هم خندا، پوښتنې او حیرانتیا رامنځته شوې وه چې دا ادعا یې کړې وه.

دا هم ولولئ:   دفاعي مېکانېزمونه (درېیمه او وروستۍ برخه) / ډاکتر سیف الله غریب‌یار

حقیقت څه دئ؟
په دې اړه مو څېړنه وکړه !
(Fact check): فکټ چیک په نړیواله کچه منل شوې د معلوماتو د تائید او ریښتینوالي د ثبات پروسه ده ، کوم معلومات چې په رسنیو کې خپریږي د ټولو خپرو شوو معلوماتو د ریښتینوالي په اړه تل مخکې یا وروسته له نشر څیړنه کوي، نوموړې پروسې په دې اړه څېړنه کړې او په خپله وېب پاڼه یې ددغه ادعا د حقیقت او یا افسانې په اړه لیکلي دي:
ژباړه: «هغه انځور چې د ادعا کولو لپاره کارول کیږي د ۲۰۰۷ میلادي کال وړاندیز شوی ډیزاین دی چې هیڅکله نه و جوړ شوی؛ نوموړې ادعا دروغ ده »
په بل ځای کې یو مشهور او نړیوال ژورنالیست (sxyalicer0se)هم په دې اړه خپل نظر د ټویټر په پاڼه(sxyalicer0se90@)داسې شریک کړی دی : ژباړه: «دا خورا سخته ده. د اپل په دې ډول کړنه سره به ډیرې میرمنې د خپلو ناوړه ملګرو لخوا وژل کیږي.
که چېرته مونږ په پلورنځي کې ډېر وخت تېر کړو یا کېدای شي مونږ د خپلو ملګرو،ټولګیوالو یا د دفتر له همکارانو سره مصروف یا چکر ته لاړ شو زموږ سړي به په موږ د درغلۍ شک وکړي؟ یا موږ چېرې د ځینې محرمو ستونزو په پار په پټه توګه ډاکټر ته لاړ شو ترڅو معاینه یا دارو ترلاسه کړو په دې کار سره به موږ ټول ووژل شو»
زمونږ د څیړنې په بله څنډه کې مو په ډوباوه وېب پاڼه هم په دې اړه ولوستل (Dubawa)ډوباوه وېب پاڼه لیکي:
ژباړه:«ډېرې آنلاین ټوکې او ټکالې په تیرو کلونو کې جدي نیول شوې او دا وړاندیز چې اپل د ” واده ځېرکه حلقه” جوړوي اوس د آنلاین ټوکو او ټکالو په لېست کې اضافه شوې، آنلاین ټوکې او ټکالې کېدای شي مسخره یا ځورونکي وي:هغه د لوستونکي په نظر پورې اړه لري؛ مګر دا په داسې حال کې ده چې ډېرې یې بې ضرره دي، ځینې یې شتون لري چې ستونزې یې رامنځته کړې. د مثال په توګه، د ۲۰۱۶ میلادي کال را په دې خوا د ګوګل ‘جی میل مایک ډراپ’ ټوکه د کاروونکو لخوا د دوی د کارونو او سوداګرۍ ګډوډولو له امله په سختو ټکو سره وغندل شوه.
ډووابه (www.dubawa.org.com )زیاتوي:
ژباړه:«په دې اړه مو د اپل کمپنۍ د کارکوونکو نظر واخیست دوی زیاته کړه “ دا ادعا غلطه ده او یوازې یوه ‘ټوکه’ ده. برسیره پردې، موندنې ښیي! چې ادعا شوې (iRing)تکنالوژي یوازې د یانکو ډیزاین لخوا په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د یوې خپرونې څخه اخیستل شوې، په وړاندیز شوي تخنیکي حلقه (iRings) کې چې د آی فون کارکوونکو ته اجازه ورکوي تر څو د نوموړې حلقې په مرسته د خپل ټلیفون غږ (volume) کم او زیات ،د هندارې رڼا کمه او زیاته او په داسې نورو برخو کې نوموړې حلقه مرستندویه استعمال کړي.
تکنالوژي یو ټرانسفارمر او په دوامداره توګه یو انتقالي منشور دئ چې تل وده کوي. په دې توګه، هیڅ ډول اختراع ناشونې نه ښکاري، مهمه نده چې دا څومره مسخره ښکاري. شاید همدا لامل دی چې د ادعا شوې اپل نوې اختراع په اړه ادعاګانې راپورته کیږي.
ددې ادعا په اړه هېڅ ډول تائید او ریښتینی خپور شوی خبر شتون نه لري دا اوازې د ټویټر اکاونټ @SaycheeseDTGL له لوري د یوې ټوکې او مسخرې په بڼه خپرې او تر ډېرو معتبرو او نړیوالو ورځ پاڼو ورسېدې

دا هم ولولئ:   زاکربرګ: د مېټا ټولو خدمتونو ته مصنوعي ځیرکتیا ور زیاتېږي

مګر دا افسانه ده.
مګر دا افسانه ده.
خو افسانه ده.
دا ادعا غلطه ده.

په دې اړه په انټرنټ کې هیڅ ډول لینک نه و؛ مګر د حقیقت یا افسانې ویب پاڼې یو څه کیندل او د حلقې په اړه یې د ۲۰۱۶ طنزیه مقاله وموندله او د نړۍ په کچه یې تبصېرې رامنځته کړې
پای!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*