آیا Chat GPT شعور لري؟ /قریب آرین

لیکنه: قریب آرین

Chat GPT là gì? Tất tần tật những điều cần biết về Chat GPT

عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀمخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غواړئ کوم انتخاب ولرئ؛ نو دغه کړنېستاسې د شعور پۀ مرسته ترسره کېږي. یا، هغه ذاتي قوه د کومې پۀ پرمټ چې معقولې پرېکړې کېږي؛ شعور بلل کېږي.

پورته تعریفاتو ته پۀ کتو، Chat GPT چې یو مصنوعي او د کاذبې ځیرکتیا درلودونکی چټ بوټ ماشین دی؛ تر اوسه لا د شعور کچې تهندی رسېدلی، یا کۀ ووایم شعور نلري.

تحلیــل:

ــ Chat GPT د مصنوعي ځیرکتیا د مختلفو چټ بوټونو لۀ ډلې یو پرمختللی او شهکار ټېکنالوژیک ماډل دی، چې خپلې ټولې پرېکړې اود ځوابونو وړتیا لۀ ماشین څخه د زده کړو شیانو پر اساس کوي. د چټ بوټ یو پرمختللی ماډل د مختلفو او پېچلو مرحلو وروسته؛ دمصنوعي ځیرکتیا یا مصنوعي پوهې د لرلو کچې ته رسېږي.

ــ د AI ټېکنالوژي درې ستر پړاوونه لري. لومړۍ برخه یې ډېټا ده، چې د ډېټا ساینس یا د ډېټا د علم پۀ نامۀ هم یادېږي او د AI اساسيبرخه ګڼل کېږي، منظمې ډېټا ته د رسېدو لپاره پنځۀ اړین پراسېسونه اجراء کول اړین دي: لومړی یې د ډېټا د اړتیاوو مشخصول یا(REQUIREMENT SPECIFICATION)، دوهم: ډېټا راټولول یا (DATA COLLECTION)، درېیم: ډېټا پاکول یا (DATA CLEANING)، څلورم: د ډېټا تحلیل یا (DATA ANALYSIS)، پنځمه او وروستۍ برخه یې پایله یا (RESULT) ده، چې لۀ دې هربرخې او پراسېس وروسته موږ ته منظمه او د کارېدو وړ ډېټا لاس ته راځي. د AI دوهم ستر پړاو د ماشین زده کړه ده، چې (Machine Learning) هم ورته وایي. ماشین ته زده کړه او ټرېنېنګ، د لومړني پړاو لۀ چمتو شوې منظمې او د کارېدو وړ ډېټا پۀ اساس ورکولکېږي. درېیمه او وروستۍ مرحله، لکه پۀ پوښتنه کې د مصنوعي ځیرکتیا یاد شوی د چټ بوټ ماډل دی، چې ماشین ته د منظمې، ارزښتوړ او قېمتې ورکړل شوې ډېټا پۀ اساس پرېکړې کوي او هر رنګه پوښتنو ته حل کاږي.

دا هم ولولئ:   مازوخېزم يا ځان ځورونه (لومړۍ برخه) / رضاء الله ځار

پـــایـــله:

د مصنوعي ځیرکتیا هر ډول روبوټ او مختلف ماډلونه اصلاً ذاتي شعور نلري او دوی خپلې ټولې پرېکړې د هغې ډېټا؛ چې د دویماشینونو ته ور زده کېږي؛ پۀ اساس کوي. نو ځکه خو یې نوم هم مصنوعي ځیرکتیا ده او لۀ حقیقي هغې سره بشپړ توپیر لري.

د یادونې وړ بولم، چې پۀ یوویشتمه پېړۍ کې د ټېکنالوژۍ د ډګر بې ساري پرمختګونه، د دې لامل شوي؛ چې انساني افکار د مصنوعيځیرکتیا شعوري کېدو ته ور میلان کړي، خو دا ډېره لرې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*