خپل شخصيت څنګه جوړولای شوو؟ / رفيع الله رفېع

ليک: ميترا دانشور / ژباړه: رفيع الله رفېع

نېږدې ټول کسان دا مني او په دې باور دي، چې د يو شخص لپاره باشخصيته اوسېدل ښه صفت دی او تقريباً هر کس غواړي، چې باشخصيته اوسي، مګر د شخصيت د روزنې  داسې کليدي نقطې شته، که انسان يې په ځان کې ولري د غوره احساس ترڅنګ به يې پر نفس باور هم پيدا شي.

که تاسو غواړئ داسې شخصيت ولرئ، نو هغه کسان، چې تاسو مينه ورسره لرئ، ځان ته رامات کړئ په همدې موخه لازمه ده، چې هغه نقطو سره اشنا شئ، چې ستاسو شخصيت جوړولی شي.

په دې ژباړه کې ليکوالې له خپل ځانه پوښتنه کړې؛ کولای شوو، چې خپل شخصيت ته تغير ورکړو؟ ځواب يې حتماً موندلی.

دلته په هغه لاروو بحث کوو، چې له امله يې موږ کولای شوو خپل شخصيت ته تغير ورکړو او په ټولنه کې د يو منلي باشخصيته شخص په توګه وپېژندل شوو.

لومړۍ لاره: د ښه شخصيت د ځانګړتياوو وده.

اول: تل هوښيار او خوشحاله اوسئ.

هڅه وکړئ، چې د نړۍ خوندونه درک کړئ او تل له هغه کسانو سره وخاندئ، چې هوښيار او خوشحاله وي او ستاسو د خندولو هڅه کوي، چې دا کار د ښه شخصيت يوه برخه ده.

دوهم: هڅه وکړئ، چې په سختو شرايطو کې ارامه پاتې شئ.

ډېر داسې کسان شته، چې فکر کېږي د ښه شخصيت لروونکي دي، مګر کله چې دوی په یو ستونزمن حالت کې وي ، دوی خورا بل ډول ښکاري او خپل ښه خصوصیات له لاسه ورکوي، تاسو داسې مه اوسئ، که څه هم په سختو شرايطو کې شتون لرئ، هڅه وکړئ، چې ارامه پاتې شئ او فکر وکړئ، چې په داسې حالاتو کې ستاسو د لاسه څه کېږي؟ د مثال په ډول کله مو، چې موټر په لاره کې خراب شوو او د کار دفتر ته مو ناوخته شوه، په داسې حالاتو کې په چيغو او شور ماشور پيل مه کوئ، ځکه، چې په دې کار سره نه شئ کولای، چې مشکل حل کړئ، په داسې حالاتو کې مو فکر سم کړئ او  ارام پاتې شئ او په هغه لارو چارو کار وکړئ، چې څنګه کولای شئ، چې رامنځته شوی مشکل حل کړئ.

دا هم ولولئ:   د عادت جوړونې راز

درېم: ذهن مو خلاص وساتئ

د ښه شخصيت لرلو يوه برخه د خپل فکر د تغير سره موافق اوسېدل دي، نورو ته غوږ ونيسئ او همېشه د خپل فکر او ذهنيت تغير ته اماده و اوسئ، يوازې په دې دليل، چې نور تاسو سره په توپير عمل کوي پر وړاندې مخکې والی مه کوئ، خلاص ذهن تاسو سره مرسته کوي، چې ډېر نوي ملګري پيدا کړئ او ښکلی ژوند ولرئ، ضرور نه ده، چې د نړۍ ټول خلک له تاسو سره همغږي وي.

څلورم: عاجز اوسئ

تاسو کولای شئ، چې د نړۍ ډېر هوښيار او ځانکړی شخص و اوسئ اما که عاجزي ونه لرئ، ممکن ښه شخصيت ونه لرئ، تل عدالت مراعت کړئ، هېڅوک ځان خوښوونکی شخص نه خوښوي.

دوهمه لاره: نورو ته اهميت ورکول.

اول: له نورو سره مينه کول زده کړئ

داسې ډېر کسان شته، چې ښه شخصيت نه لري، ځکه، چې دوی يو بل ته بخښنه نه کوي، زړه يې له نفرت څخه ډک وي او تل په غوصه وي، تاسو هڅه وکړئ، چې له ټولو خلکو سره مينه وکړئ، ترڅو په ټولنه کې باشخصيته پاتې شئ.

دوهم: پوښتنه وکړئ

ثابت پاتې کېدل نورو ته د اهميت ورکولو مهمه برخه ده او دا کار تاسو په غوره شخص بدلوي، کوشش وکړئ، چې پوه شئ، چې نور له کومو شيانو سره مينه لري او کوم شيان ورته ارزښت لري، چې په دې کار سره تاسو خپله ډېر شيان زده کوئ او هغوی ته د ارزښت احساس ورکوئ.

درېم: رښتيني اوسئ

له هغه کسانو سره، چې تاسو ته نېږدې دي خيانت مه کوئ، رښتيني اوسئ او کوم کسان، چې تاسو خوښوي او ستاسو ډېره ډېره ستاينه کوي، کوشش وکړئ، چې په سختيو کې له هغه کسانو سره پاتې شئ، چې مينه درسره لري، ستاسو په ژوند کې با وفاداره خلک په سختو شرايطو کې ستاسو په خوا کې په رحتۍ سره تېرېږي.

دا هم ولولئ:   څنګه ښه ويناوال شو؟ د کم جرئتئ مهم لاملونه_سردار محمد سمسور

څلورم: د ملاتړ او لارښوونې وړانديز وکړئ

د مثال په ډول داسې فکر مه کوئ، چې هغوی په هر څه پوهیږي، د ضرورت په وخت کې همېشه نورو ته د مرستې وړانديز وکړئ، دا کار په اسانې سره کولای شي، چې ستاسو ملګري سره په نوي کور کې د سامان الاتو ځاي پر ځای کولو په برخه کې مرسته وکړي يا تر دې لا ډېر کېدای شي د ژوند رهنما يې و اوسي، هر څه مو چې له لاسه کېږي ترسره يې کړئ مګر هغوی يوې ځانګړې لارې ته مه رهنمايي کوئ او د خلکو فکرونو او تصميمونو ته احترام وکړئ.

درېمه لاره: خپل شخصيت کې مو پر ځان باور رامنځ ته کړئ.

اول: د ځان او نورو په اړه مثبت اوسئ

ستاسو فکرونه ژر ژر په الفاظو بدلېږي او دا لفاظ ستاسو چلند ته تغير ورکوي، ښه فکر مو په ځان باورمند کوي او پر ځان باور د ښه شخصيت مهم عنصر دی، کله، چې مو خپل فکر څخه خبر وی په اسانۍ سره کولای شئ، چې خپل مسير ته تغير ورکړئ.

دوهم: ته په خپله

په ژوند کې مو هره ورځ داسې چانسونه په لاس راځي، چې خپل شخصيت نورو ته وښايو، هڅه مه کوئ، چې د هر چا په شان و اوسئ، ښه شخصيت په دې معنی نه دی، چې له نورو سره مشابهت ولرئ د مثال په ډول که له يو کس يا يوې ډلې سره د خبرو په جريان کې ياست، کوشش مه کوئ، چې بېغير له ښه او بده هر څه چې، هغه يې وايي تاسو ورسره موافق شئ، بلکې خپل نظرونه له دوی سره په درناوي شریک کړئ او په خبرو کې فعال اوسئ، تل خپله اوسه، خلک هڅه کوي، چې د نورو پام ځان ته د خپلې ريښتنولۍ په موخه راواړوي، په دې پوهېدل دومره ستونزمن کار نه دی، چې تاسو پوه شئ، چې يو شخص څومره صادق دی.

دا هم ولولئ:   ژوند په ټولنیزو اړیکو او ملګرو ښایسته کړئ / حکمت الله همت

درېم: د خپل شخصيت مثبتو اړخونو باندې تمرکز وکړئ

ستاسو د شخصیت هغه برخې له لاسه ورکول خورا اسانه دي چې پرمختګ ته اړتیا لري، هڅه وکړئ، چې د دې کار څخه ځان وساتئ، د خپل شخصیت هغه برخو ته پاملرنه وکړئ چې تاسو فکر کوئ نور یې خوښوي او هڅه وکړئ چې هغه برخې نورې هم پياوړې کړئ.

څلورم: د خپل شخصيت هغه برخو اصلاح ته ژمن شئ، چې  نه يې خوښوئ

تاسو ممکن احساس وکړئ چې تاسو د خپل ځان ډیره ستاینه کوئ یا دا چې تاسو به خپل مزاج ډیر ژر له لاسه ورکړئ، ډېره مهمه ده، چې خپل کمزوزي نقاط وپېژنئ، مګر تاسو بايد د هغوی د شتون په خاطر له ځانه نفرت ونه کړئ، هڅه وکړئ، چې خپل د مخته تګ شېوو ته پاملرنه وکړئ، هر وخت که تاسو د غوصې په حالت کې وئ، ځان مو کنټرول کړئ، کوشش وکړئ، چې په بل ډول غبرګون وښايئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*