د هر کار د بریا راز / نصیر فضلي

ویناوال: سونو شرما / ژباړه: نصیر فضلي

زه تل دا پوښتنه کوم چي ایا خلګو کي پوتانسیل(توان) زیات وي؟ نو ځواب ترلاسه کوم چي هو ولي نه!

هر ماشوم نابغه زیږي مګر هیڅکله نابغه نه مري.

هر کله چي یو ماشوم زیږي نو هغه د سپیني ورکي په شان وي، یعنی ټول ماشومان یو ډول زیږي خو کله چي دا ماشومان مري نو یو ډول نه وي. دلیل یې څه دی؟ نن پري خبرې کوو چي انسان کي د پوتانسیل باوجود ولي له هغه غوره شخص نه جوړیږي؟ ښاغلو او اغلو نن زه تاسو ته یوه فارمولا درکوم چي ستاسو سره به ستاسو ژوند کي ډیره مرسته وکړي!

فارمولا ډیره ساده ده په دقت یې وګورئ او درسره نوټ یې کړئ!

غوره والی=پروسیس(عمل کول) +پوتانسیل

او زه په دي باور یم چي پوتانسیل په ټولو خلګو کي یوشان وي کوم څه چي مشکل ده هغه عمل کول دي. یعنی عمل کول په ټوله نړۍ کي ترټولو سخته کړنه ده.

د مثال په وړاندي کولو سره ښه پري پوهیدای شئ!

که چیرته په یو ټولګي کي ښوونکی حسابداري تدریس کوي

او په هغه ټولګي کي ١٤ شاګردان وي او استاد هغه ١٤ شاګردانو ته ووایې چي ماښام کور ته تګ سره به کورنۍ دنده ترسره کوئ او یو ساعت به تمرین کوئ!

نو زه له تاسو پوښتنه کوم چي ایا دغه ١٤ شاګردان ټول تمرین کولای شي؟ نو تاسو وایاست چي هو ولي نه خو ایا هغه ټول شاګردان تمرین کوي؟ دلته مشکل پیداکیږي. هر استاد ته دا معلومه وي چي دا ټول شاګردان غوره کیدای شي خو دا هم ورته معلومه وي چي ټول هیڅکله نه غوره کیږي. او دلیل یې عمل نه کول دي!

دا هم ولولئ:   کاري وخت مو اداره کړئ | ګلاب بهار

کولای یې ټول شي خو ټول یې هیڅکله نه کوي!!!

٩٩ % په دي ډول یو کار پریږدي کله چي دوه شیانو سره مخامخ شي لومړی درد دوهم د درد احساس یا مشکل

ښاغلو او اغلو هر کله چي تاسو په ژوند کي څه درد یا مشکل احساس کړ نو دا دعمل کولو نښه ده، دا د پریښودو سیګنال نه ده نو هر کله چي مو درد محسوس کړ نو پوه شئ چي په سمه روان یاست!

په پوهیدو سره په دي دنیا کي هیڅ هم نه کیږي!!!

د سیګرېټ څکول صحت ته زیان لري هر شخص پوهیږي خو بیا هم څکول کوي نو په پوهیدو څه وشول هیڅ نه عمل مهم دی.

کله چي سچین ټنډولکر په لومړي ځل د ١٢ یا ١٣ کالو په عمر کرکيټ ته راغی نو عادی او نارمل هلک وو د نورو په شان، ټنډولکر تل عمل کاوه کله به چي ورته وویل شول چي سهار په ٤ بجي به په میدان کي یې نو حاضر به وو کله چي به ورته وویل شول چي دا ستا غذایې رژیم دی نو تعقیب به وو خو ډیری خلګ خپل کارونه ځنډوي او سکیپ کوي یې ځکه عمل کول هر وخت سخت وي

٩٩% خلک کار شروع کوي خو ١ %یې تکمیلوي.

نو له نن نه وروسته ځانته دا وصول وټاکئ چي هر کار مي شروع کړ نو پای ته به یې رسوم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*