د عادت جوړونې راز

لیکنه:ځار

هغه کړنې چې مونږ یې په کمه موده کې زیات ځلې ترسره کوو، عادت بلل کېږي.
زمونږ راتلونکی هغه څه جوړوي، چې مونږ یې اوس ترسره کوو او اوس چې څه کوو دا ټول زمونږ د عادتونو پایله ده.
عادتونه تل مثبت یا منفي وي، چې په ژوند کې خورا مهم بلل کېږي، مثبت عادتونه په ټولنه کې منل شوي  واقعیتونه دي او منفي عادتونه نفع دي.
مثبت عادتونه په سختۍ خپلېږي، ټول عمر ګټه لري; برعکس منفي عادتونه په اسانۍ خپلېږي، خو بیا ټول عمر سرګرداني لري او خلاصی ترې په سخته وي.
عادتونه اتومي خاصیت لري، خورا کوچني کوچني عادتونه لوی کارونه کوي، که د ورځې یو مخ ولولو، راتلونکي کې به خپله هڅول کېږو، چې لږ زیات ولولو.
هر کله چې په خپلو کړنو کې یو نوی عادت ور اضافه کوو، نو دغه وخت کې ذهن لږ په سختۍ سره نوی عادت اخلي او ستاسې په ذهن کې ورته یوه ځانګړې برخه ټاکي، ځکه چې ستاسې ذهن ورته عمل سره ډېر مخ شوی نه وي، نو په لومړیو کې دا پروسه لږ څه مشکله وي او زیات تمرین ته اړتیا لري، خو د وخت په تېرېدو سره ورسره وجود عادي کېږي او عادت رامنځته کېږي.
دلته تاسې پورې اړه لري چې ځانته ښه عادتونه خوښوئ که منفي.
هر کله چې غواړئ یو ښه عادت ځان سره مل کړئ، عات ځانته ساده، ښکلی، خوندور او ګټور معرفي کړئ، د کولو لپاره یې خپله ټوله خواري وکړئ او ثابته یې کړئ.
که غواړئ یو منفي عادت له منځه ویوسي، عادت ځانته ستونزمن، بې خونده، بدرنګ او بې ګټې معرفي کړئ، سخت محدوودیتونه په ځان ولګوئ، د بد عادت په کولو سره ځان جریمه کړئ او د نه کولو یو منظم پلان ورته جوړ کړئ.

دا هم ولولئ:   د ځــان ارزښـــت مــو درک کــړئ!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*