د نړۍ لمړنی مصنوعي سافټویر انجینر / بخت اتل

لیکنه: بخت اتل

یوې امریکايي کمپنۍ د ډېوېن په نوم د نړۍ لمړنی مصنوعي سافټویر انجینر وړاندې کړ، Devin

یوازې یو پروګرام نه دی؛ دا یو بنسټیز Ai ماډل دی چې د سافټویر انجینر په توګه کار کوي، د کوډ کولو، ډیبګ کولو، او حتی د اپلیکشنونو او ویب پاڼو جوړولو توان لري. ، ډیوین د سافټویر ډیولپمېنټ یا پراختیا کې د Ai د ښه رول  استازیتوب کوي. دا د انسانانو تر څنګ د کار کولو لپاره ډیزاین شوی، نه د انسانانو پر ځای د ندې کولو لپاره.

ډیوین د تولید وړتیا لوړوي.

د زده کړې او موافقت کولو(adaptation) وړتیاو سره ، ډیویین د سافټویر انجینرۍ په نړۍ کې یو ستر انقلاب او بدلون دی چې د یو داسې راتلوونکي ژمنه کوي چېرته به چې ai یا مصنوعي ځیرکتیا او انسانان یو بل سره نږدې همکاری او مرسته کوی او ګډ کار به کوي.

دا چې ډیوین له ځان سره څه لري دلته به ترې یوه ځغلنده کتنه وکړو:

۱-؛Ai د سافتویر انجینر په حیث: ډیوین د کوډ لیکلو،ټېسټ کولو(آزمایلو) او په مختلفو ژبو کې د ډیولپمینټ کولو وړتیا لري.

۲:د زده کړې او توافق وړتیا: دا له هرې پروژې زده کړه کوي چې ددې پواسطه خپلې وړتیاوې او موثریت زیاتوي، لکه څنګه چې انسانان د زده کړې وړتیا لري، ډیوین به یې هم لری.

۳:د انسانانو سره همکاري: ددې لپاره ډیزاین شوی چې له انسانانو سره مرسته وکړي نه د انسانانو پر ځای، تر څو د یو سافتویر ټیم ظرفیت نور هم لوړ کړي.

۴:د حقیقي نړۍ کاریالونه: د ویب پاڼې له جوړولو تر اپلیکشن جوړولو او د سافټویرونو تر تېسټ کولو پورې؛ ډیوین به خپل پوتانشیل په پروژو کې وښیي.

دا هم ولولئ:   ټولینزې رسنۍ ،اړتيا که ساعت تیري؟ / جاوید کریمي

دا لنډه پیژندنه یوازې د ډیوین کار او وړتیاوې نه ښیي بلکې د سافتویر انجینري نړۍ په راتلوونکي د ډیوین په رول هم تاکید کوي چې د انسانانو او مصنوعي ځیرکتیا په ګډه همکارۍ به پدې برخه کې ډېر نوښتونه رامنځته شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*