ایا په تاریخ کې طلایي دوره هم تېره شوې ده؟ / منتشر شاهي

لیکوال: ډاکټر مبارک علي ژباړه: منتشر شاهي له ډي. ډبلیو اردو راژباړل شوی.    

په لومړي ځل یوناني شاعر هيسیوډ (Hesiod) د طلایي دورې تصور وړاندې کړی. سرو زرو ته یې ورته باله چې هیڅ‌کله یې زنګ نه وهياو خپل اصلي حالت له لاسه نه ورکوي، خو ایا په تاریخ کې په رښتیا هم کومه طلایي دوره تیره شوې ده کنه؟

د هیسیوډ (۶۵۰۷۵۰م.ز) موخه له طلایي دورې هغه ماضي وه، چې انسان په کې سوکاله او ارامه ژوند درلود. خو تمدن چې څومرهپرمختګ کاوه، په همغه کچه طلایي دوره هم لرې کېده او د انسان په ټولنیز شعور کې یې یواځې خاطرې پاتې شوې. د وخت په تېریدو دطلایي دورې د بېرته راوستلو هیله هم ډیره شوه.

په منځنیو پېړیو کې د اروپا په مسیحي ټولنو کې دا تصور مخ په ډیریدو شو، چې جنت یا باغ عدن په همدې نړۍ کې واقع و؛ خو کله چېادم ع او بي بي حوا ترې ووتل نو لادرک شو. امریکایي څیړونکي او لیکوال، مارګریټ ټامسن په خپل کتاب، د جنت تاریخ (History of Paradise) کې د هغو هڅو یادونه کړې چې د جنت د موندلو لپاره ترسره شوي. د نقشو په مرسته ورک جنت کله په منځني ختیځ، کله پهافریقا او کله هم په سویلي امریکا کې ولټول شو، خو په موندلو یې بریالي نه شول.

ايټالوي مارکوپولو د چین پر لار د حسن الصباح د مفروضه جنت د کنډوالو یادونه کړې چې د نوموړې مفروضې پر بنسټ په ۱۹۲۶ز کېعبدلحلیم شرر خپل ناول «فردوس برین» ولیکه. له دې معلومېږي چې انسان د هغه طلایي دورې او جنت ګوړې په زړه ماتوي چې ارام اوله جنګ جګړو لرې ژوند په کې ولري.

د طلایي دورې ارمان هغه مهال ډير زور واخیست چې کله اسیایي او افریقایي هېوادونه د اروپایي استعمار ښکار شول. اروپايي ملکودوي غیرمهذب وګڼل. دوي په جګړو لاس پورې کړ، په جګړو کې یې ماتې وخوړې او په دې توګه یې په ځان باور له منځه ولاړ او د کمترۍ داحساس ښکار شول؛ نو د ازادۍ د مبارزو د دوام لپاره یې یوې داسې نظریې ته اړتیا درلوده چې د دوي د کمترۍ احساس له منځهیوسي او همتونه یې لوړ کړي.

دا هم ولولئ:   ریاضي څنګه تدریس کړو؟ / عبدالغفار فضلي

په همدې سبب یې په ویاړلي ماضي کې د طلایي دورې لټه پیل کړه. د مثال په توګه په هندوستان کې اریا سماج، هندومهاسبه او هندتواپه خپل تاریخ کې د ویدونو دوره طلایي وبلله. ګاندي جي د رام پاچاهي د طلایي دورې په توګه وړاندې کړه. افراطي هندو مورخینو د خپلتاریخ په تشکیل کې له مبالغو کار واخیست او په دې توګه یې د تاریخ لیکلو له بنیادي اصولو مخ واړوه. مثلاً دوي دعوه کوي چې ریګ‌وید دجیالوجي په ابتدایي زمانه کې لیکل شوی، له «اڑن کھٹولے» د الوتکې برداشت کوي او ددې دعوه هم کوي چې «گنیش دیوتا» ته د فیلخرطوم د پلاستیک سرجرۍ په پایله کې لګول شوی و.

په سیاست کې د طلایي دورو په منځ ته راوړلو سره په خواصو او عامو خلکو کې ملي احساس پیدا او راپارول کیږي. مسلمانان هم پهخپل تاریخ کې ځینې دورې طلایي بولي؛ لومړنۍ طلایي دوره د خلفای راشیدونو هغه ده چې بې جوړې بلل کیږي، دویمه هغه د عباسیانودوره ده چې د مسلمانانو له فتوحاتو او علمي لاسته راوړنو ډکه ده؛ دریم په هندوستان کې د مغلو دوره ګڼي چې ۱۰۰۰ کاله یې په هندوانوحکومت کړی او څلورم هغه یې عثماني خلافت دی چې له لومړۍ نړیوالي جګړې وروسته له منځه ولاړ.

هر کله چې په یو ملت کې د طلایي دورې د پیدا کولو هڅې پیل شي، ورسره جوخت له ماضي څخه حال ته د هغه د راوړلو لپاره د احیاء(بیاراژوندی کولو)غورځنګ هم سر پورته کوي؛ تر څو ویاړلې ماضي او طلایي دوره بیا راولي او له لاسه تللی برم ترلاسه شي. د احیاءغورځنګ په سبب ټولنه د راتلونکې پر ځای د ماضي په تیرو کې ورکیږي.

دا هم ولولئ:   ګېم تیوري، د زندانیانو معما او په اقتصاد کې یې استعمال / قیام صدیقي

مسلمانانو ته د شبلي نعماني مشوره دا وه، چې د هغوي پرمختګ په شاته تګ کې نغښتې؛ دومره شا ته ولاړ شئ تر څو د ماضي طلایيدورې ته ورسیږئ. دا چې د احیاء غورځنګ د ماضي خیالات، افکار او روایات بشپړ او جامع بولي نو په همدې سبب په هغه کې نویوافکارو ته ځای نه پاتې کیږي. په دې نظریه کې، تاریخ د یو څرخ په بڼه تاویږي او خپل ځان تکراروي؛ په داسې حال کې چې د ترقۍ پهنظریه کې تاریخ سیده یعنې په یوې مستقمې کرښې خپل حرکت ته دوام ورکوي.  

د اسیایي هېوادونو سربیره اروپایي هېوادونه هم د ویاړلي ماضي ارمانجن دي. مثلاً یونانیان خپل ویاړلې ماضي د سقراط، اپلاتون،ارسطو او د هغه مهال په نورو ډرامه لیکونکو کې لټوي او هڅه کوي خپل تاریخ ویاړلی وښایي. په ايټاليا کې چې کله موسولیني د واک پرګدۍ کېناست، د لرغوني رومي امپراطورۍ احیاء ته یې مټې رابډ وهلې. يواځې دا نه چې د رومي زمانې تاریخ د قوم پرستۍ له نکته نظرهولیکل شو بلکې هغه د فتوحاتو پوسیله هڅه وکړه چې پخوانی برم یې په عملي توګه بیا راژوندی کړي، خو په ایتوپیا کې یې ماتې وخوړه اوپه ډیرو مشکلاتو یې ایله په لیبیا او سومالیې خپل واک ټینګ کړ. په دې توګه د رومي امپراطورۍ د احیاء خوب پوره نه شو.

په جرمني کې هم مفکرینو او مورخینو د جرمن اریایي نژاد د پخوانیو ځانګړنو د بیا احیاء لپاره د نازي حکومت په وخت کې ډيرې هڅېوکړې. د اریایي نژاد د سپیڅلتیا ساتلو لپاره یې له یهودانو سره په واده او راشه درشې مختلف بندیزونه ولګول او دې موخې ته د رسیدولپاره پریکړه وشوه چې یهودان دې چورلټ له هېواده وشړل شي تر څو جرمني نژاد پاک او یو ځل بیا خپل پخوانی برم او اوصاف ترلاسهکړي

دا هم ولولئ:   د ماتې کړکۍ تیوري / قیام صدیقي

سره له دې چې د طلایي دورو او احیاء غورځنګونه بریالي شوي نه دي خو بیا هم په وروسته پاته ټولنو کې دا ارمان تل ژوندی پاتې ويچې هغوي له خپل موجوده حالاتو ناهیلي دي او یو ځل تیر تاریخ تکرارول غواړي. سیاست‌مداران او چارواکي د خلکو له دې ارمانه غلتهګټه اخلي، خلکو ته وعدې ورکوي چې دوي به یو ځل بیا هغه تیر برم راولي، چې د ټولو ستونزو حل یې دي.

تر څو چې عام خلک د تیر برم له خوبه راویښ نه شئ او د خپل حال د بدلولو لپاره لاس په کار نه شئ، همداسې ډغرې به خوري؛ چارواکياو سیاست‌مداران به پرې خپله دوکانداري کوي.  

د تاریخ مطالعه دا ثابتوي چې تر اوسه په هیڅ دوره کې د طلایي دورو او تېر برم احیاء نه ده شوې او د طلایي دورې تصور یواځې یوخوب پاتې شوی، ځکه چې په تاریخ کې طلایي دوره له سره شته لا نه. دا مورخین او پوهان دي، چې په یوې دوره یې طلایي او په بلېهغې یې وروسته پاتې نومونه ایښي. که په دې واقعیت سر خلاص شي نو دې پایلې ته رسیدلی شو چې طلايي دوره په ماضي کې نهبلکې په راتلونکې کې ده او د جوړولو لپاره یې باید ټولنې قربانۍ ورکړئ او هغه دا چې له زړو او فرسوده روایاتو او ادارو باید ځانونهخلاص کړي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*