د ماتې کړکۍ تیوري / قیام صدیقي

قیام صدیقي

د ماتې کړکۍ تیوري( The Broken Window Theory) د جرم پېژندنې  په ډګر کې یوه مشهوره تیوري ده.

کله چې د یوې ودانۍ ځینې کړکۍ ماتې وي، نو ډیر احتمال شته چې ځینې خلک د تیریدو په وخت کې ډبرې وغورځوي او د ودانۍ نورېکړکۍ هم ماتې کړي، ځکه ممکن خلک فکر وکړي چې دلته د پوښتنې څوک نشته.

  کله چې یو څوک د انتظار په وخت کتار کې نه ودرېږي او بې نظمي کوي، دا نورو ته هم دا اجازه ورکوي چې ورته چلند تکرار کړي.

د «ماتې کړکۍ تیوري»  په ۱۹۸۲ کال کې د جیمز کیف، ویلسن او جورج ایل کلینګ لخوا په یوه مقاله کې وړاندې شوه.

دا تیوري وایي:

تر ټولو لومړی باید د کوچنیو جرمونو او سرغړونو مخه ونیول شي. که چېرې د وړو جرمونو او سرغړونو مخه ونه نیول شي، ډېر ژر به پهلویو  ستونزو واوړي“.

کله چې د نیویارک ښار له شدیدو بې نظمیو او کوڅه ډبو غلو څخه رنځیدو، پولیسو د جرمونو او بې نظمیو د کنټرول لپاره له دې تیورۍڅخه ګټه واخیسته، چې په پوره ډول اغېزمنه واقع شوه.

د بېلګې په توګه:

فرض کړئ چې په یوه ودانۍ کې لږ شمېر کړکۍ ماتې شوي، که دا کړکۍ د اوږدې مودې لپاره همداسې ویجاړي پاتې شي او ونه رغولشي، نو ورانکاري خلک به د نورو کړکیو ماتولو ته لېواله شي او ډېرې نورې کړکۍ به ماتې کړي.  که دا حالت همداسې دوام ومومي، یوڅه وخت وروسته به ودانۍ په بشپړه توګه د ورانکارو لاس ته وغورځي او په کنډواله به بدله شي.

دا هم ولولئ:   ګېم تیوري، د زندانیانو معما او په اقتصاد کې یې استعمال / قیام صدیقي

یا تصور وکړئ!

که چیرې نن یو څه کثافات د سړک په غاړه واچول شي او ددې کار مخې ونه نیول شي، یو څه وخت وروسته به د کثافاتو لوی کڅوړېهلته کیښودل شي او بالاخره به د سړک غاړه په ډېران بدله شوې وي.

د «ماتې کړکۍ تیوري» حل څه دی؟

د حل لاره داسې بیانوي:

کله چې ورانکاري  یوه کړکۍ ماتوي، په چټکۍ سره یې بېرته ورغوئ! هېڅکله یې ویجاړه مه پریږدئ!

البته، کله چې ټول کړکۍ روغې او سالمې وي، تاسې باید هڅه وکړئ چې ورانکاري د ښیښو ماتولو ته پرې نږدئ! او که چا یې نیت درلود،باید ژر تر ژره وپېژندل شي او مجازات شي.

مګر

په هیڅ حالت کې تاسې باید ماتې کړکۍ ماتې پرې نږدئ!

که یو کارمند غیر قانوني عمل وکړي او له ده څخه څوک ددې عمل پوښتنه ونکړي  نو دا د نورو لپاره د ورته کار د تکرارولو جواز صادروي. د بیلګې په ډول یو کارمند سهار ناوخته دفتر ته راځي او د ناوخته راتګ لپاره هیڅ مجازات نه ورکول کېږي. نو لرې نه ده چې د ادارې دټولو کارمندانو ترمنځ به ناوخته راتګ دود شي.

غوره خبره دا ده  کله چې یو څوک زموږ د کاروبار ودانۍ ته ګوري نو هغه ته باید یوه سالمه ودانۍ ښکاره شي او په دې پوه شي چې دلتهپوښتنه کېږي ترڅو د سرغړونې جرأت ونکړي.

په اداره کې موږ د لویو بدلونونو په پرتله کوچنيو بدلونونو ته ډېره اړتیا لرو.

کله چې یو مدیر توضیحاتو ته ښکته کېږي او د کوچنيو شیانو د سمولو هڅه کوي ، هغه واقعاً هڅه کوي د خپل سازمان لپاره سالم کلتوررامینځته کړي. مدیر کوچني بدلونونه رامینځته کوي، کوچنۍ ستونزې کنټرولوي او پر وړاندې یې ولاړ دی او  نورو ته دا ژمنه ورکوي چېدوی په یوه پیاوړې اداره کې کار کوي.

دا هم ولولئ:   له ژونده مې دا زده کړل _محمد ابراهيم رحیل

کله چې د یوې ودانۍ ماتې کړکۍ په چټکۍ سره رغول کېږي، دوی خلکو  ته دا پیغام ورکوي چې دا ځای د یو چا لپاره مهم دی. څوکشته چې ددې ودانۍ د خرابیدو پر وړاندې ودرېږي، سمونې کوي او ګډوډي نه شي زغملي.

یو مدیر چې کوچنۍ مسئلې نشي حل کولی نو  د لویو ستونزو  دحل کولو توان هم نلري.  برعکس، یو مدیر  چې کوچنۍ سرغړونې دجدي جرمونو په توګه تعریفوي د لویو ستونزو د رامنځته کیدو مخه نیسي.

د ماتې کړکۍ تیوري نه یوازې په ښاري مدیریت کې، بلکې د ټولو خصوصي، عامه، انتفاعي، غیر انتفاعي او حتا شخصي ژوند پهمدیریت کې اغېزمنه ده.

که تاسې په خپل مېز  د یو بې کاره کاغذ یوه ټوټه وساتئ، په درې میاشتو کې به ستاسې مېز د بې کاره کاغذونو په کثافت دانۍ بدلشوی وي.

که ستاسو د موټر یوه پرزه خرابه شي  او تاسې یې په وخت ترمیم نه کړئ، کال دوه کاله وروسته به مو موټر  کباړ وي.

د یو سازمان په اداره کولو کې تاسې باید تل د «ماتې کړکۍ» تیوري وکاروئ.

که نن ستاسې په ګودام کې دوه توکي په خپل ټاکل شوي ځای نه دې ایښودل شوي، نو داسې ورځ به راشي چې دا ګډوډي به ستاسېګودام فلج کړي.

که نن ورځ مو له خپل دوکان یا کاروبار څخه  دوه زره افغانۍ بې دلیله واخیستلې، داسې ورځ به راشي چې د څو سوه زریز او یا څومیلیوني کسر سره به مخ شئ.

دا هم ولولئ:   موږ د خپلو خلکو لپاره څه کولای شوو؟_خیرالله هوتک

که تاسې په دې ورځو کې لس دقیقې ناوخته کړئ، داسې ورځ به راشي چې ستاسو سیسټم به په بشپړ ډول غیر منظم او پاشل شویوي.

که تاسې خپل مالي حسابونه په سمه توګه ثبت نه کړئ، داسې ورځ به راشي چې تاسو به د خپلې سوداګرۍ مالي مدیریت ونلرئ.

د «ماتې کړکۍ» د تیورۍ له مخې هره ګډوډي او نامطلوبه عمل چې ترسره کېږي باید ژر تر ژره یې مخه ونیول شي  ترڅو د هغې پهبدلولو کې لږه انرژي مصرف شي او هم به د همدې نامطلوبه عمل د بیا ترسره کولو جرأت څوک ونکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*