ستاسو په اړه د نورو قضاوتونه/ فرید قربان

لیکنه: فرید قربان

انسان د ټولنیز موجود په توګه په ژوند کې د شته د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، معیارونو او اصولو تابع او تر تاثیر لاندې وي. دا چې په ټولهکې ټولنیز مسایل نسبي دي، نو د انسان د ښه والي او بدوالي قاطع خبره هم نشي کیدای او ویلی شو چې کاملاً نه څوک ښه دی او نههم بد.

همدا زه او ته ممکن په ځېنو برخو کې بد واوسو او کیدای شي په ډېرو نورو مسایلو کې نور په غلطه روان وي. څنګه چې ټول انساناننظر چلندونو او کړنو ته یو تر بله فرق لري، همداسې مو یو د بل په اړه قضاوتونه هم سل په سلو کې نه ټول سم دی او نه هم چورلټ ناسم.

د روانپوهانو له نظره ځان پېژندنه ګران یا آن ډېر کله نا ممکن کار دی. کله چې موږ په کامله مانا خپل ځان نشو پېژندلی، څنګه ممکنه دهچې بل دې سم وپېژنو؟

ددې ټولو خبرو په رڼا کې ویلی شو چې ستاسو په اړه د نورو نېوکې، غندنې او په ټوله کې قضاوتونه په پټو سترګو منل نه دي پکار، بلکېپه اړه یې یو ځل غور کول ضروري بویه. زیات شمېر کسان لدې وجې ځینې کارونه نه ترسره کوي او یا له خپلو روانو فعالیتونو مایوسه،زړه توري او را ګرځي چې ګواکې د نورو له نیوکو سره مخ نشي، آن یو شمېر یې لا ممکن په تېرو کړنو هم بېځایه د پښېمانۍ اوښکېتویې کړي. زموږ غوندې په یوه ټولنه کې چې تر نیمایي ډېر خلک یې رواني ناروغان دي، څنګه منل کیدای شي چې یو د بل په اړه شوېنیوکې یا قضاوتونه به د عقدې، نیت کمۍ، ناسمو سیالیو اوپر بنسټ نه وي؟ په کتابونو کې ډیری وختونه لولو چې ښه او بریالي کساند نورو نیوکې په ورین تندي مني، خو فکر کوم لا بریالي او ستر خلک به هغوی وي چې له منلو وړاندې د نورو انتقادونو ته اقلاً یو ځل پهانتقادي نظر وګوري. موږ باید په ځېنو مواردو کې ومنو چې: ”هر کس د خپل اعتقادي نظام سره سم او مناسب باورونه لري. نو هغهفکرونه چې بل یې ستاسو په اړه لري، اصلاً ستاسو په اړه نه دي، بلکې د هغه شخص د خپل ځان په اړه دي

دا هم ولولئ:   له ملي ټلوېزيون سره د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د مرکې مهم ټکي

د نورو په اړه د نا سمو نیوکو او قضاوتونو یو لامل همدا دی چې یو څوک د خپلو باطني ناوړه فکرونو او خویونو له زوایې نورو ته همورګوري. دلته قضاوت کونکی د هغو نیمګړتیاوو اظهار کوي چې اصلاً یې دی خپله لري، نه نور.

بس نو هغه د شاعر خبره:

د خپل غلط قیاس عکسونه په جهان کې وینو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*