زاکربرګ: د مېټا ټولو خدمتونو ته مصنوعي ځیرکتیا ور زیاتېږي

شبانه دوران

د مېټا شرکت رئیس مارک زاکربرګ وایي د دې شرکت ټولو خدماتو ته د مصنوعي ځیرکتیا پر ور زیاتولو کار روان دی. نوموړي داڅرګندونې له خپلو همکارانو سره په یوه ناسته کې کړي او ویلي یې دي هڅه کوي چې د فېسبوک، انسټاګرام او وټس اپ په شمولو ټولوبرخو ته مصنوعي ځيرکتیا ور زیاته کړي.

د معلوماتو له مخې اوسمهال پر انسټاګرام کار روان دی او له دې بدلون وروسته به د ددې ټولنیزې شبکې کاروونکي وکړی شي دمشخصې کړنلارې پر اساس، لږ وخت کې د خپلې خوښې ویډیو، متن، موسیقي او انځورونه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ايډیت اوخپاره کړي.

مصنوعي ځيرکتیا که څه هم له دې مخکې په نورو اپلېکشنونو کې کارېدلی، خو دا به لومړی ځل وي چې ټولنیزو شبکو ته یې د استعماللاسرسی وزریاتېږي.

دا هم ولولئ:   د شین چای روغتیايي ګټې  

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*