د مارچ اتمه: د استبداد په لومه کې د نښتو مړوندونو د لاسنیوي وروستۍ هیله/ ثریا سلیمي

لیکواله: ثریا سلیمي

نړۍ یو وار بیا په داسې حال کې د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ لمانځي، چې افغان مېرمنې پرلپسې دوهم کال په خپل هېواد کې د مستبدو واکمنو له ښځینه ځپونکو پالیسیو او سیاستونو سرهپه پوره مېړانه د شته ننګونو پر وړاندې مبارزه کوي.

د ښځو نړیواله ورځ مو مبارک شه

دا ورځ د افغان میرمنو لپاره، د هغو ننګونو، ظلم او زور زیاتي پر وړاندې د مقاومت د پرچم په مثال ده، چې دوی د واکمن دکتاتور نظام له خوا ورسره مخ دي.

له نن څخه شاوخوا دوه کاله وړاندې، د اګسټ پنځلسمه د افغانستان جمهوري نظام له نسکورېدو او پر دغه هېواد د طالبانو بیا واکمنېدو، د دغې خاورې پر ټولو رنګینیو او تېرو شل کلنو لاسته راوړنو د استبداد تور څادر خپور کړ. د دغه تیاره بدلون په لړ کې د پرمختګ سلګونه مشالونه تر خاورو لاندې شول، زرګونه نور یې زندانونو ته واچول شول او سلګونه زره انسانان د خپلو سرونو د خوندیتوب په موخه له خپلې خاورې څخه تېښتې ته اړ شول.

د دې هر څه سربېره هغه ستره قرباني چې په ظاهره يې چا تر دې دمه د ناوړو پایلو اټکل لا نه دی کړی، له ټولنې څخه په سیسټماتیکه بڼه د افغان مېرمنو محدودول وو، چې بدبختانه دغه چاره لا هم په خورا سپین سترګۍ سره روانه ده.

اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، افغان ښځې د خپلو اساسي حقونو او آزادیو پر وړاندې له خورا سختو او نه جبرانېدونکو محدودیتونو سره مخ دي. د ښځو ژوند د یو شمېر لرغونو سلیقوي او ظالمانه تعبرونو او ناسمو دودیزو کلتورونو پر اساس په غیر انساني بڼه ځپل کیږي او له زده کړو نیولې بیا د دوی د کار، روغتیایی خدمتونو او ټولنیزو فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

دا هم ولولئ:   يو څوک څرنګه هېر کړو؟/اجمل جنت

زده کړه، چې د بشریت له بنسټیزو حقونو څخه ګڼل کیږي او اسلام مبارک دین یې هم پر تر لاسه کولو ټینګار کړی، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو لپاره د جګړې پر ډګر بدله شوې موضوع ده.

نن ورځ، سره له دې چې په نړیواله کچه له افغان ښځو سره د برابرچلند ژمنې شوي، خو عملآ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې زده کړو ته د نجونو لاسرسي صفر ته راټیټ شوی او ښځې دې اړ شوې چې نور په دغه جغرافیه کې د ښه راتلونکي هیله یو تش خیال ومني.

سربېره پر دې، د طالبانو په واکمنۍ کې په عامه ژوند کې د افغان ښځو ونډه په جدي توګه کمه شوې ده. ښځې په لویه کچه د تصمیم نیولو له بهیر څخه بې برخې دي، د دوی غږ خاموشه شوي او د دوی لیدلوری په بشپړ ډول له پامه غورځول شوی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې د پراخ جنسیتي تبعض پر بنسټ له تاوتریخوالی سره مخ دي او دغه سیستماتیک تبعیض ورځ تر بلې د یوه نه اټکلېدونکې ناورین خوا ته روان دی.

ښځې او نجونې له کوم هیله بښونکې امید پرته د فزیکي او رواني زیان له دوامداره ګواښ سره مخ دي. مخ پر وده اجباري ودونه، ناموسي وژنې، او د ښځو پر وړاندې د روانو وحشتونو وروستي راپورونه د دغه مظلوم قشر د زوال ښکاره بېلګې دي.

د سپیڅلي بغاوت، مقاومت او پرمختګ څرکونه

تاریخ ثابتوي، چې د لسیزو جګړو، ظلم او تبعیض په لړ کې افغان میرمنې، په سیستماتیک ډول د ښکېلو اړخونو له خوا د اصلي قربانيانو په توګه ځپل شوې، خو دوی له هرځل پرځېدو وروسته په پوره مېړانه او تر پخوا په ځواکمنه بڼه راپورته شوي او د خپلې سپېڅلې مبارزې په دوام یې د ژوند په بیلابیلو برخو کې پام وړ پرمختګ کړی دی.

دا هم ولولئ:   ‏‎د لومړنۍ ښځینه جریدې «ارشاد النسوان» بنسټګره څوک وه؟

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبان له بیا واکمنېدو سرهد ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو، کار او زده کړو جدي محدودیتونه وضع شول، خو د وطن ملاله نجونو د تل په څېر دا چاره د اسلام مبارک د اصولو او خپلو شرعي حقونو خلاف او سلیقوي ګام وباله او په پوره مېړانه یې پر وړاندې سخت غبرګون وښود.

افغان ښځې نه یوازې دا، چې د خیالي شریعت پر اساس د دوی په حق کې د کېدونکې استبداد او زیاتي پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشوې، بلکې په عملي بڼه یې کور په کور د خپلو خوېندو د لاسنیوي په موخه وړیا ښوونیز فرصتونه ایجاد کړل او د انلاین زده کړو تر څنګ یې د انلاین سوداګرۍ او رسنیزو فعالیتونو له لارې په لا ځواکمن انداز خپل مهارتونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.

په هرصورت، له یادو پرمختګونو سره سره لا هم د افغان مېرمنو پر وړاندې خورا زیاتې ننګونې او د هوارۍ له پاره یې اوږد مزل پاتې دی.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت نه یوازې دا چې د افغان ښځو لاسته راوړنې ولمانځل شي، بلکې د برابرۍ او عدالت لپاره د دوی د روانې مبارزې د ملاتړ لپاره له ځانه سره ژمنه وشي.

افغان میرمنې د جنسیت پر بنسټ له شدید تاوتریخوالی، روغتیایی خدمتونو ته د محدود لاسرسي، او ناسمو کلتوري روایتونو له امله له غیر منصفانه محدودیتونو او خنډونو سره مخ دي.

دا اړینه ده چې د افغان میرمنو غږ پیاوړی شي، د دوی اړتیاو او اندیښنو ته غوږ ونیول شي او د ټولو لپاره د یوې پراخې او عادلانه ټولنې د جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.

دا هم ولولئ:   ذهن او وېره / فريد ستانکزی

نړۍ به هغه مهال په رښتینې بڼه د مارچ اتمې یا د ښځو په ویاړ د ټاکلې نړیوالې ورځې اعزاز پر ځای کړی وي، چې په افغانستان کې د شته ننګونو پر وړاندې د دغه مظلوم ولس تر څنګ ودریږي. د آزادۍ، مساوات او عدالت لپاره د دوی د مبارزې ملاتړ وکړي. طالبان د خپلو اعمالو حساب ورکولو او له جنسیت پرته د ټولو افغانانو حقونو او کرامت ته د درناوي اصل ته رامات کړي.

راځئ د دغې سترې ورځې په ویاړ، یو وار بیا د جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو اصولو ته خپله ژمنتیا ثابته کړو، او د حماسو پر ټاټوبې د روان جبر او  استبداد پر وړاندې یو وار بیا اوږه په اوږه د ملالې میوندۍ او نازو انا تاریخ را ژوندی کړو.

مونږ کولای شو په ګډه او د یوه نه ماتېدونکې پیوستون له لارې رښتیني بدلون ته لاره هواره کړو او د ټولو افغان میرمنو لپاره روښانه راتلونکی زمینه برابره کړو.

په پای کې د ښځو نړیواله ورځ د افغانستان ټولو هغو زړورو او با احساسه ښځو ته مبارک شه، چې په پوره مېړانه لا هم د خپلو ازادیو او مساوات له پاره خپلې سپېڅلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د ښځو نړیواله ورځ مو مبارک شه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*