په نوی نړیوال نظم کې د افغانستان موقف او اهمیت / روین پوپل

لیکنه: روین پوپل

په خواشینې سره د نوی نړیوال نظام په ارتباط د افغانستان اهمیت د افغان سیاسیونو له پامه غورځول شوې، په دغه مقاله کې غواړم دنوی نړیوال نظام جیوستراتیژۍ او په دغه جیوستراتیژۍ کې د افغانستان رول همدارنګه د سیمه ییزو جغرافیوي سیسټمونو د امنیت پهتړاو د یاد هېواد په اهمیت رڼا واچوم.

افغانستان د خپل لوی جیوپولیټکي موقعیت له مخې تل د نړۍ د سترو قدرتونو په پام کې د تقابل ډګر پاتې شوې، دلته د سیاسي تحولاتورامنځته کیدل د آسیا په زړه کې د دې هیواد (جیو پولیټیک او جیوستراتیژیک) موقعیت ډیر حساس او اغیزناک دی. هند لوې وچی ته درسیدو، په سړه جګړه کې د ختیځ او لویدیځ دوو ایډیالوژیکو بلاکونو ترمنځ د مقابلې د لومړۍ کرښې په محور ګرځیدل او دا مهال دتروریزم او بنسټپالنې او نورو (جیوستراتیژیکو او جیوپولیټیکي) نورو ملحوظاتو سره د مبارزې په مرکز بدل شوې. د امریکا متحده ایالاتوپه نوی جیوستراتیژی کې افغانستان د (لوی منځني ختیځ) برخه گرځول یاد هیواد له ځانګړي موقعیت او ارزښت څخه برخوردار کړئ.

د شوروری له ماتی او سړې جګړې وروسته افغانستان د امریکایي سیاستوالو له خوا په حاشیه کې وغورځول شو خو په سیمه کې دایران، چین او روسیه دریځ او د سپټمبر يوولسمې تروريستي پېښه يو ځل بيا افغانستان د امريکایي ستراتيژستانو د پام وړ وګرځاوه. هغه څه چې مهم برېښي دا دي چې له ترهګرۍ او بنسټپالنې سره 20 کاله د مبارزې په څېر مسايلو ته په کتو چې په افغانستان کې دامريکا او نړيوالې ټولنې د حضور تر ټولو مهم لاملونه وو/دي نور کوم لاملونه دي چې امريکا متحده ايالات لېوالتيا لري افغانستان کې خپلاوږد مهاله استراتیژي تعقیب کړي؟

دا هم ولولئ:   ریاضي څنګه زده کړو؟ / عبدالغفار فضلي

د (لوی منځني ختیځ) په جیوستراتیژي کې د افغانستان یوځاې کول کیدای شي افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیکو ګټو د اسرارو دحل لپاره یو بل کلیدي ګام وي. د نړیوال نظم سیستم د کنټرول او اداره کولو لپاره هر اهمه سیمه نړۍ په (جیوپولیټیک او جیوستراتیژیکو) برخو ویشي. لکه څنګه چې د سړې جګړې په جریان کې ولیدل شو، نړۍ په دوو جیوستراتیژیکو سیمو بری او بحری یا ختیځ او لویدیځبلاکونو ویشل شوی وو. خو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره امریکا له هغه وخته یواځینی زبرځواک هیواد پاتې شوېچې لیوالتیا لري نړۍ تر خپل هژموني ځواک لاندې رهبري کړي. د خپل هژمون ساتلو، دوام او وده ورکولو لپاره دې ته اړتیا لري چېامریکا د سړې جګړې برعکس په مؤثره توګه نړیوال سیسټم کنټرول او لارښود کړي. نوی نړیوال نظم د شلمې پیړۍ په پای کې د امریکایېدکتورینو لخوا تعریف او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې په تېره بیا د سپټمبر یوولسمې پېښې وروسته اجراییوي او عملیاتي بڼه خپل کړ.

د اقتصاد، امنیت او سیاست له پلوه د نړۍ یوه مهمه او حیاتي سیمه د (منځني ختیځ) ارزښتناک او حساس سیمه ده. که څه هم دمنځني ختیځ جغرافیه او حد لا تر اوسه دقیق تعریف شوی نه دی خو د لوی منځني ختیځ نوی وړاندیز شوی سرحد په ختیځ کې د بنګلهدیش او لویدیځ کې تر مراکشه پورې پوښل شوې. په زړه پورې خبره دا ده چې دغه جغرافيايي سيمه په ټوليزه توګه د اسلامي نړۍ محراقاو مهمه برخه ګڼل کیږي. افغانستان هم د همدې جغرافیې له هیوادونو څخه دې چې د سپټمبر د یوولسمی بريد په پېښه کې کلیدي موقفد هغو هیوادونو پر وړاندې چې د نړیوال کیدو په مرکزې دایره کې قرار درلود خپل ځانګړې رول ولوباوه. افغانستان د آسیا په زړه کې لهداسې څلورو جیوپولیټیکو سیمو، مرکزي آسیا، د هند نیمه وچه، فارس خلیج، سویلي او ختیځې اسیا په نظر کې نیولو سره د ځانګړیموقعیت خاوند دی. له همدې کبله، تمه کیدای شي چې د نوي نړیوال نظم د حاکمیت په توګه د متحده ایالاتو په جیوستراتیژیک کې د دېهیواد شتون او مستقیم لاسرسی لوړ ارزښت او برخلیک ولرئ. په سیمه کې روان سیاسي تحولات ښایې چې د افغانستان ستراتیژیکاهمیت اوس هم ساتل شوی او راتلونکي وړ پرمختګونه هم د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان ستراتیژیک او جیوپولیټیک ارزښت بهپه روان نظم کې خاص رول ولوبوي.

دا هم ولولئ:   تاریخ : فتحه او ماته / ډاکتر مبارک علي

افغانان متاسفانه هېڅکله نه دي توانېدلي چې د افغانستان پیاوړې اقتصادي وضعیت، ښه ثبات، او امنیت لپاره له خپل دغه خدای ورکړېغني جغرافې څخه ګټه پورته کړي. د شوروی له ماتې ډير جمهوریتونه رامنځته شول چې له افغانستان څخه کې يې په کمه موده کېاقتصادي او نظامي پرمختګونه وکړل، شرقي او غربي المان څخه یو متحد اقتصادي المان جوړ شو، پاکستان په اتومي ځواک بدل او خپلاقتصادي رغښت يې د یو وران افغانستان په وجود کې تقویه کړ، له شوروی څخه پاتې روسیه د نړې د یو قطب په توګه بیرته راپاڅید خوافغانان د قدرت پر سر کورني جګړو ته لاړ پایله کې یې کابل کنډواله افغانستان یې د نړۍ له سیاسي نقشي څخه حذف انوزا ته یوړو لکهروان حالات، په هر صورت اوس مهم سوال راټوکیږي چې د نوي نړیوال نظام جیوستراتیژي په سیمه ییزه او نړیواله کچه خاصة دافغانستان موقعیت څرنګه او څه ډول اغیزي پرېباسي؟

لکه څرنګه مو چې پورته یاد کړ، د نوي نړیوال نظام جیوستراتیژي په نړیواله او سیمه ایزه کچه د دغه هېواد دریځ چې له سیمه ییزوجغرافيايي نظامونو او بېلابېلو جغرافيايي او جيو پوليټيکو سيمو په تېره بيا د منځني ختيځ، مرکزي او سوېلي اسيا له هېوادونو سره بشپړتسلسل او پيوستون رامنځته کوي، د نړۍ په مختلفو جیو پولیټیکل او د مختلفو جغرافيائی سیسټمونو په برخو ویشلو سره د افغانستانجیوستراتیژۍ موقعیت او په دغه سیمه کې ذکر شوي هیوادونو سره د دغه هیواد اړیکي د یو مهم عنصر په توګه د افغانستان دریځځانګړي اغیزي رامنځته کوي.

دا هم ولولئ:   د ډبرې تاریخي دوره یا Stone Age_ سید حامد بنوري

د نوي نړیوال نظام جیوپولیټیک نقشه

د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې باور دي چې د 1991 او 2001 کلونو ترمنځ موده د نوي نړیوال نظم د تعریف دوره ګڼل کیږې، مګر د2001 څخه وروسته نړۍ کې د واک د سلسلو د رامینځته کیدو له امله د (نوي نړیوال نظام) اصطلاح رامنځته شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*