کارېزما څه ته وايي؟

که لنډه یې ووایو د ځينو خلکو خاصې ځانګړتیاوې دي چې نور یا ډېر خلک یې نه لري. څوک چې دا ځانګړنه لري دوی خلکو سره پهشخصي اړیکو کې هم په مقابل لوري اغېز کوي او که د رهبرۍ په مقام کې وي نورو خلکو ته الګو ګرځي او هغوی ترې الهام اخلي.

داسې خلک عموماً نورو ته په زړه پورې وي، په نورو خلکو اغېز کوي او نورو ته د لوري ورکولو وړتیا لري.

کاریزما ته په فارسي کې فرهمندي وایي او پښتو کې ورته معادل کلیمې تقریباً دغه دي: جذبه، لېوالتيا، اغېز، نفُوذ، اِستعداد، دجاذ بې قوهكشش.

کاریزما اصلا د یوناني χάρισμα  کلیمه ده چې (خاریسما)  تلفظ کېږي او هغه فردي ځانګړنه ده چې ټولنیز اغېز ولري. خاریسما بیا له(خاریتاس) څخه اخیستل شوې چې د وقار، جذابیت، برکت او بخشش معنا لري.

کاریزما له شلمې پېړۍ وړاندې په دوو معناګانو کارېده: ۱) د یوه انسان ظاهري زړه راښکون و چې دنیوي مساله وه، خو دویم استعمالیې بیا روحاني وو او هغه چاته به کارېده چې روحاني قوت به یې درلوده.

کاریزما تر ډېره اسطوره یې بڼه هم لري، مثلاً زموږ په خلکو کې داسې باور ما هم اوریدلی دی چې د زیاتره مشرانو (پاچایانو،رهبرانو…) په اوږه یا سر د بخت مارغه کېني، یا دا چې د دې خلکو په سر د خدای لاس یا سیوری وي.

په پښتو کې د کاریزما کوټلی معنا یا مترادفه کلیمه نشته، خو کاریزما په دې وروستیو کې ډېره زیاته کارېږي چې زما په نظر تر ډېره یې دیوه مود بڼه خپله کړې ده، مثلاً یو وخت به یې ځینې خلک متدین، روحاني، روښان فکر اوبلل خو اوس دغه کلیمه مود شوې ده او د ډېروخلکو لپاره کارول کېږي، که څه هم د کاریزما پېژندلو لپاره کوم لابراتواري تشخیص نشته او نه یې اندازه کولای شو، خو بیا هم ځينې خلکواټکل کړی دی او ځینې ځانګړنې یې د کاریزماتیک شخصیت لپاره ښودلي دي، خو دې ټولو سره په دې اړه کوټلې پرېکړه نشي کیدای:

دا هم ولولئ:   د ناکامو خلکو عادتونه _ محمد دین ارغند

حواس یې تل پر ځای وي.

انسان ورته له موقف او مقام لوړ وي.

د خلکو د راسپړلو یا له ځان د راویستلو وړتیا لري.

د بدن اشارو (باډي لنګویج) ته یې پام وي.

تمثیل نه کوي، یعنې مخلص وي.

مینه ډېره کوي.

نظر یې مثبت او خوشبینه وي.

نورو ته هیله ورکوي.

خپل شته له نورو سره شریکوي.

نور خلک په مینه اوري.

خپلې خبرې رڼې او څرګندې کوي.

تندی یې پراخه وي.

ناسته پاسته یې منظمه وي.

په خبرو کې یې ستاینه او هڅونه زیاته وي.

نومونه یې په یاد وي.

د سترګو اړیکه ښه ساتلی شي.

ددې ټولو ځانګړنو تر څنګ، د تاریخ په اوږدو کې ځينو خلکو داسې ځانګړنې لرلې چې په خلکو او ټولنه یې اغېز کاوه، خلکو ورسره مینهکوله او خپلو خلکو ته یې لاره ښودله. که څه هم داسې کومه واکمني یا اداره نشته چې چا ته دې د کاریزماتیک شخصیت لقب ورکړي، خوځينې عالمان او پوهان تېر شوي چې ځینې ستر تاریخي خلک یې کاریزماتیک شخصیتونه بللي دي، مثلاً

عیسی علیه السلام

حضرت محمد (ص)

ناپيلیون بناپارت

فیډل کاسترو

وینسټن چرچل

مهاتما ګاندي

عبدالغفار خان

اډولف هیټلر

مارتین لوتهر کینګ

نیلسن منډیلا

مادر تیریسا

دلته دا نه بحث کېږي چې یو انسان له خپلو کاریزمیاتیکو وړتیاوو څنګه کار اخیستی مثبت که منفي؟ بلکې مهمه خبره دا ده چې په یوهانسان کې کاریزماتیکې ځانګړنې شته.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*