شپږ هغه کارونه چې باید د سهار له لسو بجو وړاندې یې وکړئ

لیکنه: محمدشبیرحسنزی

د انسان لپاره وخت تر ټولو قیمتي څېز بلل کېږي او د ورځې پیل د انسان په ورځینو چارو کې ډېر مهم رول لري. که د ورځې پیل په مثبتو کارونو وشي نو د دوئ ورځ به هم خورا له ښو پایلو ډکه وي او که له منفې کارونو پیل شي نو ورځ به یې هم چندانې ښه نه وي.

نو پر همدې بنسټ مونږ تاسې ته شپږ هغه کارونه در په ګوته کوو چې باید د سهار تر لسو بجو وړاندې ترسره شي دا چې دا کوم کارونه دې او ولې باید ترسره شي؟ د دې لیکنې په دوام به تاسې سره د دې پوښتنې ځواب شریک کړو.

۱- ورزش

ورزش یا تمرین د بریالیو خلکو یو له مهمو عادتونو څخه دی که تاسې هم غواړئ چې په خپل ژوند کې د بریالیو خلکو عادتونه خپل کړئ نو هر سهار مو ورځ په ورزش او یا هم تمرین کولو سره پیل کړئ ترځو ستاسو فزیکې روغتیا د ورځینو فعالیتونو لپاره فعاله اوسې مه هیروئ؛ چې ورزش کول تاسې ته د خوښۍ او سکون احساس درکوي.

۲- مثبت کارونه

دغه راز تاسو اړتیا لرئ چې خپله ورځ د مثبتو کارونو په کولو سره پیل کړئ ترڅو ستاسو پوهه او انرژې لوړه کړې. نو پر همدې پار تاسو اړ یاست چې د سهار له لسو بجو مخکې خپله ورځ په مثبتو کارونو سره پیل کړئ ترڅو د ورځې په دوام تاسې ښه احساس ولرئ.

۳- خپل ورځني اهدف تعقیب کړئ

مخکې له دې چې د سهار لس بجې شي نو تاسو له دې وړاندې خپل ورځني اهداف معلوم کړئ او دا په ډاګه کړئ چې نن باید تاسې کوم کارونه سرته ورسوئ، خپله ورځ د خپلو اهدافو مطابق پلان کړئ.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دویمه برخه

۴- د پلان حاشیه

لکه څنګه چې تاسو د خپلو اهدافو مطابق خپله ورځ پلان کوئ، دې ته اضافي وخت اضافه کړئ ترڅو ډیرې ستونزې ستاسو د پلان پروسه ګډوډه نکړي. د ځینې خالي یا وړیا وخت په درلودلو سره خپل مهالویش حاشیه کول کولی شي چې ستاسو د اهدافو لاسته راوړلو امکانات زیات کړي.

۵- اوبه وڅښئ

سهار مهال کې ستاسې د بدن ډیهایډریټ راویښیږي نو دا خورا مهمه ده چې سهار وختي یو ګیلاس اوبه وڅښل شي په دې اړه ډانا ګیټس په خپل کتاب (د بدن ایکولوژي) کې لیکلې دي، چې سهار مهال اوبه څښل ستاسو د بدن د اوبو کچه منظمه وي او دغه راز زهرجنې مادې له بدن څخه بهر کوي سربېره پر دې دا چاره به تاسې له ورځنې سر درد څخه هم بيغمه کړې.

۶- موسکا وکړئ

خپله ورځ مو په یوې خوږې او نرمې موسکا سره پیل کړئ ځکه چې موسکا ستاسې په عمومي چلند او روغتیا باندې ژور اغېز لري او د دې ترڅنګ موسکا تاسې مهربانه او د باور وړ کوي په دې اړه د مونټپیلیر پوهنتون د یوې څیړنې په تزڅ کې وموندله چې خندا کول/موسکا کول تاسو ډیر اغیزمن رهبر کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*