یوه جوړه سنډل په ۱۷ میلیونه ډالر؛ نور دلته ولولئ

په دې عکس کې تاسې د نړۍ تر ټولو ګران ښځینه بوټان (سېنډل) وینئ، دا سېنډل ۱۷ میلیونه ډالر یا ۱٫۴ میلیارده افغانۍ قیمت لري.

دا سېنډل ولې دومره ګران دي؟

ځکه چې په دې سېنډلو کې د سرو زرو پتري کارول شوي او تر ۱۰۰ ډېر واړه الماس غمي هم پرې لګېدلي دي. د دې تر څنګ پرې د ښاېست لپاره ۲ لوی الماس غمي لګول شوي چې ښکلا یې زیاته شي.

دا نړۍ دا ګرانبیه سېنډل په دوبۍ کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د دې سنډلو جوړونکی شرکت وایي چې په دې یوه جوړه سنډلو یې نږدې ۹ میاشتې خوارې کړې ده او کار یې ډېر په احتیاط ترسره شوی دی.

یاد شرکت تر دې وړاندې هم ډېر قیمتي سنډل جوړ کړي او نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا هم ولولئ:   دویمه برخه: د فري‌لانس کار لپاره ځينې مشهور ویب سايټونه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*