سمندر کې کبان زیات دي که پلاستیک؟ / سیال یوسفي

سیال یوسفي

د پلاستیکي کثافاتو مخ په زیاتیدونکې څپه د ځمکې د مخ سمندرونه، چاپیریال او ایکوسیستم ګواښي او د سمندري ژویو ژوند پای تهرسوي.

پلاستیک چې په ۱۹۵۰ کال کې اختراع شو، ورسره زموږ د ژوند طریقه او د توکو د لیږد او د بسته بندۍ کې ډیر بدلون راغی، خو ستونزهدا ده چې اوس ورځ تر بلې پلاستیکي کثافات زیاتیږي او په یوې سترې ستونزې بدلیږي.

تازه سروې ښيي چې په سمندرونو کې به د پلاستیک اندازه په راتلونکو ۱۵ کلونو کې دوه برابره شي، او تر ۲۰۵۰ زیږدیز کال پورې به پهسمندر کې د کبانو په پرتله پلاستیک زیات وي (د وزن له مخې).

د سمندر پر مخ د پلاستيکو ستر ټاپوګان جوړ شوي او د نړۍ ساحلونه هم په لویه کچه د پلاستيکي کثافاتو ډک دي. دا ممکن تاسېحیران کړي چې په سمندر کې ډیری پلاستیک د اوبو پر سر نه لیدل کیږي، یا د اوبو لاندې یا د سمندر په تلونو کې دي. دا پلاستیکيککړتیا ان په ماریانا خندق (تل) کې موندل شوې، چې د سمندرونو تر ټولو ژور تل دی.

د ۹۰ سلنه سمندري مرغانو په معدو کې پلاستیک دي ځکه تر نیمایي زیات سمندري مرغانو پلاستیکونه خوړلي دي. سمندري چاپیریالنور په پلاستیکي کثافاتو بدل شوی او ډیری وختونه د کبانو او نورو سمندري ژویو د مړینې لامل کیږي. ځکه پلاستیکونه چې ټوټه ټوټهکیږي نو د سیپیو (صدف) د دانو په څېر ښکاري او خوړل کیږي.

لکه څنګه چې په سمندر کې پلاستیک ماتیږي، دا د مایکرو پلاستیک ټوټې جوړوي. دا مایکرو پلاستیکونه د کبانو او نورو سمندري ژویولخوا تیریږي او زموږ د خوړو سلسله د سمندري ژویو د له منځه تګ سره پای ته رسیږي. تر اوسه، موږ نه پوهیږو چې دغه چاره بیا زموږ پهروغتیا څومره منفي اغیز لري.

دا هم ولولئ:   د نړۍ اوه عجایب!!

خو بیا هم، نهیلي نه ده پکار، لا هم امکان شته چې وضعیت بدل کړل شي. د سمندري پلاستيکي ککړتیا پای ته رسولو لپاره د ملګروملتونو د چاپیریال ساتنې د قانون له پلوه کمپاینونه پیل شوي. تاسو کولی شئ د غیر ضروري پلاستيکي بیا ځلي پروسس او دیو ځلاستعمال” (یو بار مصرف) پلاستيک لکه بوتلونو، پیالو او نورو پلاستیکي توکو نه کارولو اقدام وکړئ، او کم استعمال یې دود کړئ، دکثافاتو راټولول، بیرته فابریکو ته استول او بیا تولید د پلاستیکي ضایعاتو مخه نیولای شي او کثافات یې هم ددې نه لامل کیږي چېسمندرونو کې مو له کبانو پلاستیک زیات وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*