مطالعې سره د عادت جوړولو ګټوره لاره د ناول لوستنه ده.

ارمان مهربان

  1. هغوی چې د مطالعې کول ورته سخت وي د مطالعې سره د عادت جوړولو مهمه او ګټوره لاره يې د ناول لوستنه ده.
    ناولونه چې په پښتو ژبه کې ډېر پېدا کېږي چې اکثریتو يې د ټولنې ځينې ناوړه دودونو ته انعکاس ورکړی دی.او همداراز ډېر شمير ناولونه تراژیدي او کوميډي بڼې لري.
    زما د خوښې د ناولونو له قطاره يو هم “مئين جمهوريت” دی.
    ښاغلی “هادي احمدزی”ډېر په خواږه او روانه ژبه کښلی دی.
    د “مئين جمهوريت”د لوستلو پر مهال به داسې تصور وکړئ چې کاش! موږ هم همداسې يو ځوان مئين جمهور رئیس درلودی.خو دده مينه،عشق د شخصي ژوند سره سره،په هيوادنی مينه هم ډېر راڅرخي.
    د جمهوريت د ودانۍ يو ساتونکي ناروغ زوی د درملنې لپاره بهر هيواد ته لېږل.
    همدا راز د يوه زړه تنګي ځوان هلک سره د خپلې معشوقې سره يو ځای بهر ته د تللو او هلته د زړه تنګی د لرې کولو لپاره ټولو خنډونو لرې کول .
    د هيواد د بهرنیو چارو وزيرې له مئين جمهور رئیس سره مينه.چې د همدې مينې په جريان کې؛ د جمهور رئیس په پټه له خپل شخصي او کاري ځايه تختول، او له هغې سره د ښار په ليرې ځايونو کې تر نيمو شپو پورې وخت تيرول.
    يو ځای چې دواړه د سيند په غاړه سره ناست دي.وزيره ورته وايې:”:يوه خبره درته وکړم؟د ملګرتيا په چوکاټ کې، نه د نورو کيسو…
    جمهور رئیس مسکی شو ځواب يې ورکړ کوه کنه،نورې کيسې رخصت دي اوس يوازې لوفر ملګري يو.
    وزيره ورجوخته کېږي او ورته وايې”غواړم چې تاښکل کړم…
    جمهور رئیس غلی شي….
    وزيره همداسې ورته ګورې…
    اخير جمهور رئیس ورڅخه پوښتنه کوي:د مخ په کوم ځای مې ښکلوې؟
    وزيره ورته وايې: پورته د غره څوکې ته وګوره…
    جمهور رئیس چی سر پورته جګ کړي، وزيره يې ورته په غاړه کې ور کېږدي او يو خرپ ترې جګ کړي.
    وزيره يې ورته وايي چې د همدې شيبې مې سخت ارمان کړی وو.”
    د وخت په تيريدو جمهور رئیس په خپل کاري دفتر کې يو ليک ترلاسه کوي چې پرې ليکل شوي وي”يوازې د جمهور رئیس ولولي.”د خط په لوستلو سره پوهېږي چې خط يې د يوې هم دورې ټولګيوالې دی.
    له وزيرې وروسته د جمهور رئیس د مينې کيسه له يوې انځورګرې سره پيل کېږی.په حقيقت کې همدا کيسه له پوهنتونه پيل وي؛خو دا چې ولې سره ورک شوي دي پته نشته! د ناول په ځينو برخو کې زياتې ښکلې خبرې هم کښل شوي دي چې اکثراً يې خندونکي اصطلاح ګاني شته.
    د ناول تر پايه څوک ناپوهېږي چې جمهور رئیس څوک دی او پر چا واکمني کوي.ناول کې ځينې نورې داسې غوره او ښايسته نظرونه سپارښتنې او طرحې ليکل شوې دي چې په لوستلو به يې تاسې يو ارمان کوئ هغه هم داسې چې کاش يو ځل زموږ د هيواد لوړ پوړي چارواکي هم همدا ناول ددې لپاره ولولي چې ګوندې د هيواد د ښه مدیریت کولو لپاره ترې ورته سپارښتنې،نظريي او مشورې استفاده کړي.
دا هم ولولئ:   د ناکامه خلکو ۸ ځانګړنې/ اسدالله دولتزی

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*