دویمه برخه: د فري‌لانس کار لپاره ځينې مشهور ویب سايټونه

دویمه برخه

اوله برخه: فري لانسنګ (آزاد کار) څه ته وایي او څنګه کېږي؟

په مخکې لیکنه کې د فري لانس کار په اړه غږېدلي وو، دا مو ویلي وو چې فري لانس کار دی څه دی او څنګه کېږي، په دې لیکنه کې مې ځینې مشهور ویب سایټونه راټول کړي، خو یوازې دا ویب سایټ خلاصول او ورتګ زموږ مشکل نه حل کوي، بلکې دا د فري لانس نړۍ ته د ننوتو یوه لاره کېدای شي، د مخکې تګ لپاره به موږ داسې خواري کوو، لکه څنګه چې یې له انټرنټي نړۍ بهر بازار کې کوو، دا تاسې او دا ویب سایټونه:

اول – Fiverr

دا ویب سایټ د ډیجیټل مارکېټینګ، ویب ډیوپلمنټ او سوشل ميډیا په برخه کې کار کوي. نوم لیکنه په کې وړتیا ده او په بېلابېلو برخو کټګوریو کې پروژې اعلانوي. دلته کلیک کړئ

دویم-  Toptal

دا ویب سایټ هم د سافټور جوړولو، مالي مشورو، د تولیداتو مدیریت او نورو برخو کې پروژې اعلانوي. په دې سایټ کې د نوم لیکنې لپاره باید له پنځو مرحلو تېر شئ چې د انګلیسي ژبې او نور اړوند ازموینې یې هم شته. دلته کلیک کړئ

درېیم: Jooble

دا ویب سایټ د لیکوالۍ، ګرافیک ډيزاین او data entry په برخه کې پروژې اعلانوي. دا سایټ له نورو سایټونو سره هم کار کوي او د هغوی پروژې دلته اعلانوي. په دې سايټ کې تاسې خپله ساحه ټاکلی شئ چې د کومې جغرافیايي سیمې پروژې درته وښودل شي. دلته کلیک کړئ

څلورم: Freelancer

دا ویب سایټ هم د لیکوالۍ، ژباړې، اېډيټ ، ګرافیک ډیزاین، ویب ډیولپمنټ، سوشل میډيا مارکیټینګ او نورو برخو کې کار کوي. په دې سایټ کې د نوم لیکنې لپاره باید یو فارم ډک کړئ، خپل معلومات، زده‌کړې او مهارتونه په کې ولیکئ او ویې لېږئ، تاسې ته بیا د همدې برخې د پروژو خبرتیاوې راځي. دلته کلیک کړئ

دا هم ولولئ:   د ټوېټر آبي نښه «وېرفای» رښتیا په پیسو شوه؟

پنځم: Upwork

په دې سایټ کې هم د بازارموندنې، پروګرامنګ، ویب سایټ ډيزاین، ژباړې او نورو برخو پروژې شته. په دې سایټ کې هم د نوم لیکنې پر وخت خپل مهارتونه لیکل کېږي او د هغو مهارتونو پر اساس بیا تاسې ته د پروژو خبرتیاوې راځي. دلته کلیک کړئ

شپږم: Flexjobs

دا سایټ له ۲۰۰۷ کال راهیسې فعال دی او د فري لانسنګ په برخه کې کار کوي. په دې کې هم د لیکوالۍ، د متحوا بازارموندنې، ټرانکرپټ او نورو برخو پروژې اعلانېږي. په دې کې ښوونې روزنې، ژورنالېزم او لیکوالۍ پروژې هم شته. دلته کلیک کړئ

اووم: SimplyHired

دا سایټ د بشري سرچینو، حسابدارۍ او ډيتا انټرۍ په برخه کې پروژې اعلانوي. په دې سایټ کې هم تاسې د خپل مهارت سره سم یو کار لټولی او بیا یې جغرافیایي ساحه ځانګړې کولای شئ. دلته کلیک کړئ

اتم: Guru

دې ویب سايټ ته د فري لانسنګ شرکتونه او کارکوونکي دواړه راځي. دا سایټ هم د ګرافیک، پروګرامنګ، ډیزاین، د تولید مدیریت او نورو برخو کې پروژې اعلانوي. دلته کلیک کړئ

نهم: Behance

دا سایټ زیاتره د ګرافیک ډيزاین، الیسټرېشن، عکاسۍ او ویب ډيزاین لپاره دی. دا سایټ د نورو هغو برعکس د مهارت خاوندانو لپاره سوشل میډيا ده. په دې سایټ کې ګرافیک ډيزانران د خپلو کارونو نمونې وړاندې کوي. په دې کې پروفایل جوړېږي، تاسې خپل د کار نمونې وړاندې کوئ او مشتریان پيدا کوئ. دلته کلیک کړئ

لسم: Servicescape

دا سایټ هم د لیکوالۍ، ترجمې، ایډيټ او ګرافیک ډيزایننګ په برخه کې پروژې وړاندې کوي. په دې سایټ کې تاسې یو فورم ډکوئ، ثبت نام کوئ، خپلې وړتیاوې او مهارتونه لیکئ او بیا درته هغوی بېرته ایمیل کوي. دلته کلیک کړئ

دا هم ولولئ:   په الوتکه کې د سفر په اړه جالب ټکي/ وحید کوچی

یوولسم: ProZ

دا سایټ یوازې د ترجمې، ایډيټ، لیکوالۍ، ټرانسکرپټ، سب ټایټل او نورو برخو کې فعالیت کوي. پروفایل په کې جوړېږي، تاسې په کې خپل مهارتونه او ژبې لیکلی شئ او بیا په کې د خپلو مهارتونو اړوند پروژې لټولی شئ. دلته کلیک کړئ

دا او دې ته په لسګونو نور ښه ویب سایټونه شته چې تاسې په کې د خپلو مهارتونو سره سم فري لانس کار موندلی شئ، خو …! په دې سایټونو کې پیسې ګټل هم دومره سخت دي لکه په عادي ژوند او بازار کې چې سخت دي. دا سایټونه پروژې اعلانوي، خو دا په تاسې پورې اړه لري چې څنګه یې نیسئ او بیا یې څنګه پوره کوئ…

مشهور متل دی چې (روم په یوه ورځ نه دی آباد شوی)، نه هم تاسې دې سایټونو کې په لومړۍ ورځ پروژې نیولی شئ، البته که خواري وکړئ، حوصله ولرئ او ماته ونه منئ، نو حتماً په کې د نورو خلکو غوندې کار کولای شئ.

دا هغه سايټونه دي چې ما یې په اړه لوستي، کېدای شي، تاسې تر دې ښه سایټونه پيدا کړئ… د دې لیکنې هدف یوازې دا و چې تاسې د فري لانس کارونو له نړۍ سره بلد شئ او یوه دروازه ور پرانیزئ، مخکې تګ په کې د وخت په تېرېدو سره ورو ورو کولای شئ.

ځينې نور سایټونه:

DesignHill

TaskRabbit

People Per Hour

Dribbble

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*