د IPL2023 نېټې، ځایونه، بولي، قیمتونه او نور معلومات

 اي پي ایل (IPL) د کرېکټ هغه سیالۍ دي چې د هند ترڅنګ ورته د ټولو هیوادونو مینه وال په تمه وي. د هر کال په لومړیو کې پيل کېږي او د ټيمونو شمېر ته په کتو دوام کوي. د ۲۰۲۳ کال اي پي ایل سیالۍ به هم د مارچ په میاشت کې پيل شي، خو له هغې مخکې ټولې لوبډلې او مینه وال د لوبغاړو بولۍ ته په تمه دي.

د هند کرېکټ بورډ د ۲۰۲۳ کال لپاره د اي پي ايل سیالۍ پلان کړي دي او د دې خوندورو لوبو لپاره یې چمتووالی له اوسه پيل کړی دی.

د ۲۰۲۳ کال د اي پي ایل د بولۍ نېټه

د ۲۰۲۳ کال د اي پي ایل لپاره د لوبغاړو بولي به د را روان (۲۰۲۲) کال د ډسمبر په شپاړسمه نېټه په بنګلور کې پيل شي. ویل کېږي چې په دې بولۍ کې نږدې ۶۵۰ لوبغاړي وړاندې شي.

د بولۍ لپاره به څومره بودیجه ورکول کېږي؟

دا ځل به هم سیالۍ په هغه فارمټ کې کېږي چې له کرونا مخکې کېدلې. تېر کال ټولو لس لوبډلو د لوبغاړو په بولۍ ۵۵۱٫۷ کروړه هندي کلدارې مصرف کړې وه. اېشن کېشن چې د ممبي انډين لپاره لوبېده د تېر کال قیمتي لوبغاړی و چې په ۱۵٫۲۵ کروړه هندي کلدارې پلورل شوی و.

سږ کال به هرې لوبډلې ته د بولۍ لپاره د ۹۵ کروړه هندي کلدارو د مصرف اجازه وي. تېر کال هر ټیم ته ۹۰ کروړه اجازه وه چې سږ کال یې ۵ کروړه پرې زیاته کړې ده.

بولي به کوم چېنلونه خپروي؟

دا هم ولولئ:   د شکر دوان او پریتوي شاو په زړه پورې توپوهنې ډهلي لوبډله لومړۍ سیالۍ کې بریا ته ورسوله

سږنۍ بولي به هم د هند سټار سپورټ نېټورک نشروي، البته که نور چېنلونه یې ترې په قانوني ډول واخلي، هغوی به یې هم د خپرولو اجازه ولري.

سږ کال به څو ټیمونه وي؟

سږ کال به د اي پي ایل په سیالو کې لس ټيمونه لوبېږي:

  1. کلکته نایټ رایډرز
  2. چېنای سوپر کېنګ
  3. ډيلي کاپیټلز
  4. ګجرات ټایټنز
  5. ممبئ انډینز
  6. لکنو سوپر جئینټس
  7. راجستان رایلز
  8. سن رایزر حیدرآباد
  9. رایل چیلنجرز بنګلور

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*