څنګه کولای شو ځانونه چاغ کړو!؟

ژباړه او ترتیب: نبي الرحمن ارمان

په نړۍ کې اکثريت خلک له چاغښت څخه ځوريږي، او د ځان د ډنګرولو لپاره له راز راز لارو چارو کار اخلي.
خو يوه ډله خلک بيا ددې په لټه کې وي چې څنګه ځانونه چاغ کړي او چاغيدل يې لويه هيله وي. دغې هيلې ته د رسيدو لپاره ډول ډول خوراکونه او درمل خوري. د غير صحي خوراکونو او په خپل سرې ډول د درملو خوړلو له کبله چاغيدل لنډ مهاله وي او په بدن کې ځينې ناروغۍ رامنځته کوي. خو دا چې ځينې خلک چاغ نه وي اکثراً لاملونه يې د فزيکي پيټنيس کموالی، ارثیت، غير منظمه غذا، غير صحي خوراک کول،رواني ستونزې…او داسې نور دي، چې همدا ډنګرتوب يې معافيتي سيستم کمزورۍ کوي او بېلابېلو ناروغيو ته زمينه مساعدوي. په دې ليکنه کې هغه آسانه کورني خوراکونه درښايو چې په خوړلو سره يې کولای شئ په ډیرې اسانۍ سره ځانونه چاغ کړئ!

لومړی: شيدې
د غواګانو کورنۍ شيدې د چاغښت او پيټنيس برابرولو لپاره آسانه او غوره لاره ده. خو يوازې شيدې نه، بلکې له شيدو سره د بادامو،کهجورو او وچ شويو انځرو جوش کول د چاغښت لپاره ډېر اړين دي. پورتني مواد او شيدې بايد يو ځای جوش کړل شي. وروسته شيدې او پکې ايشول شوې مواد بايد يو ځای وخوړل شي. همدارنګه د يوې مياشتې د مخه هره ورځ يو ګيلاس شيدې او يوه کيله وخورئ او د پام وړ بدلون په ځان کې حس کړئ.

دوهم: له رواني ستونزو او فشار څخه ځانونه وژغورئ
ډېری کسان د رواني فشار له امله خپل وزن بايلي او ډنګرېږي. که تاسو په کورنۍ او آداره کې له ورته فشار سره مخامخ شوئ، ژر ترژره د ذهن بدلولو لپاره ورزش
او يا هم يوګاyoga حرکتونه ترسره کړئ. ددې په مرسته کولای شئ تر څو خپل فشار له منځه یوسئ او خپل وزن زيات او يا يې برابر وساتئ.

دا هم ولولئ:   غواړئ چاغښت مو له منځه یوسئ!

درېيم: وچې ميوې وخورئ
د وزن د زياتولو لپاره وچې ميوې لکه چارمغز،بادام، کوپر ګل زاړي…او داسې نورې وخورئ. وچې ميوې له کالوري څخه غني دي، او د خوړلو لپاره يې مناسب وخت د ډوډۍ خوړلو په منځ کې دی. وچې ميوې د خپل ځانګړي خوند او شحمو درلودو سربېره يو شمېر نورې روغتيايي ګټې هم لري.

څلورم: الوګان
الوګان د کاربوهايډرېټ څخه ډک دي، او کله يې چې په منظم ډول خوراک ترسره شي د وزن د زياتوالي سبب ګرځي.
لومړی الوګان وريته او يايې په کوچو کې پاخه کړئ وروسته يې وخورئ.

پنځم: هګۍ
هګۍ د باډی، پيټنيس او وزن جوړولو لپاره تر ټولو غوره او مهمه ده. هګۍ په زياته اندازه پروټين،شحمونه او کالوري لري. همدا راز په هګۍ کې ويټامينونه او منرالونه هم موجود دي. د وزن د زياتولو لپاره د درو يا څلورو هګيو سپين وخورئ او هيڅ وخت خامې هګۍ مه خورئ چې د روغتيا لپاره ډېر مضر دي.

شپږم: کوچ
کوچ په خپل ترکيب کې په لوړه اندازه کالوري لري. کوچ د وزن د زياتوالي لپاره خورا اغېزمن دي. کولای شئ چې کوچ پر خپلې وچې ډوډۍ وموښئ او وروسته يې وخورئ. او په ډېره لنډه موده کې د وزن د زياتوالي شاهد واوسئ.

اووم: انځر او ماميز
د وزن د زياتوالي لپاره وچ انځر او ماميز هم ډېر اغېزمن دي. د يوې مياشتې لپاره هره شپه شپږ دانې انځر او شپيته ګرامه ماميز په اوبو کې حيشته/پسته کړئ او د ورځې دمخه يې تر يوې مياشتې پورې وخورئ او د پام وړ بدلون په ځان کې تجربه کړئ.

دا هم ولولئ:   وفاداره سپی!!

اتم: شيدې او آم
تر يوې مياشتې پورې هره ورځ په ورځ کې درې وخته يو دانه آم او وروسته يو ګيلاس نرمې شيدې وڅښئ او د پام وړ بدلون په ځان کې تجربه کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*