د Money heist‌ لړۍ نوي سریال Berlin ته کتنه

میر یاد

بېګا مې د Money heist‌ د لړۍ نوی سریال Berlin ولیده. د دې سریال مرکزي کرکتر (پدرو الونسو) د Money heist په لومړي سریال کې د Berlin په مستعار نوم د هغه سریال د مرکزي کرکټر پروفیسور په مشرۍ کار کوي او دا ځل یې د مشرۍ موقف پخبله اخیستی دی.

دا سریال هم په پاریس کې د یوې غلا په اړه دی، خو توپیر په کې دا دی غلا سره  یې د مینې برخه هم ډېره ورګډه کړې ده.

په Money heist کې د غلا پروسه ډېره زیاته پېچلې، سخته او له ننګونو ډکه وي، ځکه د سریال اصلي برخه هماغه ده، خو په دې نوي سریال کې غلا ډېره په اسانۍ او بریالیتوب ترسره کېږي، ټولې پیښې د کیسو د اتلانو په ګټه وي او هېڅ ډول لویې ستونزو سره په کې نه مخ کېږي. البته د سریال ډېره برخه بیا د غلو په تعقیب جوړه شوې او ترڅنګ یې د کرکټرونو د شخصي ژوند کیسې هم روانې دي.

داسې ویلی شوو چې برلین سریال د پخواني Money heist غوندې خوندور او له تلوسې ډک نه دی، معنی دا چې پدرو د پروفیسور ځای نه شي نیولای، خو د پدرو خپل کرکټر خوندور دی، ځکه دا لومړی سریال کې هم لږ باغي، غوسه‌ناک ، مغرور، حسن پرست او تقریباً له جنسي پلوه بې‌لارې وي. په دې سریال کې یې هماغه خصوصیت لا زیات شوی دی.

لوکېشن د پاریس ښکلی ښار دی او ډيالوګونه یې خوندور دي، کیسه یې تر Money heist ضعیفه ده، اضافي پېښې په کې ځای پر ځای شوي او لیدونکی پوهېږي چې د کیسې د غځېدو مصنوعي هڅه شوې ده.

دا هم ولولئ:   طنز: د سینما عشق / پطرس بخاري - (لومړۍ برخه)

البته، له یوه ډیالوګه داسې ښکاري چې د پروفیسور په مشرۍ د پخواني Money heist سریال په بله برخه کار روان دی. په برلین کې یو ځای، پدرو د پروفیسور یوه خبره کوي، بیا وایي چې هغه زموږ مشر اوس د یوې بلې غلا په پلانولو بوخت دی، د دې ترڅنګ دا اوازې هم خورې شوي چې د Money heist شپږم فصل را روان دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*