مازوخېزم يا ځان ځورونه (درېیمه برخه) رضاءالله ځار

رضاالله ځار

مازوخېزم يا ځان ځورونه (درېیمه برخه) رضاءالله ځار

په مازوخېزم د اخته کېدو لاملونه:

ځيني وخت يو شمېر رواني ستونزې هم د دې لامل کېږي، چې فرد په مازوخېزم باندې اخته کړي، لکه ژور خفګان، جنسي ستونزې اواختلالات، فشارونه، اضطراب او

ځيني شايد حيران اوسي او پوښتنې ورسره پيدا شوې وي، چې ولې دې يو فرد ځانته له ضرر رسولو خوند واخلي، تاسې په حقه ياست،ځکه هيڅ سالم وګړی، نه غواړي ځانته په خپل لاس تکليف ورسوي،.

پوهان د ډېرو څېړنو وروسته دې نتيجې ته ورسېدل، کله چې په مازوخېزم اخته فرد ځانته ضرر رسوي، په دې وخت کې يې بدن د اندروفينهورمون ترشح کوي، چې د خوښۍ احساس ورسره مل وي، اکثره وخت د مورفين له کارولو وروسته دغه څه رامنځته کېږي.

جنسي مازوخېزم د رواني تحليل د نظرياتو له مخې، د کوچنيوالي د ترخو تجربو، فشار او کرکې په بر کې نيسي، له خپل ځان کرکه اوغوسه د دې لامل کېږي، چې انسان ځانته زيان ورسوي، ځکه له بل چا د ورته کړنو غچ نه شي اخستلی، نو دا غوره ګڼي، چې ځانوځوروي او له ځانه غچ واخلي، هر کله چې له ځان غچ اخلي د ارمۍ احساس ته رسېږي.

دوی تل په دې لټه کې وي، چې نور يې فزيکي ژوبل کړي، دوی په خپلې فزيکي ژوبلتيا کې د رواني ژوبلتيا ارامي لټوي.

د ځينو روانپوهانو د څېړنو له مخې دا ثابته شوې ده، دوی ځکه دغه ډول کړنې خوښوي، چې دوی په تېر ژوند کې د کمترۍ احساس کړیوي، د انتخاب حق نه وي ورکړل شوی، د جنسيت په هکله مالومات نه وي ورکړل شي، ژور خپګانونه يې ليدلي وي، د نورو لخوا پرې په کمعمر کې جنسي تېری او بريدونه شوي وي، يا يې سخت فشارونه او شديدې ضربې ليدلي وي.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / درېیمه برخه

دا چې ولې دوی د يوازيتوب او کمترۍ حس لري، هغه څه دي، چې ارواپوهان يې راپارولي او څېړنو ته اړ کړي دي.

يو له مهمو لاملونو څخه يې هم د نشه يي توکو استفاده ده، هر کله چې په مازوخېزم اخته وګړی نشه يې توکي استفاده کړي او د بېهوښۍ حالت تجربه کوی؛ نو دغه وخت کې دوی ځانته په ضرر رسولو لاس پورې کوي.

په ورځني ژوند کې بې توزانه کړنې، بې وزلي، طلاق، بې روزګاري او ځيني نور مسايل هغه څه دي، چې فرد په مازوخېزم باندې اختهکوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*