ډاکتر ناکامورا لا ډېر وپېژنئ / جاوېد کریمي

جاوېد کریمي

ډاکټر Testsu Nakamu چې يو جاپان الاصله افغان و په ۱۹۴۶ ميلادي کال د سپتمبر په ۱۵مه د جاپان په Fukuoka ښار کې زيږېدلی و او په ۱۹۷۳ کال کې د Kyushu طبي پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته یې د جاپان په بېلابېلو روغتونونو کې د طبي ډاکټر په توګه دنده ترسره کړې وه، چې د PMS ( (Peace Japan Medical Serviceموسسې مشر و.

ډاکټر ناکامورا په ۱۹۹۱ کال کې د هېواد د ختيځې برخې په يوه غریزه سيمه کې درې صحي مراکز جوړ کړل، تر څو د دغې سيمې خلکو ته صحي خدمات وړاندې کړي، چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال دغه سيمې خلک د وچکالۍ سره مخ و او د ناروغيو کچه ورسره څو چنده زیاته شوې وه، نو ډاکټر ناکامورا په دې هڅه کې شو چې د ناروغيو د زياتېدو پر علتونو ځان وپوهوي، نو بالاخره دې نتيجې ته ورسېد چې د اکثرو امراضو اصلي علت د دغې سيمې وچکالي او د اوبو کمښت دی.

ډاکټر ناکامورا دا فکر وکړ چې دغې سيمې لپاره تر ۱۰۰ ډاکټرانو يو د اوبو کانال مهم دی، نو هماغه و چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې دغه طبي ډاکټر PMS خیریه موسسې له ادرسه چې په راس کې دی و، د افغانستان په لويديځ خېوې ولسوالۍ کې د اوبو د ستونزې حل په موخه ۱۶۰۰ ژورې څاګانې وکیندلې. له کنړ سیند څخه يې د ۲۵.۵ کیلومتره کانال چې مرواريد کانال په نوم يادېږي جوړ کړ چې په مټ يې شاوخوا ۱۵۰۰۰ هکټاره شاړې ځمکې بیا آبادې کړې، هغو خلکو ته چې له همدغه ځایونو د اوبو د کمښت له وجې نورو سيمو ته مهاجر شوي و، د بېرته راتګ او د کار زمينه مساعده کړه او خلک بېرته خپلو سيمو ته راوګرځېدل او دغه سيمه پرې اباده شوه.

دا هم ولولئ:   د « راډیو افغانستان» د خبرونو لومړنۍ نطاقه څوک وه؟

تر ۲۰۱۶ کاله پورې تقریباً ۸ نور اضافي کانالونه جوړ کړل، چې شا او خوا ۱۶۰۰۰ هکتاره مځکه خړوبوي چې دغه ټول کانالونه له کونړ سيند نه را بېل شوي او د ګمبیري په بېديا کې يې د ۶ لکه شا او خوا خلکو په ژوند کې يې مثبت تغیرات راوستي او په دې سره ډاکټر ناکامورا دا خبره ثابته کړه چې (وسلې او ټانکونه ستونزه نه حل کوي، د کرهنې بیارغونه د افغانستان د بیارغونې اساس دی.)

ښاغلي نکامورا د بېلابېلو فرهنګونو د پېژندنې او په نړیواله کچه د بنسټیزې همکارۍ له امله په ۲۰۱۳ کال کې د (Fukuoka) جایزه ترلاسه کړې وه او په ۲۰۱۹ کال کې د افغان ولسمشر له خوا په افغانستان کې ترسره کړيو خدمتونو له امله يو مډال او د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړل شوی و.

بدبختانه پر ډاکټر ناکامورا درې کاله مخکې په جلال اباد ښار کې بريد وشو، چې د هغه پنځه ملګري پکې ووژل شو او هغه ټپي شو، چې وروسته يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. افغانان په دغه پېښه له سخت خپګان سره مخ شو او د بريد پر مهال يې د هغه د روغ صحت لپاره دعاوې غوښتې، خو د ننګرهار د ابادۍ دغه اتل د تل لپاره سترګې پټې کړې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*