د امیر حبیب الله خان مشر زوی سردار عنایت الله خان او خیریه طرزي ته الله ج شپږ نازولې لوڼې ورکړې وې. دا شپږ خویندې د « موسسه نسوان» تر چتر لاندې د ښځو او نجونو د تعلیم او نورو ټولنیزو حقونو د اعادې علمبردارنې وې. د سردار عنایت الله خان او خیریې په شپږ لوڼو کې تر ټولو نامدارې «زینب عنایت سراج» او «لطیفه کبیر سراج» دي. دې دوو خویندو د خپلې مور، انا «اسما رسمیه طرزي» او ترور «ملکې ثریا» په پله قدم کېښود او د افغانو مېرمنو د تعلیم، هنر، تیاتر او نورو ټولنیزو حقونو له پاره یې د قدر وړ خدمتونه وکړل.
ارواښاده لطیفه سراج په ۱۳۰۲ لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلې وه، د غازي امان الله خان له ماتې وروسته سردار عنایت الله خان د خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه وکړه او همالته مېشت شول. لطیفې سراج خپلې لومړنۍ او لوړې زده کړې په ایران کې د دري ادبیاتو په رشته کې بشپړې کړې. اغلې سراج له خپلې کورنۍ سره د شاه محمود خان په صدارت کې بېرته هېواد ته راستنه شوه، هغه د ملالۍ په عالي لیسه کې ښوونکې شوه او ۱۱کاله یې د دري، جغرافیه او تاریخ مضونونه تدریس کړل. د معلمي ترڅنګ یې د «مستورات روغتون» نرسانو او قابلو ته د سواد اموزي په کورسونه کې دري ژبه هم تدریسوله.
اغلې سراج د ښځو د نهضت او « موسسه نسوان» ډېره فعاله غړې وه او له خپلې خور زینب عنایت سراج سره یې د هېواد د لومړني ښځینه تیاتر «زینب نندارې» د ودې او پرمختګ لپاره ډېر موثر کاورنه وکړل. اغلې سراج په زینب نندارې کې د پردې تر شا هم کار کاوه او تیاتر ته یې ډرام یا نمایشنامې هم لیکلې چې د «افسانه» په نوم لیکل شوی ډارم خورا ډېر مشهور شو. همدارنګه په زینب نندارې کې یې ښځو ته د عامه پوهاوي او ټولنیز ژوند رونیز پراګومونه هم جوړول چې د ښه غږ او عالي استعداد له امله یې فعالیت د وخت « راډیو افغانستان» پورې ورسېده. په ۱۳۳۳ ل کال کې د هغه وخت د راډیو افغانستان رییس استاد عبدالغفور برشنا په بلنه د راډیو افعانستان د شپې اتو بجو دري خبري ټولګه په لومړي ځل وړانډې کړه. ا
Be the first to comment