څنګه کولای شو چې آغېزناکه مطالعه وکړو؟/ احمد طارق خلیلي

لیکنه: احمد طارق خلیلي

له مطالعې مخکې باید یو څو مهم ټکي/نقطې په نظر کې ونیول شي.

۱ورځنی پلان/تقسیم اوقات درلودل.

تر هر څه مخکې باید د ځان لپاره یو پلان/تقسیم اوقات ولرئ، ځکه نقسیم اوقات درلودل اړین دي؛ که تفسیم اوقات نه وي نو نه شو کولایچې ورځني کارونه په صحي/منظم ډول پر مخ بوځو، دا چې تقسیم اوقات/پلان درلودل اړین دي؛ نو په اسانۍ سره کولای شو ورځنيکارونه مخته بوځو؛ نو تر هر څه دمخه تقسیم اوقات/ پلان درلودل مهم/اړین دی.

۲په کوم ډول ځای (چاپېریال) کې مطالعه وکړو؟

دلته د آنسانانو خویونه/خصلتونه له یو بل سره توپیر/فرق لري او په څو برخو ویشل شوي دي؛ ځکه هر یو یې جلا جلا ځایونو کې مطالعهکول خوښوي.

الف: ځینې زده کوونکي/محصلین په آرامه فضا کې ښه مطالعه کوي.

ب: ځینې محصلین/زده کوونکي په مجلس(شور) کې هم مطالعه او درس زده کولای شي.

ج: ځینې بیا داسې زده کوونکي/محصلین هم شته چې ګوشکي په غوږونو کې ږدي او خپله مطالعه مخته بیایي او ښه یې زده کوي.

د: ځینې داسې محصلین/زده کوونکي هم شته چې کله قدم وهي نو ښه مطالعه کوي او درس یې هم ښه یادیږي.

۲کوم ډول کتابونه مطالعه کړو؟

دلته هم هر یو جلا جلا خوي/خصلت لري.

تر هر څه مخکې باید آسلامي کتابونه مطالعه کړو، که هر څومره مطالعه وکړو خو که د اسلام باره کې مالومات ونه لرو دا به بیا هسې دوخت ضایع وي، خو په آسلامیاتو کې باید ښه مطالعه ولرئ، دا چې څوک درنه پوښتنه وکړي او سمدستي ځواب وکړئ، دا هم منم چېآنسان نیمګړی دی، خو حت الوسعه (تر خپله وسعې) پورې کوښښ په کار دی چې زده یې کړو.

دا هم ولولئ:   د مهاتما ګاندي لنډه پېژندنه او څو ويناوې/ محمد عزيز پردېس

د ځېنو ناولونه ډېر خوښ دي او کولای شي چې ناول تر بل هر کتاب ناول ښه مطالعه کړي.

ځینې بیا همغه د خپل مکتب/پوهنتون کتابونه مطالعه کوي نورو کتابونو ته خاصه توجه نه کوي؛ خو! بهتره دا ده چې په خپل مسلک کېپراخه مطالعه وکړي.

ځینې بیا داسې دي چې هر کتاب مطالعه کوي، مثلاً: آسلامي، ناول، د پوهنتون/مکتب او داسې نور کتابونه.

۳مطالعه د څه لپاره (آهمیت) یې څه دی؟

د مطالعې آهمیت/ګټې ډېرې زیاتې دي که موږ هر څومره د مطالعې د ګټو په اړه ولیکو/وغږېږو بیا هم کم دي.

که تاسې په خپل چاپېریال/شا او خوا کې هغه وګړي چې مطالعه کوي او هغه چې مطالعه نه کوي، سره مقایسه/پرتله کړئ نو د مطالعېارزښت به درته معلوم شي؛ ځینې کسان چې زده کړه/ تعلیم هم لري، منظم ښونځی او پوهنتون یې هم لوستی وي، خو په خپل مسلک کېدومره وړتیا/قابلیت نه لري لکه هغه شخص چې پراخه مطالعه یې کړي وي، او د خپلې شخصي مطالعې پر مټ یې ځان تر یو ځایه رسولیوي، دا کسان ممکن/شاید له پوهنتون څخه هم فارغ نه وي خو وړتیاوې یې د هغه فارغو کسانو په نسبت ډېرې زیاتې دي چې مطالعې تهیې شا کړې ده.

مطالعه د دې لپاره وکړئ چې مالومات او ورسره مو په څنګ کې د ژبې فصاحت او بلاغت زیات شي، د دې لپاره مطالعه وکړئ چې څنګهمقابل شخص در څخه (متأثره) شي، او هم څنګه کولای شئ چې مقابل چې د خپل فصاحت او بلاخت له وجهې تاثیر لاندې راولئ.

دا هم ولولئ:   "د یو ملت نه ماتیدونکې هوډ: د افغانستان د خپلواکۍ ورځ او د غازي امان الله خان الهام بخښونکې میراث"

په ټوله کې ویلی شو هغه څوک چې منظم تقسیم اوقات/پلان لري هغه کولای شي په ډېرې آسانۍ سره خپلو ورځنیو کارونو او ورسره خپلهمطالعه پر مخ بوځي؛ همدغه شخص کولای شي چې په راتلونکي کې د خپل ځان، کورنۍ او هېواد لپاره لاسته راوړنې ولري.

مختلف ډوله کتابونه مطالعه کړئ چې مالومات مو لا زیات شي، او په مجالسو/غونډو کې د خبرو قابلیت په ځان کې پیدا کړئ، څومره چېمطالعه کوئ همغومره مو ذهن رشد/ارتقا کوي.

که مو مطالعې ته زړه تنکېده نو خیر دی په ورځ کې حدا آقل یو عنوان/متن مطالعه وکړئ، په دوهمه ورځ دوه عنوانه مطالعه وکړئ، په درېمهورځ درې عنوانه مطالعه وکړئ؛ (ضرور نه ده چې تاسو دې هرومرو/خامخا کتاب لس یا شل صفحې/مخه مطالعه کړئ، څومره مو چې لهوسه/توان پوره وه په ورځ کې همغومره مطالعه وکړئ) که مو همداسې هره ورځ یو یو عنوان آضافه کوه نو بیا مو دومره مطالعې ته زړهتنګیږي؛ بیا به داسې ورځ راشي چې بغیر له مطالعې به مو ساعت نه تېریږي/ بل څه به خوند نه درکوي او هر کتاب چې پر مخ درته هغهبه مطالعه کوئ.

ژوند بدلون ته اړتیا لري؛ او بدلون بغیر له مطالعې څخه هېڅ امکان نه لري.!!!!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*