ولې همېشه نور زموږ په اړه منفي فکر کوي؟/ احمد طارق خلیلي

لیکنه: احمد طارق خلیلي

کله چې مونږ د خپل ځان په هکله منفي فکر ولرو نور هم زمونږ په هکله منفي فکر کوي، هر څه زمونږ د فکر او زمونږ دکړنو نه معلومېږي،او نوروته انعکاس ورکوي.

لومړى بايد په خپل ځان کې مثبت بدلون راولو، په ځان ډاډه شو او اعتبار پيدا کړو، او دنورو دقضاوت په هکله فکر ونکړو.

قانون دا دی چې کله هم لږ تکړه، نوښتګر، ذهین او د فکر خاوند وي، نو ځینې به بیا ستاسو په اړه منفي ګرایې کوي. خو د داسې خلکوپه کیسه کې مه کېږئ، خپل پلان/کار مو مخته بوځئ. که کله هم تاسو د دوي خبرو او منفي ګرایۍ ته فکر/غوږ ونیوه؛ نو همېشه به مو پلان/کار نیمګړی وي، دا ځکه دوی نه غواړي چې تاسو پرمختګ وکړئ. او دا د ځان لپاره قانون وګرځوئ، ژوند ستاسو دی؛ خپل ژوند مو پهخپله خوښه مخته بوځئ، نه د نورو په خوښه، خو دا هم له یاده مه باسئ چې په مشوره کې خیر دی؛ مشوره وکړئ که مو خوښه شوه، نوپه عمل کې یې راولئ، او که نه نو بیا د ځان لپاره مناسب پلان برابر کړئ، چې په ورځني ژوند کې یې عملي کړئ، او ژوند مو مناسب پرمخ لاړ شي.

نور خلک زموږ پرمختګ نشي زغملی، نو ځکه زموږ په اړه منفي ګرایې او پسې شا خبري کوي.

دا هم ولولئ:   د وېرې کمول، د بریا خپلو / امیرخان ځلاند

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*