د ذهن آرامولو شپږ لارې چارې

ژباړه

اول: انفالو شروع کړئ

د ډېرو خلکو خبرې پر موږ ښه نه لګېږي، نظریات یې منفي وي او موږ ورسره په اوسېدو ناآرامه کېږو، نو داسې خلک په سوشل میډيا کېانفالو کړئ او په ژوند کې هم ورسره اړیکې پرېږدئ. موږ مجبور نه یوو د چا هغه خبرې هم واورو چې زموږ ذهن ناآرامه کوي.

دویم: اړیکې کمې کړئ

اړیکې چې ډېرې وي، ډېرو خلکو سره به مخ کېږئ، په دې کې به هر ډول خلک وي. له ځینو به تاسې خفه کېږئ او ځينې به له تاسې خفهکېږي، خو که دا خلک لږ وي او اړیکې کمې وي، نو ستاسې ذهن به ورسره آرام وي.

درېیم: اوس وخت ته متوجه شئ

موږ خپل تېر وخت نه شوو بدلولی، خو راتلونکی بدلولی شوو. نو له تېر وخت تېر شئ، اوس وخت ته پام وکړئ او د خپل راتلونکي ښه کولولپاره ترې کار واخلئ.

څلورم: خوراک څښاک ته پام کوئ

یوه څېړنه وايي، اویا فیصده لانجې ځکه جوړېږي چې یوه اړخ ډوډۍ نه وي خوړلې. زموږ خوراک او نه خوراک دواړه زموږ په ذهن تاثیرکوي، نو د خوراک بڼې او وختونو ته پام کوئ.

پنځم: ځان ته وخت ورکړئ

موږ ټوله ورځ له نورو انسانو سره مخ یوو، ذهن مو ستړی کېږئ، نو ځان ته وخت ورکول او دمه کول ضرور دي. لږ وخت دې ته ورکړئ چېپه یوه آرام ځای کې یوازې کېنئ او خپل ذهن آرام کړئ.

شپږم: چکر ته لاړ شئ

وايي چکر روح تازه کوئ، نو یو مناسب وخت وټاکئ او چکر ووهئي. ضرور نه ده چې بل هیواد یا ښار ته لاړ شئ، یوازې له کوره وتل اویوه ښاېسته ځای کې څو قدمه ګرځېدل هم چکر دی.

دا هم ولولئ:   ‎د ذهن منفي ټکي مو تر خاورو لاندې کړئ_ مسعود رښتین

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*