د ټولنيزو او انټرنټي پاڼو استعمال څنګه محدود او کم کړو؟ / ارمان مهربان

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

په اوسني وخت کې انټرنېټ او نورې ټولنيزو رسنيو ډېره پراختيا موندلې ده. د هر چا اړتيا ګرځيدلي او استعمال يې زموږ په ژوند کېخورا لوی اسانتيا برابره کړي ده. خو د ډېرو ګټو او زموږ په ژوند او اړيکو کې د سهولتونو رامنځته کولو سره، د هغوی زيات استعمال زموږپه ژوند منفي اغېز کوي. د ژوند له چارو مو باسې،کارونه مو ځنډوي،او بلاخره زموږ د بربادۍ سبب ګرځي.

که تاسو هم د ورته ستونزې سره مخ ياست! او له حد زيات په ټولنیزو رسنیو کې غرق ياست، لاندې ليکنه کې درته له دې چارې د  خلاصونغوره نقاط او لارښوونې در پېژنو!!

لومړی: دا معلومه کړئ،چې په کومه برخه کې زيات وخت تېروئ!

کمپيوټر ،آيفون او انډرويډ سیستم لرونکي موبایلونه داسې خصوصیات او ځانګړنې لري چې په مرسته يې کولی شو په ورځني ډول دموبايل د استعمال او په موبايل کې د استعمالونکو کاريالونو د وخت موده معلومه کړو. ددې feature ځانګړنه دا ده چې کولی شو،بېلابېلوکاريالونو ته په خپله خوښه د استعمال او کار کولو موده ورکړو. کله يې چې د استعمال ټاکلی حد پوره کړ،بيا په هېڅ صورت نشو کولیچې نوموړی کاریال له ټاکلي مودې يوه دقيقه زيات استعمال کړی شو. داfeature په انډرويډ کې wellbeing او په آيفون کې دScreen time په نوم ياديږي.

دوهم: د يوه ځانګړي کاریال په مرسته!

په آپ‌سټور او پلی‌سټور کې يو شمېر کاريالونه شته چې په مرسته يې ځينې پروګرامونه بلاک کولی او يا يې هم استعمال محدود کولیشئ. د مثال په ډول Offtime نومی کاریال چې په آيفون او سمارټ‌فون کې د استعمال وړ دی،کولی شئ چې په استعمال سره يېکاریالونه د سیستم څخه بند او يا يې هم استعمال د خپلې خوښې وخت لپاره عیار کړئ. په دې کاريال کې چې د کوم اپليکېشن لپاره وختعيار کړی، د استعمالولو پر مهال تاسې ته يو پيغام راځي، چې د اپلکېشېن د استعمال موده مو ختمېږې او له ټاکلي مودې څخه يې زياتنشی استعمالولی. په آيفون او سمارټ‌فون کې moment,او flipd هم ځانګړي کاریالونه دي چې ورته او ځانګړي خصوصيت اوځانګړنې لري.

دا هم ولولئ:   د تخمدانونو پولي سیستیک ناروغي (Polycystic Ovary syndrome) / دوکتورس شغله شېنوارې

درېيم: د ټولنيزو او انټرنټي پروګرامونو یاداښتونه غير فعال او بند کړئ!

موبايل ته د ټولنيزو رسنيو د ياداښت او Notification راتلل موږ دېته اړ کوي چې حتمآ هماغه کاریال راخلاص کړو،او ځان پکېمصروفه کړو. نو د ټولنيزو رسنيو د کارولو استعمال کولی شو چې د ټولنيزو کاريالونو په سيټينګ کې د هغوی ياداښت او نوټفيکشن په غيرفعالولو سره محدود او کم کړو.

څلورم: د ټولنيزو رسنيو کاریالونه مو په خپل موبايل کې ډيليټ کړئ!

د ټولنيزو رسنيو د استعمال پرېښودو او محدود کولو لپاره د ټولنيزو رسنيو کاريالونه لکه فیسبوک،انسټاګرام او نورپه موبايل کې ډيليټاو له منځه وړل ترټولو مؤثره او اغېزمنه لاره ده.

پنځم: د ورځنيو کارونو او نورو وختونو کې مو موبايل بند وساتئ!

که تر دې حده د موبايل او فیسبوک روږدې ياست؛ چې د موټر چلولو،ډوډۍ خوړلو،له چاسره د لیدنې پر وخت،سپورټ کولو،کورنۍ سره دکیناستوپرمهال يې هم استعمال نه قضا کوی،د خلاصون اغېزمنه لاره يې د موبايل بندول دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*