د ځېګر د ناروغو پېژندنه، د خطر فکتورنه او تداوي/ دوکتور سید راحت الله حیدري

لیکوال: دوکتور سید راحت الله حیدري

دا چې په دې وروستیو کې د هیوادوالو ترمنځ د fatty liver په هکله ډېرې اندېښنې او ناسم پوهاوی زیات شوي او پېښې یې هم زیاتېدي او نږدې ده چې په یوه عامه روغتیايي ستونزه بدل شي نو لازمه مې وبلله چې ددې ناروغۍ په هکله یو څه ولیکم .

د غیر الکولي شحمي ځېګر ناروغي (Non Alcoholic Fatty Liver Disease NAFLD) یوه کلینکي اصطلاح ده چې دمختلفو هغهحالاتو لپاره کارول کېږي چې په ځیګر کې د شحم د راټولیدو له امله رامینځته کېږي ، دا معمولا په هغو خلکو کې لیدل کیږي چې ډیر وزنلري یا چاق وي. د نه تداوۍ کیدو په صورت کې د ځېګر په پرمختللي او مُزمنې ناروغۍ بدلیدلی شي لکه د ځېګر سیروزس او End Stage Liver Disease . ددې ناروغۍ سره د قلبي وعايي ناروغیو ، پښتورګو مزمنو ناروغیو ، د کولون کانسر خطرات زیاتیږي. د ټولنېتقریبا ۳۰ سلنه شاوخوا خلک fatty liver  لري ، د دې ناروغۍ پېښې په هر عمر کې پیدا کیدای شي .

ناروغي په څلورو مرحلو کی ورو ورو پرمختګ کوي.

اول – Simple Fatty Liver (Statosis) : په دې حالت کې شحم بدون له  دې چې د ځیګر حجرو ته کوم تاوان ورسوي په ځیګرکېځای په ځای کېږي.

دوهم – Non Alcoholic Steatohepatitis NASH: دا یې نسبتاً جدي حالت دی چې په  کې د ځېګرپه حجراتو کی التهاب پیداکیږي.

دریم – Fibrosis : په دی حالت کی د ځګر په حجرو کې دوامداره مُزمن التهاب بالاخره په ځیګر کی scar نسج رامینځته کوي ، مګرځیګر لاهم د دې وړتیا لري چې  تقریبا په نورمال ډول فعالیت وکړي

دا هم ولولئ:   انار؛ د وطن خوندوره میوه او د ډېرو ناروغیو درمل

څلورم – Cirrhosis : دا حالت د کلونو التهاب وروسته واقع کیږي، بالاخره چې ځیګر کوچنی کیږي او تخریبیږی ؛ دا حالت غیر ارجاعياو  دایمي دی او کولی شي د ځېګرد ناکامۍ لامل شي (چیرې چې د ناروغ ځیګر په سمه توګه کار کوي) ان تر دې چی د ځېګر د سرطانپورې پرمتخګ کولای شي .

دا ناروغي تر ډېره بریده غیر عرضي وي ممکن د ښي طرف د ګیډې پورتنی قسمت کی درد موجود وي په شروع کې ممکن ځېګر غټ وي اوبالاخره د ځیګر د سروزس او عدم کفايي اعراض او علایم پیدا کیدای شي.

اسباب او د خطر فکتورونه : تر هرڅه مهم او عام چاغوالی دی چی تقریبا د fatty liver  د ۴۰ سلنه په زیاتو ناروغانو کې موجود وي،شکر چې نږدې ۲۰ سلنه ناروغانو کې موجود وي ، د وینې د غوړو خصوصا ترای ګلیسراید زیاتوالی ، میتابولیک سندروم ، مختلف درمل(amiodarone,corticosteroids,diltiazem,methotrexate,tamoxifen…)، د داندوکراین مختلفی ناروغۍ(cushing syndrome,hypothyroidism…) ، په ورځنۍ غذا کې د فرکتوز زیات استعمال ، ممکن د soft drink  او نوشابو زیات  استعمال دناروغۍ خطر زیات کړي د څیړنو پایلو ښودلې چی د کیسه صفرا د عملیات او لرې کولو وروسته د ناروغۍ خطر زیاتیږي ، د ‎IBD  ناروغيچې د کولمو التهابي ناروغۍ ده د fatty liver  سره اړیکه لري ، د ویټامین ډي فقدان هم د ناروغۍ سره اړیکه لري، په ښځینه و  polycystic ovary syndrome  ناروغۍکې یی خطر زیاتیږي.

نوټ : په ورځني ژوند کې د فزیکي فعالیت زیاتوالی ، د قهوی زیات استعمال ساتونکی تاثیر لري.

دا هم ولولئ:   د معدې تیزابیت ضد درملو اوږد مهاله استعمال زيانونه / ډاکټر علي قمرزی

تداوي : تر هر څه وړاندې باید ناروغان په خپل ورځني ژوندکې بدلون راولي ؛ مثلا چاغ ناروغان باید وزن کم کړي، په ورځنۍ غدا کې بایدفرکتوز کم واخیستل شي، باید په ورځنۍ غذا کې فایبر لروونکي خواړه زیات واخیستل شی ، په منظم شکل سره فزیکي فعالیت ترسرهشي، ناروغ باید د الکولو او سګرټو څځه ځان وساتي .

د اوس لپاره په فارمکولوژیک درملنه کې ویتامین E ، poioglitazone،incretin mimetics، Pentoxifylline ،statins،  ezetimibeورکول کیږي.

په اینده راتلونکې کی FXR agonists، Antifibrotics، PPAR-α/δ agonist  ممکن د درملنې لپاره ومنل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*