د ډبرې تاریخي دوره یا Stone Age_ سید حامد بنوري

ژباړه او راټولونه: سید حامد بنوري

تاریخ پوهانو په عمومي توګه تاریخ په دوو برخو وېشلی:
۱. د تاریخ نه وړاندې دوره ۲. تاریخي دوره
د “تاریخ څخه وړاندې دوره” بیا په خپل وار په دوو نورو دورو وېشل شوی:
۱. د ډبرې دوره ۲. د فلزاتو دوره
نو د پورتني وېشنې پر اساس د “ډبرې تاریخي دوره” د تاریخ تر ټولو لرغونې دوره ده چې په دې دوره کې به انسانانو خپل د اړتیا وړ ټول وسایل له ډبرو څخه جوړول.

د دې دورې څخه ترلاسه شوي ټول پخواني وسایل، له نن څخه تر ۲۵۰۰۰۰۰ کاله پورې لرغونتوب لري. د دې ډبرینو وسایلو تر څنګ به دوی(انسانان) د وسایلو جوړولو لپاره له لرګي او هډوکو څخه هم کار اخیستل. د پالیولیتیک دوره شاوخوا لس زره کاله پخوا پای ته ورسېد. د دې دورې په پای کې انسانان د سمڅو په دېوالونو باندې د انځورګرۍ هنر زده کړ، او د خټینو مجسمو په جوړولو یې پیل وکړ.

په شمال لویدیځه اروپا کې د ډبرې منځنۍ دوره یا مېزولیتیک شاوخوا ۸۰۰۰ ق.م( قبل المیلاد) کې پیل او تر ۲۷۰۰ ق.م پورې دوام درلود. د دې دورې په اوږدو کې انسان له ډبرو څخه ښایسته وسایل جوړ کړل. د دې دورې انسان تر اوسه هم د ښکار له لارې ځانته خواړه برابراوه، او په لومړي ځل یې د ډبرو له تراشلو څخه وسله جوړه کړه.

د ډبرې د نوې(Neolithic) دورې په جریان کې د خټینو لوښو جوړول پیل شول. د دې(نیولیتیک) دورې تر ټولو لوی پرمختګ د خوړو تولید وو. د دې دورې څخه د مخه انسانانو تل خپل خواړه له طبیعت څخه راټولاوه، او د خوړو تولید په اړه یې کوم فکر نه درلود، په هغه صورت کې چې انسان په نیولیتیک دوره کې د کرنې او د څارویو روزلو د طریقې په زده کولو سره، د خوړو تولید پیل کړ. د کرنې په پیل سره لومړني کلي رامنځته شول. په منځني ختیځ کې د نیولیتیک دوره په ۹۰۰۰ ق.م کې پیل شو. د دې دورې ډبرین وسایل د تېرو دوو دورو په پرتله خورا ښکلي او په زړه پوري جوړ شوي دي.

دا هم ولولئ:   د « راډیو افغانستان» د خبرونو لومړنۍ نطاقه څوک وه؟

کله چې اروپایانو امریکا کشف کړه؛ د امریکا بومي سورپوستي د نیولیتیک په دوره کې ژوند کاوه. په استرالیا او نیوګیني کې اوس هم ځینې قومونه د ډبرو په دوره(Stone Age) کې ژوند کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*