ریاضي څنګه زده کړو؟ / عبدالغفار فضلي

ترتیب کوونکی: عبدالغفار فضلي

که له زده کوونکو وپوښتئ، چې کوم مضمون درته سخت دی، مخکې د پوښتنې له خلاصیدو به درته د ریاضي غیبت شروع کړي او وايي چې ریاضي ډیره سخته ده، یو درسي ساعت به خلاص شي خو د X قیمت به پیدا نه شي. خو داسې نه ده. ریاضي سخته نه ده بلکې سخته را معرفي شوې. پرته له دې چې خپله کوښښ وکړو، د بل په خبرو د ریاضي سختوالي ته تسلیمږو. که پام وکړو د ورځنې ژوند زیاتره چارې مو د ریاضي حساب برخې سره نږدې اړیکې لري. همدا چارې موږ ته په ښوونځیو کې هم تدریسږي، خو په لږ توپیر. یعنې په ټاکلی ځای، ټاکلي اشخاص په ټاکلي سیستم کې موږ ته همدا شیان راښايي.

که دا هم ومنو چې ریاضي سخته او پیچلې ده، نو د زده کړې لپاره یې هم بیلا بیل میتودونه شتون لري چې په استفادې سره یې کولی شئ، ریاضي زده کړئ.

۱:- تمرین

د هر څه زده کړه د تمرین پرته لږ وخت لپاره ذهن کې پاتې کیږي او بیرته له منځه ځي. او موږ دا اقرار هم کوو چې ریاضي سخته او پیچلې ده، باید تر نورو مضامینو زیات وخت ورکړو او تمرین یې کړو. ځکه چې ریاضي داسې یو مضمون دی چې یوازې لوستلو او اوریدلو نه زده کیږي. بلکې ډیر تمرین ته اړتیا لري.

۲:- غیرې حاضري نه کول

ریاضي ځنځیري بڼه لري. یوه موضوع یې بلې موضوع سره حتماً اړیکه لري. یوه ورځ غیرې حاضري یا په یوه موضوع نه پوهیدل، راتلونکي درسونه کې درته ستونزه جوړوي. د مثال په ډول که تاسو د حساب ریاضي د “اعدادو جمعه” موضوع کې غیرې حاضر یاست نو د “تفریق” موضوع په میزان ( بیرته د پوښتنې کتل چې سم دی او کنه) نه پوهیږی.

دا هم ولولئ:   پښتو هغه ګنهګاره دوزخي ده_ سیال یوسفي

۳:- پوښتنه وکړئ

هر وخت چې درته پوښتنه پیدا شوه په ډاډه زړه یې له ښوونکي وپوښتئ. که د پوښتنې لپاره مناسب وخت نه و، درسره یاداښت یې کړئ، په مناسب وخت کې یې له ښوونکي وپوښتئ.

پوښتنه عیب نه، نه پوهیدل عیب دی.

۴:- مفهوم واخلئ

میخانیکي ډول زده کړه یا په ازموینه کې د بریالیتوب لپاره زده کړه تر ډیره بې ګټې ده، بیرته زر در څخه هیریږي. په دې ځان پوهـ کړئ، زه چې څه لولم دا څه معنی؟ هدف او مفهوم یې څه دی؟ دا فرمول څنګه او چیرته وکاروم؟

۵:- کنکجاو(پلټونکي یا هڅه کوونکي) واوسئ

له ځانه وپوښتئ بیا د ځواب پیدا کولو لپاره کوښښ وکړئ.

د مثال په ډول: که ښوونکی د تناسب په موضوع کې ډالر، افغانیو ته بدل کړي. نو بیرته افغانې، ډالر یا نورو اسعارو ته بدلولو لپاره خپله کوښښ وکړئ.

۶:- له ویډیویي درسونو استفاده وکړئ

په 21 مه پیړۍ کې د هر څه زده کړې لپاره ویډیویي اسانتیاوې شته. نو په دې برخه کې د والدین یا مشران باید خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي او لازم درسي مواد ورته برابر کړي.

۷:- تدریس وکړئ

که په یوه موضوع مو حاکمیت پیدا کړ نورو ټولګیوالو ته یې وښایاست یا یې په کور کې ماشومانو ته تدریس کړئ. په دې طریقه موهم درس په ښه ډول ذهن کې کیني او هم به مو نورو ته ګټه رسیدلي وي.

۸:- ګروپي کار وکړئ

ګروپ کې مختلف نفر وي هر نفر جدا نظر لري، همدا نظر اختلاف د دې سبب کیږي چې مختلف شیان یا مختلفې طریقې زده کړئ. ګروپي کار هم ستاسې اشتباهات درمعلوموي او هم یې د حل لارې درښايي.

2 Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*