په خپلو کې ودونه او د ارثي ناروغیو عوامل /نګین کرګر

لیکنه: ډاکټره نګین کرګر

د وینې د منفي ګروپ حساسیتونه د وینې دسرو کرویاتو حجرات په سطحه کې داسې مارکرونه لري کوم چې یو خارجي حجره د معافیتي سیستم حجرات پیژندلی شي.

یو ددې مارکرونو څخه د ار ایچ فکتور انتیجن دی. یو کس چې ار ایچ فکتور انتیجن په وجود کې لري هغه Rh مثبت دی او څوک چې یېنلري هغه ار ایچ منفي دی، یعنې دوینې ګروپ یې منفي  یا مثبت علامه ځان سره لري .

د وینې هر ګروپ کې دا مالومیدلی شې چې ایا دا انتیجن مثبت یا منفي موجود دی او که نه؟

د وینې ګروپونه د البفا په وسیله یعنې A, B او O سره مشخص شويدیي چې هر یو‌ یې مثبت او یا منفي علامه هم لري ،چې د انتیجندشتون یا نشتون علامه ده.

که دغه مثبته ار ایچ وینه غلطۍ کې یو ار ایچ منفي  شخص ته ورکړل شي نو هغه شخص معافیتي  عکس العمل ښکاره کوي او تاسې به هم اوریدلي وي چې د پلانکي حالت ‌‌‌‌‌‌ډیرخراب شو چې غلطه وینه یې ورته ورکړې وه.

په امیدوارۍ کې دا حالت هم پيښیدای شې کله چې یوه ار ایچ منفي مور په نس کې ارایچ مثبت ماشوم ولري . ځکه دا ‌‌‌‌‌‌ډیره مهمه ده چې دمور او پلار د وینې معاینه وشي او ګروپ یې مالوم وي ځکه بیا د امیدوارۍ په مهال هغه ضروري اولازمي تستونه. باید په وخت باندې اجراشي ترڅو د جنین د سقط نه هم مخنیوی وشې .

دا شاید په لومړي ځل ماشوم کې دومره خطرناک نه اوسي خو په دوهم او دریم ماشوم کې باید ‌‌‌‌‌‌ډیر مور او پلار محتاط اوسئ.

همدارنګه کله چې په خپلو کې ودونه وشې اکثراً ماشومان د وینې د یو رنګ ګروپونو له کبله ارثي ناروغیو سره نړۍ ته راځي. مهمه ده چې هغه کورنۍ چې د یو بل تره، ماما ، خاله یا عمه اولادونو سره ودونه کوي مخکې ددی نه چې د کوژدې تصمیم ونیسي د وینې ګروپونو تست وکړئ، ترڅو چې د راتلونکي نسل د بقا لپاره هم ځان او کورنۍ په مشکلاتو اخته نکړي، ځکه ارثي ناروغۍ علاج نلري.

په امیدوارۍ کې ولې ځینو میندو ته د ار ایچ حساسیت ورپیښیږي؟

که یوه مور ار ایچ منفي اوسي ددې د وینې د سرو کرویاتو د حجراتو په سطحه کې ار ایچ فکنتور ریسپتور یا اخذي موجودې نه وې. حال دا چې په ار ایچ مثبت وینه کې دا اخذي موجودي دي که چیرته مور ار ایچ منفي  اوسي او په نس کې یې ماشوم ار ایچ مثبت اوسي نو دماشوم مثبته وینه د مور منفي وینې سره حساسیت د انتي یادې عکس العمل په واسطه ښکاره کوي.

اکثراً د ماشوم تر زیږیدو پورې دا حساسیت نه پیښیږي خوکله کله کیدای شي چې دا حساسیت رامنځ ته شي او پخوا وختو کې چې ددې تداوي  نه وه کیدای شو چې حتی د ماشوم یا د مور د مرګ سبب هم شي، مګر نن سبا طبابت کې دا کومه پیچلې مسله نده، او کیدای شي چې مخنیوی یې وشي .

دا هم ولولئ:   د ځیرکو موبایلونو ناوړه اغېزې او د مخنیوي لارې / ډاکټر شیراوازخان پکتین

څنګه ددې حساسیت مخنیوی کیږي؟

که تاسې ار ایچ منفي وینه لرئ اوحساسیت لا پیل شوی نه وي نو ستاسې داکتر کولای شي چې تاسو ته د یو ‌‌‌‌‌‌ډول ایمون ګلوبولین یاپروتین درکړي چې د (RhoGAM) په نامه یادیږې دا د ار ایچ د حساسیت مخنیوی کوي او ټولې میرمنې چې امیدواره دي دوی استعمالولی شي.

دا درمل باید امیدواره میندې  د امیدوارۍ په اته ویشتمه اونۍ کې واخلي . که ماشوم ار اریچ مثبت وي. دغه ایمنو ګلوبولین ‌‌‌‌‌‌ډیر کم وخت لپاره موثر دي او د هرې امیدوارۍ سره باید په ټاکلې اونۍ کې واخیستل شي.

دا پروتین هغه میندو ته چې ماشوم یې ضایع شوی وې هم ورکول کیږي .

خو که د ار ایچ حساسیت پیل شوی وي نو بیا دا ‌‌‌‌‌‌ډول درمل کار نکوي.

دا حساسیت څنګه تداوي کیږې؟

که مور ار ایچ منفي وي باید متواتر تست وشي چې مور کمخونه نشي، کله چې ماشوم پیدا شي ماشوم کومې تداوۍ ته ضرورت نلري اوکه د مور وینه ‌‌‌‌‌‌ډیره کمه شوې وي باید وینه ورته ورکړای شي یعنې په امیدوارۍ کې د ار ایچ منفې وینې میندې باید په منظمه او په متواتره توګه د کمخونۍ لپاره تست شي تر څو د ولادت په وخت د کمخونۍ سره مخ نشي .

دا مسله پخوا حتی د مرګ سبب کیده او په افغانستان کې لا هم دې ته څوک پاملرنه نکوي ځکه خو د میندو او ماشوم مرګونو کچه د ولادت په وخت لوړه ده.

د وینې ګروپ مالومول ښه خبره ده مخصوصاً هغه کورنیو کې چې خپلو کې سره ودونه کوي.

په فزیک کې وایي چې مختلف چارجونه یو بل جذب کوي همداسې که ار ایچ مثبت او اریچ منفي وینه ګ‌‌‌‌‌‌ډه شي نو معافیتي  سیستم عکسالعمل ښکاره کوي .

په قران کریم (سوره نساء 23-25)ایت کې راغلي دي چې په خپلو کې ودونه مکوئ،.

په دې کې د تره ، ماما، عمه او خاله اولادونه ندی یاد شوی، حال دا چې وراثت علم وایي چې ‌‌‌‌‌‌ډير ماشومان دداسې ودونو څخه ناروغیوسره نړۍ ته راځي.

په برتانیا کې دداسې  ودونو د نتیجې څخه د شلو ماشومانو نه یوولس ماشومان د بیلابیلو ناروغیو سره نړۍ ته راځي ؟

د وراثت علم د مندل د وخت نه تراوسه پورې تقریباً یونیم سل کلن دی.

ګری ګوری مندل لس کاله په خپله باغچه کې په نباتاتو لکه د مټرو په تخم تجربې وکړي او د وراثت علم بنسټ یې کیښود.

د ‌‌‌‌‌‌ډیرو ستونځو سره مخامخ شو او حتی ویل کیږي  چې تور پرې پوریې شوی و چې دی خپله ساینسي دیتا غلطه ثبت کړې ده.

دا هم ولولئ:   ښوونځیو کې فزیکي مجازات او حل لارې یې

خو نن سبا وراثت علم ‌‌‌‌‌‌ډیر پیاوړی شوی دی او د ‌‌‌‌‌‌ډیرو درمولو جوړولو او د انسانانو د جینوم په پروژه کار روان دی.

د دي ان اې ریکومبیننت تکنالوي  دیرش کاله کیږي او په دغه علم کې یې ‌‌‌‌‌‌ډیر پرمختګ رامنځ ته کړ.

ټولو کې دا مشکل نه جوړیږي  خو ډېر امکان یې شته چې داسې وشي بهترینه لار یې بیا د وینې د ګروپ چیک کول دي.

مخکې له دې چې نکاح وکړئ که چېرې یې فکټورونه خلاف وي، نو بیا دا مشکلات مېنځ ته راوړي، چې له نکاح نه باېد منع شي که دوینېګروپونه یې مختلف وي، بیا مشکل نشته، او اولادونه ته یې هم کوم مشکل نه جوړو.

په نړۍ کې لس فیصده ودونو نږدې خپلوانو سره لکه د ماما ، تره، عمه او خاله اولادونه کیږي. په ځینو هېوادونو کې داسې ودونه غیرقانوني دي او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو اسلامي هېوادونو کې دا کار بد نه ګڼل کیږي. او په قرآن کې هم دداسې ودونو په هکله تفسیر نشته. حال دا چې دحضرت عمر رض او نورو روایاتو او احادیثو کې راغلي دي چې خپلو کې ودونه مه کوئ.

د روغتیا نړیوال سازمان تل هڅه کوي چې دداسې ودونو په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي، او د راتلونکي نسل د معیوبیت او ناروغیو پههکله خلکو ته په خپلوانو کې د نه واده کولو مشوره ورکړي.

مثلاً که شل ماشومان دداسې ودونو نتیجه وي نو یوولس ماشومان معیوب او یا د بېلابېلو ناروغیو سره نړۍ ته راځي. دغه ناروغي عبارت دهد ړندیدو، د وینې غیر نورمال کیدل یا انومالي، د پښتورګو، زړه، سږو او ځیګر ناروغۍ او مغلق عصبي اختلال او معیوبیت، عقامت یعنید بچیو نه پیدا کیدو او نور مرضونه کیدلی شي.

ساینس ددې په هکله څه وایي؟

دداسې ناروغیو علت ارثي مالواتو تغیر پذیره یا بدلون خوښونکي جین یا څه دی؟

درې رقمه بدلون خوښونکی جین موجود دي.

لومړی: یو چې ناڅاپي تغیرات پکې راځي یا میتویش کوي.

دوهم: چې متحرک جین یعنې هغه چې ارثي مالومات د یوې ګروه خلکو نه بلې ګروه خلکو ته انتقالیږي.

دریم: د نسل بقا لپاره وي چې په دریم ‌‌‌‌‌‌ډول جین کې هم میتویشن امکان لري کوم چې د عقامت یا شن‌‌‌‌‌‌ډیدو سبب ګرځیدلی شي، چې دا پهاکثر عربو هېوادونو کې لوړه کچه لري.

که یو ماشوم یو ددغه بدلون خوښونکو جین په ارث یوسي نو د ناروغیو سبب نه کیږي.

خو که یو ماشوم د دواړو مور او پلار دغه بدلون خوښونکی په ارث ولري نو د ماشوم مرګ او ددغسې جینیتکي یا ارثي ناروغیو سببګرځي.

په بیګانه خلکو کې دا  جین یو په سلو کې وي. همداسې په خپلو کې ودونه دا چانس زیاتوي. دا جین په خپلوانو کې ودونه او په وینېشریکو خلکو کې دا جین شتون لري، ځکه ددوی ډی ان ای یا ارثي مالومات سره شریک دي. یانې دا ډی ان ای په نسلونو کې شریک دی. نو که غواړی راتلونکي نسلونه مو سالم اوسي دا د وراثت علم اوساینس ثابته کړې ده چې په خپلو کې ودونه داسې عوامل د نسل بقا کېدرلودلی شي. همدارنګه په سوره نسا کې چې ایت راغلی دی چې د خپلو سره ودونه مکوئ. حال دا چې زیات تفسیر ندی ورکړل شوی خوپه احادیثو کې دا راغلې ده. نو دا هر څه زمونږ د دین حکمتونه راڅرګندوي چې د شلمې پیړۍ داسې لاس ته راوړنې ته اشاره شوې ده. ډی ان ای د امینو اسیدو څخه جوړه شوې ده چې د ارثي مالوماتو یوه زېرمه ده او په ۱۸۶۹ کال کې د سویس څېړونکي فریدریش میشنرلخوا وپیژندل شو. خو دده څخه مخکې د وراثت علم بنسټ ګر ګریګوري مندل په  ۱۸۶۶ د ارثي خواصو انتقال د مټرو په بوټو کې لسو کلولپاره مطالعه کړل. په کال ۱۸۸۱ کال کې الماني بایو کیمست په ډی ان اې کې هغه مالیکول وپیژندل کوم چې د ډي ان ایې د ساختمان‌‌‌‌‌‌ډبره ده.

دا هم ولولئ:   له ځان سره د خبرو کولو روغتيايي ګټې / ارمان مهربان

په کال ۱۸۸۲کال کې په لمړي ځل ساینس پوه والترفبیمینګ کروموزوم وپیژندل او په ۱۹۰۰ کال کې د بېلابېلو کروموزمونو ‌‌‌‌‌‌ډولونه وپیژندل. اوپه کال ۱۹۰۲ کې بلاخره د ګریګوري مندل تیوري رسمیت وموند او د ساینس پوهانو لخوا یې هرکلی وشو.

په کال ۱۹۵۱ کال کې روزلیند فرانکلین د ډي ان اې کیمیاوي ساختمان وموند چې وروسته د مرګ نه یې ورته د دې کار کریډیټ ورکړ.

په ۱۹۶۲کال کې واتسن اوګریګ د ډي ان ای مالیکولي ساختمان لپاره د نوبل جایزه تر لاسه کړه.  د وراثت علم تقریباً یو نیم سل کلن دی،او د ډي ان ای د پیژندلو څخه اته پنځوس کلونه تیریږي. په همدې لن‌‌‌‌‌‌ډه دوره کې ډي ان اې ریکومبیننت تکنالوجي او جین تکنالوجي چې د‌‌‌‌‌‌ډېرو ناروغیو د تشخیص ، تداوۍ او مخنیوي ، او یا هم د جین تیراپي یا واکسین جوړولو لپاره کار کوي، وڅیړل شو او لا هم پرمختګکوي، دا چې په قرآن کې داسې مطلب ته ځانګړې اشاره شوې ده نو دا ویلی شو چې د ساینس او علم د پرمختګ سره دا ذکر هم بېحکمته ندی.

زمونږ وطن کې اکثراً نجونې د انتخاب حق نلری نو کوم څوک چې دا موضوع لولي او یا یې په کورنیو کې دا لاملونو له کبله ناروغهماشومان زیږیدلي دي، د هغوی نه هیله ده چې دا پوهاوی په خپلو کورنیو او کلیو کې عام وګرځوي تر څو د راتلونکي د نسل بقا لپاره یوعمده پوهاوی خلکو کې رامینځته شي.

نوټ : زما لیکنې  ‌‌‌‌‌‌ډیرې ابتدایې او صرف د عامه پوهاوی په موخه دی. کومه علمی رساله نده.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*