له ځان سره د خبرو کولو روغتيايي ګټې / ارمان مهربان

نبي الرحمن ارمان

که موږ کوم څوک په داسې حال کې ووينو چې دی له ځان سره په خبرو کولو اخته وي، سمدستي ورته وايو چې په مغزو کې مو ستونزهرامنځته شوي ده. او يا ورته وايو چې ليونی شوی يې!. خو دا خبره حقيقت نه لري. حقيقت دا دی کله چې کوم څوک له ځان سره په خبروکولو بوخت وي، دی په یو نا يو ډول په بېلابېلو لارو سره خپل ځان ته روغتيايي ګټې را جذبوي. ممکن له تاسو لوستونکو به ډېری کسانحيران شوي ياست او باور به مو نه راځي. خو دا هرڅه ساينس تايېدوي. په لاندې ډولله ځان سره د خبرو کولويو شمېر  روغتياييګټې معرفي کوو.

لومړی: روحي او رواني فعاليت ښه کوي

هغه ډله خلک چې له ځان سره خبرې کوي د نورو خلکو له نظره په بېلا بېلو نومونو يادېږي، او وار له مخې د دوی په رواني حالت انتقاد اوقضاوتونه کوي. خو داسې نه ده، بلکې څېړنو ښودلي چې هغه کسان چې له ځان سره خبرې کوي د دوی په رواني حالت ډېره مثبته اغېزهکوي.

دوهم: روحي فشار او ستړيا له منځه وړي

له ځان سره خبرې کول بې مانا اضافي فکرونه، روحي فشار او ستړياوې له منځه وړي. که يو څوک په روحي فشار او ستړيا اخته ويخپلې ورځنۍ چارې په سم ډول نشې پرمخ بېولی، او په وجود کې يو شمېر منفي تغيرات رامنځته کوي لکه د وينې فشار، د زړه ناروغۍ، دپوستکي او ويښتانو اړوند ستونزې، معدې او هضمي سیستم اړوند ستونزې، د جنسې اړيکو بې نظمۍ او داسې نور.‌‌.. هغه کسان چېله ځان سره خبرې کوي، روحي حالت او فعاليت يې پياوړی کېږې او پورتنی ستونزې ډب کولی شي.

دا هم ولولئ:   ژینوفوبیا(Gynophobia)یا له ښځو رواني وېره (لومړۍ برخه) / ډاکتر سیف‌الله غریب‌یار

درېيم: د یوازیتوب احساس له منځه وړي

هغه کسان چې په یوازیتوب کې له ځان سره خبرې کوي، داسې انګېري چې ګوا کې کومه عقلي او رواني ستونزه راته پيدا شوي ده. خودا عقيده غلطه ده. که کوم څوک له ځان سره په یوازیتوب کې خبرې کوي، دوی خپل ذهن له بدو فکرونو او احساسه پاکوي.

1 Comment

  1. مننه د پرمختگ آپ څخه. یو هیله لرم چې علمي مقالو ته ډیر ځای ورکړي د یو مسلک اړوند مثلآ: ژورناليزم، ادبیات، زراعت ، انجینری، اقتصاد داسې نور ځکه دا څه ليکنې چې مې ولوستلې ډيرې راته عادې وي . مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*