موږ او زموږ کړنې/ فرهاد علي مومند

لیکوال: فرهاد علي مومند

دا سمه ده چې د هر چا کړنې د هغه خپل شخصي کار دی او پکې مداخله کول ښه چاره نده، خو که یو څوک د خپل ژوند په شخصي قلمرو کې داسې څه کوي، کوم چې د هغه سره نه یواځې ښه نه ایسې بلکې په راتلونکې کې ورته په لويې پښېمانتیا او تاوان تمامېږي، نو لږ تر لږه یې د ذهنیت د جوړېدو لپاره په موږ او تاسو حق جوړېږي چې یې په داسې مسایلو کې ذهنیت ور روښانه کړو او له هغه څه یې خبر کړو په کومو چې لدې مخکې دی نه وي پوه او یا پوه وي خو فکر یې ورته نه وي شوی.

زموږ د ټولنې اکثریت افراد په همدې بد خلک شوي دي چې ځیني باریک مسایل یې عادي ګڼلي، خو چې د خلکو ورته پام شوی او دوى بد معرفي شوي بیا په دوه لارو کې پاتې شوي دي، که د کوم چا ځانته فکر شوی دی ځان یې ژغورلی او که نه هغوى چې پکې دوامدار پاتې شوي دي په تدریج سره د ټولنې تر ټولو بدترین انسانان ترې جوړ شوي، چې بیا بغیر له داسې کارونو یې ژوند خوند نه ورکوي او ورته بدرنګه ښکاري.

دا سمه ده چې هر انسان د خپل کریکټر (شخصیت) نماينده دی خو دا سمه نده چې د ده کارونه دې یواځې د ده د شخصیت نمایندګي وکړي، بلکې د ده هره کړنه د ډېری نورو افرادو د شخصیت او ورځني ژوند نماینده ګي کوي. ځکه د ټولنيز ژوند اصول دا وایي چې د یو انسان بدې کړنې د ده انسان د کورنۍ، خپلوانو، ملګرو او په ټوله کې د ده د نږدې افرادو د شخصیت او ورځني ژوند نمایندګي کوي. که بد یې وکړل پورته ډله یاد شوي خلک به یې هم ورسره بد یادېږي او که ښه یې وکړل نو پورته ډله خلک به ورسره ښه یادېږي. هغه متل دی چې وایي: هر څه له خپل رنګه ​رنګ اخلي.
که د یو چا ټولنیز رفتار، کورنۍ، ملګري و غیره په کوم رنګ وي مالومه ده چې هغه انسان به هم په هماغه رنګ وي، ځکه تربیت د انسان له کورنۍ او ورپسې نورې مرتبې شته چې د انسان په ښه او بد جوړېدو کې ګرمې او مسوولې ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ:   ‎د ذهن منفي ټکي مو تر خاورو لاندې کړئ_ مسعود رښتین

مور جانه مې دې خدای لري دا خبره راته ډېره یادوي: چې ښه اوسه تر څو موږ درباندې ښه یاد شو!
له دې معلومه ده لکه څنګه چې زه په خپل شخصي ژوند کې د خپلو والدینو (کورنۍ) د ژوند او شخصیت نمایندګي کوم همداسې هر ځوان په خپلو ورځنیو کړنو کې د خپلو کورنیو د شخصیت او ورځني ژوند نماینده ګي کوي، که ښه وي کورنۍ، ملګري او ورته نږدې خلک به پرې ښه یادېږي، او که بد وي نو امکان دې ولري چې درانه انسانان به د داسې یو بې فکره او بې ضمیره انسان له وجه سپک یاد شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*