ملتونه څنګه پرمختګ کوي؟/ محمد رسول کامران

لیکوال: محمد رسول کامران

کله چې ملتونه له اقتصادي او پرمختیایي پلوه پر خپلو پښو باندې ودرېږي ملت ورسره پرمختګ کوي، افتصادي، سیاسي او ټولنیز ثبات تهخورا ژر رسېدلای شو.

له اقتصادي پلوه پر پښو درېدل د ملتونو د سیاسي خپلواکۍ تر ټول مهم او اساسي فکټور دی هر ملت چې اقتصادي برخه پیاوړې کړي دنورو له فشارونو، فرمایشونو او نامشروع غوښتنو څخه د خلاصون پر لور حرکت کوي. ورسره سم ملت د پرمختګ، تمدن، ویښتیا، ثبات،ځان بسیاینې او خپلواکۍ پر لور درومې.

له دې وړاندې چې د پورته موضوعاتو تحلیل/ څېړنې ته راشم لومړی وایم چې پورتني موضوعات ډېر کلیشه یي او سولېدلي/ استعمالشوي دي. هر څوک چې د یو فکر، مبارزې بنسټ ږدي همدا موضوعات کاروي دا چې په عمل کې به ورته څومره کار کوي دا موضوع راتهوخت او د دوی عملي کړنې مخ ته ږدي.

زه خپله نه غواړم کلیشه یي موضوعات وڅېړم باید د څېړنې پر ځای ورته په عمل کې کار وکړو. کلونه کېږي چې دغه موضوعات څېړلکېږي او لوستلو ته وړاندې کېږي خو پر خلکو چندان اغېز نکوي.

لامل یې دا دی چې موږ خبرې ډېرې ښې کوو خو په عمل کې بیا د خپل شعار، فکر مخالف کړنې کوو چې د شخصي ګټو پر وخت دغهموضوعات را څخه هېر شي او د خپل هوس په دنیا کې ځان ورک کړو.

د افغانستان د ستونزو د حل معادله/ بدلون د پردیو هېوادونو په لوکسو تالارونو او هوډلونو کې نشته.

په پردیو لوکسو دسترخوانونو بېلابېل فېشني خواړه خوړل او له همدې ادرس د هېواد په اړه تصمیم د افغان انسان په دسترخوان کېبدلون نشي رامنځته کولای.

دا هم ولولئ:   په نوی نړیوال نظم کې د افغانستان موقف او اهمیت / روین پوپل

په بهر کې د ځینو منفورو څېرو لکه نظار شورا او نورو راټولېدل دا په ټوله کې افغانستان او ملي ګټو ته ژمن نه دي په هېڅ صورت دافغانانو استازیتوب نشي کولای دا د نورو په دسترخوانونو ماړه دي او غوښتنې یې په ورین تندي مني دوی یې ابزار دي خو ملت باید داځل ونه غولېږي.

د ولسونو په منځ کې د هغوی اړتیاوو ته په پام سره هڅې او کوښښ بدلون حتمي کوي چې موضوع راټوله کړم موږ ژر اقتصاديخپلواکي ترلاسه کولای شو. ځینې واقعیتونه باید څرګند کړو.

که دې وطن کې تل پاتې سوله، یووالی او یو بل منل وي نو ژر جوړېږي دا خبره ډېره غیرې منطقي ده چې ځینې زمزمه کوي او وایي چېافغانستان نه جوړېږي.

وروره!!!

افغانستان جوړېږي خو چې موږ جوړ شو، افغانان کاریګر خلک دي، ژر ستړیا نه مني، سختي هم پر ځان مني….

اوبه لرو، د زراعت لپاره پرېمانه دښتې شته، کانونه مو له حسابه وتلي دي

دا وطن ژر جوړېږي، نفوس کم دی، اوسېدونکي یې غښتلي دي. اساسي شرط او لومړیتوب کراري، یووالی، لوړ عزم، یو بل منل دي.

که په ګران هېواد افغانستان کې مو تل پاتې سوله راغله تر پاکستانه به مو اقتصاد څو چنده ښه او لوړ وي، تر دوی به په نس ماړه یو، تردوی به ښکلی، هوسا او انساني ژوند ولرو.

نو بیا به هغه وخت زموږ پر ځای د کرښې هاخوا اوسېدونکي چیغې وهي چې موږ دا کرغېړنه کرښه نه غواړو، موږ یو افغانستان غواړو.

په خپل هېواد کې دا شرایط او د ژوند لومړیتوبونه ولس ته برابر کړه نور کرار ورته کېنه. ستا پر ځای به نور نارې وهي او دا اغزن د جبرسیمونه به شکوي.

دا هم ولولئ:   ټولنيز‌ نزاکتونه / سمسور خاکسار

اراده، لوړ عزم او ملي ګټې پالل مو ژغوري….

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*