د ښه ويناوال شل ځانګړنې!

لیکوال: عبدالظاهر عابد

په اوسني عصر کې ډېر زده کوونکي، زده کړيالان او ځوانان غواړي چې ښه او په تول برابره وينا وکړي. دې هيلې ته د رسيدو لپاره يېډېرې هلې ځلې هم کړې دي، خو تر اوسه يې خپل اصلي هدف نه دی ترلاسه کړی. ما دلته د يو ښه ويناوال شل غوره ځانګړنې ذکر کړېدي، چې په مرسته يې تاسو کولی شی د سټيج (دريځ) په  سر د وينا پر مهال له فشار، ډار (ويرې) او ساه بندښت څخه ځان وژغورئ.

که تاسې غواړئ ښه ويناوالان شئ، بايد ډېر تمرين وکړئ ځکه تمرين انسان سموي او له تيروتنو يې تر يو بريده ژغوري. نو کوښښ وکړئچې د ملګرو، کورنۍ د غړو او ټولګيوال په مينځ کې پاڅيږئ او په پوره ډاډ او زړورتيا سره وينا وکړئ، ځکه دا درسره په جرات زياته ولو کېډېره مرسته کولی شي.

۱مخکې له موضوع بايد ژوره ساه واخلئ.

۲کله چې سټېج ( دريځ ) په سر اوبه پرتې وي، استفاده ترې وکړئ.

۳ناستو خلکو سره بايد بلدتيا ولرئ.

۴درکړل شوی وخت په نظر کې ونيسئ.

۵له نويو امکاناتو ګټه واخلئ.

۶په وينا کې د بدن حرکات استعمال کړئ.

۷ويناوال بايد ښه اخلاق ولري.

۸ويناوال بايد زغم ولري.

۹يو اينې ( هندارې ) ته ودريږئ او خپله موضوع هغې ته وړاندې کړئ.

۱۰مخاطبين بايد کنټرول کړئ.

۱۱په خپلې موضوع بايد پوره حاکميت ولری.

۱۲ښه ويناوال بايد پراخه مطالعه ولري.

۱۳کله چې سټيج ته راځی فکر وکړئ چې ناست خلک مې ټول ملګري دي.

دا هم ولولئ:   ژورخفګان څنګه کنټرول کړو؟

۱۴موضوع مو بايد ښه پيغام ولري.

۱۵په غوږ، ويښتانو او خوله کې ګوتې مه وهئ.

۱۶ښه ويناوال بايد د هر چا په زړه کې ځای ولري.

۱۷ښه ويناوال بايد د يو چا توهين ونه کړي.

۱۸په خپله موضوع تمرکز وکړئ.

۱۹ښه ويناوال بايد د ولس په ګټه کار وکړي.

۲۰ښه ويناوال بايد قومي تعصب نه کار وانخلي.

په دې هېله چې د وينا پر مهال دغه شل ځانګړنې په نظر کې ونيسئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*