ټولنیزه ځیرکتیا/ فرید قربان

لیکنه: فرید قربان

که په کورنۍ، دوستانو او یا ټولنه کې داسې څوک پېژنئ چې له نورو سره صمیمانه برخورد او ښه ناسته پاسته لري، خلک په اسانه درککولی شي، د ستونزو پر وخت له نورو سره لازمه همکاري کوي او په ټوله کې ښې ټولنیزې اړیکې لري، پدې مانا چې یاد کس د لوړېټولنیزې ځیرکتیا(ذکاوت) څخه برخمن دی.

ټولنیزه ځیرکتیا د انسان هغه وړتیاوې په ګوته کوي د کومو په مرسته چې دی له نورو سره د همکارۍ او یو ځای د اوسیدو زمینهمساعدوي.

دغه ډول کسان کولای شي په اسانۍ سره د یو شمېر لارو چارو په مرسته له نورو سره د اړیکو پر بنیاد خپلې موخې تر لاسه کړي.

ټولنیز ذکاوت که له یوې خوا زموږ باطني وړتیاوې روزي نو له بلې خوا د بهرني چاپیر یال پر وړاندې زموږ غبرګونو هم مدیریت کوي.

ددغه ذکاوت په مرسته کولای شو چې ځان په ټولنه کې د یو تحرک کوونکي او ګټور انسان په توګه ثابت کړو.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۰ کال امریکایي روانپوه اډوارډ ثور ندایک د ټولنیزې ځیرکتیا مفهوم مطرح کړ. هغه پهپه انساني اړیکو کې دعاقالانه کړنو لپاره د انسانانو د مدیریت او درک وړتیا ټولنیزه ځیرکتیا وبالله “ .

په کار، کورنۍ، زده کړو او نورو ټولنیزو ساحو کې د بریا لپاره ټولنیز ذکاوت یو مهم اړخ بلل شوی. که څه هم د شخصیت اړوند بحثونو کېد انساني ځیرکتیاوو له بېلابېلو ډولونو څخه یادونه کیږي، خو دوه ډولونه یې تر نورو ډېر مهم دي.

یو یې همدا ټولنیزه ځیرکتیا ده او بله د هیجاني یا عاطفي ځیرکتیا په نوم یادیږي. عاطفي ځیرکتیا تر ډېره د انسان د باطن اړوند قوتونوڅخه عبارت وي. په اصل کې عاطفي ذکاوت زموږ د باطني هیجاناتو او احساساتو کنټرول او تنظیم دی. یا دا چې موږ څنګه کولی شو دخپلو باطني قوتونو د تنظیم په مرسته ځانونه تقویه او لازم تحرکات او رفتارونه ترسره کړو؟

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / اوومه برخه

دغه ډول ځیرکتیا د دوهم ډول(ټولنیز ځیرکتیا) لپاره ډېر مهم دی ځکهټولنیز ځیرکتیا په ټولنه کې د یو کس د شخصیتي رفتارونو اوځانګړنو د ښکاره کیدو علت دی“.

د ټولنیزې ځیرکتیا مهم عناصر

د اړیکو مهارتونه:

د ټولنیزې ځیرکتیا څخه برخمن وګړي د اړیکو په لارو چارو تر نورو ډېر برلاسي وي. دوی کولای شي په اسانۍ سره وضعیت او نور درککړي او پوهیږي چې په مختلفو موقعیتنو کې له نورو سره څنګه چلند او خبرې وکړي. دغه ډول کسان پوهیږي چې په ژوند کې انسانان ترډېره احساساتي او عاطفي برخورد کوي، نو پکار ده چې په حوصله او فکر ورسره مخکې لاړ شو.

د ټولنیزو قوانینو پوهه:

د لوړ ټولنیز ذکاوت لرونکي کسان په ټولنه کې په شته ټولنیزو اصولو، ارزښتي مسایلو، اخلاقو او نورو ټولیزو کوډونو پوه وي. همدې ټولو تهپه پام سره له نورو سره برخورد کوي او پوهیږي چې څنګه مختلف ټولنیز رولونه ادا کړي.

درک او تعامل:

د لازمو اړیکو لپاره اړ یو چې مقابل په سمه توګه درک شي. د ټولنیز ذکاوت څخه برخمن وګړي د خلکو عاطفي کړنو ته په بېلابېلو ځایونوکې د هغوی حالت ته په کتو غبرګون ښکاره کوي. هڅه کوي چې په مناسب ډول له نورو سره د تقابلي اړیکو پر بنیاد تعامل وکړي. همداوجه ده چې دا ډول کسان په ډېرې اسانۍ پر نورو اغیز کوي او د شریک کار او همکارۍ روحیه را منځته کوي.

د یادو شویو مواردو تر څنګ نور هم ډېر داسې عناصر شته لکه (سمه غوږ نیونه/ مناسب بحثونه) چې د ټولنیز ذکاوت په برخه کې لازم دي،خو د ورته والي په وجه یې موږ همدا پاس څو یاد کړل. په ټوله کې د ښو اړیکو مهارتونه او لارې چارې د ټولنیز ذکاوت په برخه کې همګټورې ثابتیدای شي.

دا هم ولولئ:   منفي او مثبت یواځېتوب / حکمت الله همت

څنګه ټولنیزه ځیرکتیا لوړه کړو؟

یو شمېر انسانان په فطري توګه د لوړې ټولنیزې ځیرکتیا لرونکي وي، خو ځینې نور برعکس په دغه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې نلري.

له ښه مرغه داسې لارې چارې شته چې په مرسته یې د ټولنیز ذکاوت کچه لوړولی شو.

د مثال په توګه د خپل شا وخوا څارنه او ارزونه. پدې برخه کې لازمه ده چې د نورو جنس، عمر، اوسیدو سیمې، د زده کړو کچه، فرهنګيتوپیرونو او نورو ځانګړنو ته توجه وشي او همدې ته په پام ورسره رفتارونه او غبرګونونه ایجاد شي.

همدا رنګ د خپل عاطفي ذکاوت لوړول او د منفي احساساتو کنټرول هم د پام وړ دي.

ځکه همدا زموږ عاطفي ذکاوت دی چې له مخې یې یو کس د ټولنیز ذکاوت مسیرونه ټاکي.

موږ په ټولنه کې ژوند کوو او سر او کار مو په دایمي ډول له انسانانو سره دی. د ټولنیز ذکاوت د لوړتیا په مرسته کولای شو د ژوند چارېسمې تنظیم کړو، په ټولنه کې ځانته مناسب مقام تر لاسه کړو، له نورو سره لازم تقابل ایجاد کړو او بالاخره به و کولای شو، څو له یوانسان سره د انسان په توګه مناسب چلند وکړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*