“له ښه څخه تر ډېر ښه: په ماډرن مدیریت کې د نرم مهارتونو (Soft Skills) رول”/ قیام صدیقي

لیکنه: قیام صدیقي

نرم مهارتونه غیر فني مهارتونه دي چې ستاسو د کار کولو پر څرنګوالي اغېز کوي. نرم مهارتونه موږ ته راښائي چې څنګه د خپلو همکارانوسره برخورد وکړو، څنګه ستونزې حل کړو  او څرنګه مختلفې کړنې مدیریت کړو. په دې لیکنه  کې به په دې وغږیږو  چې نرم مهارتونه څهشی دي؟ د نرم مهارتونو بیلګې کومې دي؟ ولې نرم مهارتونه د کار ګمارونکو لپاره مهم دي؟ څنګه کارګمارونکو ته  وښیو چې موږ دا ډولمهارتونه لرو او څنګه کولی شو دې مهارتونو ته وده ورکړو.

د نرم مهارتونو تعریف څه شی دی؟

نرم مهارتونه ستاسو د کار کولو طریقې سره تړاو لري. نرم مهارتونو کې ستاسې  شخصیتي ځانګړتیاوې او د اړیکو وړتیاوې شاملې ديچې په کار کې د بریالیتوب لپاره اړینې دي.  نرم مهارتونه له  نورو خلکو سره په اړیکو کې ستاسې د  تعامل ډول ټاکي. په دې مهارتونوکې  د اړیکو مهارتونه، د اوریدلو مهارتونه، له نورو سره همکاري او  د وخت مدیریت  شامل  دي.

نرم مهارتونه ځینې نور نومونه هم لري لکه: شخصي مهارتونه، خپلمنځي مهارتونه، غیر تخنیکي مهارتونه، اړین مهارتونه او د لېږد وړمهارتونه.

د استخدام مدیران د  هغو کسانو په لټه کې دي چې  نرم مهارتونه لري، ځکه چې دا ډول خلک په کار ځای کې ډیر بریالي وي.  یوشخص ممکن په خپل کار کې خورا ښې تخنیکي وړتیاوې ولري، مګر هغه نشي کولی خپل وخت په سمه توګه مدیریت  کړي یا د ټیم لهنورو غړو سره همکاري وکړي؛ نو دا کس به په یاده دنده کې بریالی نه وي.

دا هم ولولئ:   جنت ته د عثمان کاکړ راتګ او له خوشال بابا، ميرويس نيکه، باچا خان او خان شهيد سره يې ليدنه .....

ولې نرم مهارتونه مهم دي؟

په دې موضوع پوهیدل ستونزمن نه دي  چې ولې کار ګمارونکي  د نرم مهارتونو لرونکو اشخاصو په لټه کې دي، مګر دا هم مهمه ده چېکارمند دې په خپله اړونده برخه کې تخصصي پوهه ولري ؛ د بېلګې په توګه  ترکاڼ باید په ترکاڼۍ کې مهارت ولري؛  مګر په هره دنده کې،کارمندان باید د ټیم له نورو غړو سره نږدې اړیکې ولرې او په کار کې یو له بل سره همکاري وکړي.

بل ټکی چې په دې بحث کې مهم دی دا دی چې نرم مهارتونه د لیږد وړ دي او یو شخص پرته له دې چې دنده یې وي، دا مهارتونه کاروي. له همدې امله  دا ډول اشخاص کولی شي په کاري چاپیریال کې ډیر مطابقت او سازګاري ولري.

نرم مهارتونه ډیر مهم کیږي، په ځانګړې توګه په هغه کاري چاپیریال کې چې کارمندان په مستقیم ډول له پیرودونکو سره تماس کې وي. پیرودونکو ته په فعاله توګه غوږ نیول او هغوی ته په سم او مؤدبانه ډول د اړتیا وړخدماتو چمتو کول نرم مهارتونو ته اړتیا لري.

د نرم مهارتونو ډولونه څه دي؟

د کومو نرم مهارتونو درلودل کارګمارونکو ته ډېر مهم دي؟

   معمولا کارګمارونکي  په مستقیم ډول د نرم مهارتونو په اړه پوښتنه نه کوي، مګر ستاسو د نرم مهارتونو ارزولو لپاره، دوی یو حالتبیانوي او بیا له  تاسو څخه پوښتنه کوي چې تاسو به په داسې حالت کې څه وکړئ.

په یوه وروستۍ نظرپوښتنه  کې له ۱۰۰۰ تنو استخدام مدیرانو څخه پوښتنه شوې  چې د دوی په شرکت کې د غوره مدیرانو خورا مهمېځانګړتیاوې کومې دي؟

دا هم ولولئ:   باغوان او وزیر / توریالی همت

هغه 5 غوره ځانګړتیاوې چې دوی یې یادونه کړې په لاندې ډول دي:

د ستونزو حل؛

د اړیکو اغېزمن مهارتونه؛

فردي مدیریت؛

هڅونه یا انګېزه

تطابق/انعطاف پذیري

نور مهم نرم مهارتونه عبارت دي له:

د ډله ییز کار (Teamwork) روحیه؛

د وخت مدیریت؛

د باور فضا رامنځته کول؛

د شخړی حل کول؛

مشري (رهبري)؛

څېړنه؛

نوښتګر فکر؛

انتقادي فکر؛

او  کاري اخلاق؛

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*