رواني آرمتیا، مثبت اوسیدل او د زړه په روغتیا یې اغیزې/ حکمت ویاړ

ژباړه او ترتیب: ډاکټر حکمت ویاړ

د خوشبینۍ لوړه کچه، غوره غذایي رژیم، منظم ورزش د  ټیټ فشار او سالم زړه تضمین کوي.

لنډیز

د مداخلوي برنامو له لارې د یوه شخص د افکارو مثبت ساتل، احساساتو کابو کول او د روحیې مثبت بدلون د زړه د ناروغانو سره په عمومي کچه مرسته کولی شي تر څو د دوی د صحت د بیا ښه کېدو سبب وګرځي.

² د مداخلوي برنامو له لارې د یوه شخص د افکارو مثبت ساتل، احساساتو کابو کول او د روحيې مثبت بدلون په عمومي کچه د هغه ناروغانو لپاره خوارا ګټور تمام شوی چې د زړه د ناروغیو په پار روغتون ته مراجعه کوي².

دا مقاله چې د  American College of Cardiology په ژورنال کې خپره شوې د هغو اتو هڅوونکو مقالو د لړی یوه برخه ده چې د زړه د ناروغی د زیان رسوونکو فکتورونو په هکله ترسره کېږی.

“موږ په ګوته کړل چې څنګه یو غوره ټولنیز چاپیریال، رواني هوساینه او د مداخلې ستراتیژیو ((intervention program اغیزمنتوب کولی شي د ناروغ لرلید په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي،” Darwin R. Labarthe, MD, MPH, PhD, ، د شمال لویدیځ پوهنتون فینبرګ ښوونځي د درملو پروفیسور او د کتنې مخکښ لیکوال وویل: “موږ دې نتیجه ته ورسیدو چې آیا رواني آرمتیا په دوامداره توګه د زړه د ناروغیو د کم خطر لرونکوو فکتورنو سره تړاو لري!”

دا څیړنه د زړه روغتیا په دوه برخو کې تعریفوي:

۱-  روغتیایي تګلاره:  (صحي رژیم ، فزیکي فعالیت ، د سګرټ څکولو حالت او د بدن ډله ایز شاخص)

۲-  د روغتیا عوامل:  (د وینې فشار، کولیسټرول او ګلوکوز)

دا هم ولولئ:   زاکربرګ: د مېټا ټولو خدمتونو ته مصنوعي ځیرکتیا ور زیاتېږي

د دی څېړنې په درشل کې وښودله شوه چې فکري او رواني روغتیا د زړه د ناروغیو سره مثبته اړیکه لري، او د زړه د ناروغی احتمالات کموي. د 2017 کال راهیسې په همدې کله مطالعاتو ثابته کړې چې رواني روغتیا او هوساینې په هخغو زړو میندو کې چې د زړه په ناروغیو اخته وي 38 % مثبت تاثیر کړی، همداراز د Stroke د خطر په کموالی کې مهم رول لوبولی.

د رواني روغتیا څخه برخمنو اشخاصو کې د سګریټ څکلو علاقه کمه یا هیڅ نه وي، د دې ډول اشخاص سره د هغوی په وخت او منظم فزیکي فالیتونو او د غذا یو صحي ریژم لکه  په زیاته کچه د میوو او سبزیجاتو استفاده، د معایاتو څخه په  دوامداره توګه استفاده او برعکس د غوښې او او د هغه د محصولاتو څخه په کم شمیر استفاده مرسته کړې تر څو د دوی BMI په نارمله کچه وي او د زړه داخلي او خارجي ریسک فکتورنو څخه امن پاتې شي.

د بیاکتنې لیکوالانو وموندله چې رواني هوساینه  (psychological well-being) د یو لړ د بیولوژیکو پروسو، روغتیایي تګلاری او ټولنیزو- رواني  سرچېنو له لارې د زړه په روغتیا مستقیمه او یا هم غیر مستقیمه اغیزه کوي، خوشبینه اشخاص (Optimists) د فشار د ادره کولو لپاره د پلان – ستراتیژۍ او مشکل د حل لپاره د ساړه فکر او مغزو څخه په کار اخیستنې مخ ته ځي که چېرې فشار تر حد زیات شي په مدیرانه توګه خپل اهدافو ته تغیر ورکوي چې دې سره خپل د ذهن او زړه څخه د فشار د ریسک فکتوروننو مخنیوی کوي او تر ډیره یې د عمومي صحت او زړه روغتیا سبب ګرځي.

دا هم ولولئ:   د رواني روغتیا ساتنې لس غوره لارې / شمس سهار

روان درملنه، ټولنیز – رواني ملاتړ کوونکي مشورې، د ژوند د شیوې بدلون، د مثبتو او خوشبیتانه افکارو خپرول او د یوه مناسب ټولنیز چاپیریال رامنځ ته کول، دا ټول هغه څه دي چې د ناروغ سره  به مرسته وکړي تر څو راتلوونکې ته امید پیدا کړي او په ځان د باوري کېدو سبب یې وګرځي.

چې ممکن دا به هغه حالت وي چې د زړه د ناروغیو په وړاندې به شخص د خپل عادي حالت څخه څو ځلي زیات پیاوړی وښیي.

لیکوالانو وویل چې د مداخلې برنامې ((intervention program ممکن رواني هوساینه پیاوړي کړي چې په یادو میتودونو کې د مثبت ذهنیت پروګرامونه د اضطراب او ویرې په وړاندې د مبارزې پروګرامونه، د ژوند کېفیت د ښوالي پرګرامونه، د سګرټ څکلو څخه د مخنیوی پروګرامونه، د صحي خواړو پروګرامونه، منظم او پر وخت فزیکي تمریناتو  او نور ډیر پروګرامونه شامل دي.

د یادو برنامو د جملې څخه یوګا او تای چې، ډیری وختونه د ذهنیت پر بنسټ په غوره مداخلوي پروګرامونو کې شاملیږي، چې د زړه د عدم کفایي او د وینې فشار په کموالي کې یې ښه پایلې لرلي دي.

 د ” ژوند لپاره هدفي برنامې” د رواني آرمتیا بل ارزښتناک اړخ دی  چې د ناروغ د رواني وضعیت په ښه والي د فزیکي نښو، نښانو د کموالي او په ټولنیزه توګه د رواني هوساینیې سبب ګرځیدلی شي.

که څه هم دا یو د باور وړ فعالیت نه ښکاري خو روان پوهان او د همدې برخې اړوند لارښوونې عملي کول به مو د ژوند په ښوالي او د زړه د ناروغیو په ساحه کې پراخ بدلون راوړي دا کړنې د ډير ساده او نه ستړې کوونکې میتود په مرسته تر سره کېدای شي.

دا هم ولولئ:   ډیپریشن یا ژور خفګان څه ته وایي؟/نګین کرګر

لابرته وویل: “که څه هم د ناروغ په لومړي باور دا یوه ډېره کوچنی برخه ده، خو نه دا یوه زیاته معنی لروونکې برخه ده. “

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*