د لوی مثبت فکره خلکو عادتونه!!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

مثبت فکر کول ستاسو په شخصيت کې مثبت عادتونه رامنځته کوي. ژوند ټول له مثبتو تجربو ډک دی ياداشت يې کړه. او د‌همدې تجربو له مخې خپل ځان ته مثبت ژوند جوړ کړئ. د مثبت فکر او مثبت عادتونو درلودل د لويو مثبت فکره خلکو عادتونه دي. په دې لنډه ليکنه کې درته د لویو مثبت فکره خلکو عادتونه معرفي کوو.

لومړی: هر سهار له دې مفکورې سره راپاڅئ چې نن يو په زړه پورې څه پېښېدونکي دي!
موسکا په وجود کې انرژي رامنځته کوي. مثبت فکر د ځوان اوسيدو لپاره غوره لاره ده. نڅا وکړئ په داسې ډول چې هېڅوک مو نه ويني. مينه وکړئ داسې چې هېڅ درديدلي نه يی. سندره وکړئ داسې چې هېڅ څوک درته غوږ نه نيسي. او داسې ژوند وکړئ لکه په دې دنيا چې جنت کې وای.

دوهم: خپل شتون ولمانځئ!
ستاسو ذهن د کړکۍ په څېر دی. څه ډول چې نړۍ ترې وينئ،ترې ليدلی يې شئ. که خوشاله ژوند غواړئ د يوه خوش نصيب انسان په څېر فکر وکړئ،قدم واخلئ،احساس ولرئ،خبرې وکړئ او نورو ته خدمت وکړئ. يو ښه او سالم شخصيت د خلاص ذهن، اخلاص مند زړه پرته هېڅ شي ته اړتيا نه لري.

درېيم: په ژوند کې د بشپړ شویو شيبو ممنون اوسئ!
ژوند نيمګړی دی. خو چون د ژوند ځينې شيبې بشپړې دي.
اجازه مه ورکوئ چې يو کوچنی خنډ مو د ژوند له خوندونو بهر او له ماتې سره مخ کړي. که يو ځل په ژوند کې له ماتې سره مخ شو موږ ټول ددې وړتيا لرو ترڅو بيا ځلې ژوند د يوې معجزې په څېر وموندو.

دا هم ولولئ:   ژوند رښتیا سخت دی؟ / وحیدالله بریال

څلورم: ننګونو ته ښه راغلاست ووايئ!
ژوند کې ځينې وخت سختی او ننګونې رامنځته کېږي او دا هرڅه د ژوند يوه برخه ده. خو ددې هر څه په وړاندې زموږ غبرګون ښودل مهمه ده. له دې هر څه سره مبارزه زموږ شخصيت پياوړی کوي. که ښه او بريالي ژوند غواړئ له دې هر څه مه وېرېږئ او په وړاندې يې مثبت فکر ولرئ.

پنځم: شخصي پرمختيا کې هېڅ ځنډ مه کوئ!
هره ورځ د نوي څه زده کولو،لوی کيدو،پرمختګ او لا قوي کيدو لپاره يوه نوي ورځ ده. خپل ژوند ته مو شفا د خپل تېر شوي وخت څخه په تجربو ورکړئ. خپله نن ورځ مو په هوښيارۍ سره تېره کړئ تر څو يو غوره صبا ولرئ.

شپږم: له مثبت فکره خلکو سره وخت تېر کړئ!
ژوند هغه وخت ډېر خوندور وي کله چې له مثبت فکره خلکو سره تر څنګ وو. هېڅکله له داسې کس سره چې ستاسو حقوق نه پېژني او د خوشالی سبب مو نه ګرځي خپل وخت مه ضايع کوئ.

اووم: د خپل ځان خیال وساتئ!
بې دليله خوشال شئ او د خوشاله اوسيدو لپاره هېڅ راز دلیل مه لټوئ. يوه وينا ده:خوشالي دننه ده،بهر يې مه لټوئ!
د پورته وينا له مخې موږ ويلی شو چې موږ بايد خپل ځان پخپله خوشاله کړو. او زموږ د ناخوښی پړه بايد نورو ونه چول شي.

اتم: نورو ته هم موسکا ورکړئ!
همدا نن مو خپله موسکا پر نورو هم ولورئ. په يوه مناسب وخت کې له نورو سره مهرباني کول،په نرمۍ خبرې کول، يوه ملګري ته روحیه ورکول کولای شي چې په نړۍ کې يو لوی توپير رامنځته کړي. مهربانه اوسيدل وړيا دي خو ارزښت يې ډېر زيات دی. او موږ پوهيږو څه چې نورو ته ورکوو په يو نه يو ډول موږ ته هم راکول کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*