هغه پنځه لاملونه چې ستاسې خوب ګډوډوي/ حامد مشواڼی

ژباړه: حامد مشواڼی

ډاکټر کرک رجن Karak Rajan په ټولنيزو رسنيو کې ګټورې ويډيوګانې خپروي چې په مليونونو مينه وال اوتعقيبوونکي لري. هغه د بدن د بېلابېلو وظائفو په اړه معلومات ورکوي او خلکو ته د مستندو روغتيايي لارښوونو پهرڼا کې ښيي چې څنګه خپلې روغتيا ته پاملرنه وکړي.

د خوب ګډوډي نن سبا ډېره عامه ستونزه ده، چې ډېری خلک ورسره لاس او ګرېوان دي. ډاکټر رجن د ټيکټاک په يوه نوېويډيو کې، چې سلګونه زره خلکو ليدلې ده، پنځه هغه عمده لاملونه ښيي چې خلک يې هره ورځ کوي او د دې لاملونوله امله خلکو ته د خوب ستونزې پيدا کېږي.

د امريکا د متحده ايالتونو د ناروغيو د کنترول او مخنيوي مرکز وګړو ته د ډېر آرام د ترسره کولو توصيه کوي. د دوی پهوينا، په شپه او ورځ کې له اووه ساعتونو ډېر خوب د ټول بدن د وظائفو لپاره اړين دی. د امريکا د روغتيا د مليانسټيټيوټ په وينا، کافي خوب نه کول د ځينې ناروغيو او تشوشاتو خطر لوړوي، ځکه چې د پوره خوب د نه کولوامله د انسان دفاعي سېستم کمزوری کېږي.

د ډاکټر رجن کرک د ويډيو پر اساس، هغه پنځه عمده لاملونه چې خلکو ته د خوب ستونزې او ګډوډۍ پيدا کوي، پهلاندې ډول دي:
۱.له خوب څخه مخکې ډېر خوراک کول

له خوب څخه مخکې ډېر خوراک کول په خوب منفي اغېز لري، ځکه چې دا د شپې په نيمايي کې د بدهضمۍ شونتيالوړوي. په کولمو کې د پنځوس فيصده معدې د خالي کېدو لپاره نوي (۹۰) دقيقې وخت لګېږي، څومره چې معده ډکهوي، خولې ته د تروشو اوبو او تېزابو د راتلو امکان لوړېږي. ډاکټر رجن توصيه کوي چې بايد له ډېر خوراک څخهوروسته لږ تر لږه دوه يا درې ساعته انتظار وکړو او بيا ويده شو.

دا هم ولولئ:   اندونیزیا؛ څوک چې د کرونا واکسین کوي، ژوندۍ چرګه ورکول کېږي

۲.له خوب څخه مخکې د ډېرو اوبو څښل

د بدن خړوبه يا Hydrated ساتل داسې چاره ده چې که څوک يې بابېزه ګڼي، ملامته دی؛ خو بايد د هغه غټ بوتلاوبو په اړه بيا فکر وکړو چې ستاسې د بالښت سر ته ايښی دی. د خوب پر مهال د ADH هورمون توليد زياتېږي، داهورمون په بدن کې اوبه ساتي او د متيازو کولو اړتيا کموي. که تاسو له ويده کېدو څخه مخکې ډېرې اوبه وڅښئ، دADH هورمون توليد کمېږي؛ نو تاسو ته به د متيازو کولو اړتيا ډېرېږي، بيا بيا به راويښېږئ او خوب به مو ګډوډېږي.

۳.د بسترې ګرموالی

ځينې خلک په ګرمه بستره کې د ارام احساس کوي؛ خو د پوره اته ساعته خوب لپاره مهمه ده چې بستره مو لږه يخهوي. ډاکټر رجن په دې ويډيو کې يو ګراف ښيي، چې د بدن د حرارت درجه د شپې د اووه بجو پر مهال تر ټولو لوړېنقطې يا Peak ته رسېږي او له دې وروسته ورو ورو ښکته راځي او انسان په کراره کراره خوبوړی کېږي. خو که ستاسېد خوب اطاق ډېر ګرم وي، دا طبعي سايکل ګډوډېږي. د دې لپاره چې ژر ويده شو، زمونږ بدن يخوالي ته اړتيا لري.

۴.د الکولو ډېر څښل

الکول د اسلام په مبارک دين کې حرام دي، الکول له نورو ډېرو ضررونو سره سره په خوب هم بده اغېزه کوي او انسانارام خوب ته نه پرېږدي. که څه هم زمونږ په ټولنه کې دا ستونزه تر ډېره نه شته، نو ځکه الحمدلله د الکولو د څښلو لهامله د خوب ستونزې په نشت حساب دي، خو ډاکټر رجن د الکولو څښل هم د خوب د ګډوډوونکو لاملونو په ليست کېحسابوي. [د ژباړن زياتونه]

دا هم ولولئ:   پر ژوند او روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېز / ډاکتر مومند

۵.کافين څښل

له خوب څخه څو ساعته مخکې د کافينو سرچينې کمې کړئ. د کافينو ډېرې کارېدونکې سرچينې کافي او چای دي. کافين د اډينوسين Adenosine په نامه نيوروټرانسميټر بلاکوي، اډينوسين هغه ماليکول دی چې ستاسې بدن ته دستړيا احساس ورکوي. کافين ستاسې ستړيا نه ختموي، بلکې ستاسې خوب تښتوي، ځکه چې دا د خوب د ماليکوليعنې اډينوسين Adenosine د زياتېدو مخه نيسي.  

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*